لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د نهمې مۍ د احتجاجونو په لړ کې نیول شوي ۲۰ کسان پوځ د حراست نه ازاد کړل


څېړونکی مظهر عباس وايي د می د نهمې نېټې د واقعاتو په لړ کې عمران خان نه خو په باضابطه توګه ګرفتار کړی شوی او نه پې هم څه کېس جوړ شوی دی. د مظهر عباس په قول د پي ټي ايي پلویان دا ګڼي عمران خان په ممکنه توګه په اینده څو میاشتو کې ازادېدی شي
څېړونکی مظهر عباس وايي د می د نهمې نېټې د واقعاتو په لړ کې عمران خان نه خو په باضابطه توګه ګرفتار کړی شوی او نه پې هم څه کېس جوړ شوی دی. د مظهر عباس په قول د پي ټي ايي پلویان دا ګڼي عمران خان په ممکنه توګه په اینده څو میاشتو کې ازادېدی شي

د پخواني وزیراعظم عمران خان د ګرفتارۍ په ضد احتجاجونو کې د پاکستان د پوځ په تنصیاباتو د حملو په لړ کې نیول شوي ۲۰ کسان پوځ د حراست نه ازاد کړي دي چې ځینې حلقې يې د پاکستان تحریک انصاف سره مرسته بلي خو پي ټي ايي دا تاثر ردوي.

د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه د وفاقي حکومت مشر وکیل یا اټارني جنرل سپریم کورټ ته خپل رپورټ کې وویل چې ۲۰ داسې ملزمان ازاد کړی شول چې د نهمې او لسمې مۍ د واقعاتو په لړ کې ورته پوځي عدالتونو یو یو کال سزا اورولې وه.

د رپورټ ترمخه ۱۷ ملزمانو لس نیمې میاشتې او دریو ملزمانو نهه مياشتې قېد تېر کړی دی خو د پوځ مشر جنرل عامصم منیر د ارمي اېکټ دلاندې د ملزمانو باقي سزاګانې معاف کړي دي. ملزمان په شپږم او اووم اپرېل په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې ازاد کړی شوي دي.

د رپورټ ترمخه پوځي عدالتونو د راولپنډۍ اتوو، د لاهور دریو، د ګوجرانواله پینځو، د دیر دریو او د مردان یو ملزم ته یو یو کال د قېد بامشقت سزاګانې اورولې وې.

د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه، د پي ټي ايي ترجمان روف حسن وايي پي ټي ايي نه پوځي عدالتونه مني او نه د دې عدالتونو اورول شوي سزاګانې مني.

حسن وایس اف امریکې ته وویل د پي ټي ايي د وړمبۍ ورځې څخه دا موقف و چې پوځي عدالتونه غېر اییني او غېر قانوني دي.

څېړونکي وايي دغه کسان د پوځ مشر د خېر سګالۍ په جذبه ازاد کړي دي د خپلو کورنیو سره اختر وکړی شي.

خبریال او څېړونکی مظهر عباس وايي کوم کسان ازاد کړی شوي دي په هغوی سنګین الزامات نه وو او داسې کسانو ته یو کال یا د دې نه هم کمې سزاګانې اورول شوې وې او په مختلفو خلکو د مختلف نوعیت الزامات لګول شوي وو.

د پي ټي ايي ترجمان روف حسن وايي خلکو په سزاګانو کې کمی کولو ته د خېر سګالۍ جذبه نشي وېل کېدی.

د وي او ای اردو څانګې په رپورټ کې وېل شوي چې د ملزمانو په سزاګانو د کمي په اړه د پوځ د مشر فېصله په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې د عمران خان د ازادۍ په اړه هم ګنګوسې په زور کې دي.

څېړونکی مظهر عباس وايي د می د نهمې نېټې د واقعاتو په لړ کې عمران خان نه خو په باضابطه توګه ګرفتار کړی شوی او نه پې هم څه کېس جوړ شوی دی. د مظهر عباس په قول د پي ټي ايي پلویان دا ګڼي عمران خان په ممکنه توګه په اینده څو میاشتو کې ازادېدی شي.

د پي ټي ايي ترجمان روف حسن وايي عدالتونو تر اوسه پورې د عمران خان سره څه نرمي نه ده کړې.

مظهر عباس وايي هغه نه ګڼي چې د پوځ او د پي ټي ايي تعلقاتو کې څه بهتري شوې ځکه چې د دواړو ترمنځ نیغ په نېغه څه رابطه نه ده شوې.

د مظهر عباس په قول د ځینو خلکو خیال دی چې اسټېبلېشمنټ د پي ټي ايي سره د خبرو ټولې دروازې بندې کړي دي خو ځینې حلقې ګڼي چې لارې خلاصې دي او رابطې هم شوې دي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه عمران خان تېره هفته په اډیاله جېل کې خبریالانو ته ویلي ځینې کسان يې د اسټېبلېشمنټ سره په رابطه کې دی چې پارټي ماتول غواړي.

د عمران خان د ازادۍ د ګنګوسو په اړه روف حسن وویل په دې اړه څه نشي وېلی ځکه چې هغه په دې باره کې څه جوات نه لري.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG