لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ: په وسله وال بريد کې د مذهبي تنظيم ځايي مشر وژل شوی


د اشاعت توحيد والسنه يو ځايي غړي مفتي احسان الحق وي او اې ډيوه ته وويل، دا د هدفي وژنې پېښه ده او لومړۍ پېښه ده چې د ياد تنظيم ځايي مشر پکې وژل شوی دی
د اشاعت توحيد والسنه يو ځايي غړي مفتي احسان الحق وي او اې ډيوه ته وويل، دا د هدفي وژنې پېښه ده او لومړۍ پېښه ده چې د ياد تنظيم ځايي مشر پکې وژل شوی دی

د خېبرپښتونخوا په باجوړ ضلع کې د مذهبي تنظيم [اشاعت وتوحيد والسنه] ځايي مشر په ډزو وژل شوی دی، پوليس پېښه تاييدوي او وايي يو نامعلومه تن په خار بازار کې مولانا عزيزالله طاهري وژلی دی.

د باجوړ د پوليسو مشر[ډي پي او] شوکت علي وي او اې ډيوه ته تاييد کړه چې دغه پېښه نن په خار بازار کې شوې او پوليسو په پېښه کې د ککړو کسانو معلومولو دپاره د لټون عميات پېل کړي دي.

په سمدستي ډول د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

د اشاعت توحيد والسنه يو ځايي غړي مفتي احسان الحق وي او اې ډيوه ته وويل، دا د هدفي وژنې پېښه ده او لومړۍ پېښه ده چې د ياد تنظيم ځايي مشر پکې وژل شوی دی.

د نوموړي په خبره مولانا عزيزالله طاهري د صوابۍ په پنجپير کې ديني زده کړې کړې او عالم وو.

هغه وويل د حکومت نه یې د علماو د تحفظ غوښتنه کړې ده.

پوليس افسر مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي تيره ورځ په باجوړ کې د پوليس په یوه څوکۍ نامعلومه وسله والو ډزې کړي او بيا چې دوی د پېښې موقعې ته ورغلي او بيرته راتله، د قافلې تېرېدو وروسته په دوی هم ماين چاودنه شوې خو بچ شوي دي.

هغه ويلي په دې تازه پېښه کې ککړ کسان به معلوموي د قانون منګولو ته به یې راولي. هغه ویلي په ټول ملک او صوبه کې د بدامنۍ پېښې کيږي دوی د امنيت ټينګ ساتلو هڅه کوي.

په باجوړ کې وخت په وخت د بدامنۍ پېښې کيږي په وروستيو کې دغلته د ناامنۍ د زياتو پېښو زمه وارۍ داعش منلي دي.

په باجوړ کې په وروستيو کې د امن دپاره احتجاجي ناستې او مظاهرې هم شوي دي.

داعش تيره میاشت دوه ورځې پرله پسې د دوه پېښو زمه واري منلې وه، د يو تن په ډزو وژلو او بل په ماين چاودنه کې د وژلو زمه واري يې منلې وه.

داعش خراسان ډلې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د يو شمېر بريدونو زمه وارۍ منلي دي.

دغه ډلې د روان کال د مارچ په څلورمه نېټه په پېښور کې د شعيه مسلمانانو په جومات د شوي هغه ځانمرګي برېد ذمه واري هم منلې وه چې پکې د 60 نه زیات کسان وژل شوي وو.

د پېښور د سربند ټانې په حدودو کې يې په 15م مې د دوو سيکانو د وژلو ذمه واري منلې وه. له دې وړاندې د تېر اکتوبر په مياشت کې پېښور کې د بل سيک مذهب منونکي ستنام سنګهـ د وژنې ذمه واري هم داعش منلې وه.

ددې ترڅنګ داعش خراسان په کوهاټ کې د پوليو ټيم په ساتونکو، باجوړ کې په سياسي مشرانو چې پکې د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علما اسلام ف غړو او مشرانو او پېښور کې د امنيتي ادارو په غړو د بريدونو ذمه وارۍ منلې وې.

خېبرپښتونخوا کې په وروستيو کې د زیاتو بريدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان منلي دي. د پاکستان حکومت او پوځ وايي د ترهګرۍ او بدامنۍ نوغی به اوباسي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG