لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قادر خان اېډوکېټ: علي وزير په سيند صوبه کې په غېر قانونه بند کې ساتل کيږي


د علي وزیر په وروستۍ مقدمه کې ضمانت په [30 جنورۍ] د ډیره اسماعیل خان څلورم نمبر سول جج منظور کړی وو
د علي وزیر په وروستۍ مقدمه کې ضمانت په [30 جنورۍ] د ډیره اسماعیل خان څلورم نمبر سول جج منظور کړی وو

د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ علي وزیر وکیل وايي علي وزیر د ازادولو دپاره د خېبرپښتونخوا د حکومت خط د سيند حکومت په نهمه فرورۍ ترلاسه کړی خو تراوسه پې عمل نه دی شوی او علي وزیر په غېر قانونې بند کې پروت دی.

قادر خان اېډوکېټ د ګل/دوشنبې په ورځ وي اواې ډيوه ته وویل چې "زه نن د علي وزیر د خوشي کولو د خط په اړه د سيند صوبې د داخله محکمې ته ورغلی وم هغو ته مې وویل چې په نهمه نېټه تاسو ته دغه خط ترلاسه شوی خو تراوسه علي وزیر په غېر قانونه حراست کې ساتل کيږي".

نوموړي زياته کړه بيا ورته وويل شو چې "د شورو/ چهارشنبې په ورځ به د جېلونو مشر ته خط ولېږل شي او هغه به یې بيا د مرکزي زندان مشر ته وليږي".

وي او اې ډيوه په دغه اړوند د سيند صوبايي حکومت سره د تماس هڅه کړې خو د سیند حکومت ځواب ترلاسه نه شو.

د علي وزیر په وروستۍ مقدمه کې ضمانت په [30 جنورۍ] د ډیره اسماعیل خان څلورم نمبر سول جج منظور کړی وو.

له دغې وړاندې په 27 جنورۍ د پېښورهايکورټ د چارسدې په مقدمه کې د علي وزير ضمانت منظور کړی او حکم یې کړی ووچې علي وزیر به په بله مقدمه کې نه ګرفتاريږي او په کومو کې چې یې ګرفتاري نه ده شوې په هغو کې یې ضمانت ورکړو.

په ټولنيزو رسنيو په سیند صوبه کې د پاکستان پيپلز ګوند په حکومت نيوکې کيږي چې د شري حقونو سرغړونه کوي.

جرنلسټ مبشر زېدي په ټويټر ويلي،

"بلاول بټو په خپله د بشري حقونو په سرغړونه کې ککړ دی".

علي وزیر د کال 2020م کال د دسمبر په 16مه په پېښور کې نیول شوی او بیا له هغه ځایه کراچۍ ته لېږل شوی وو تراوسه پورې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی.

په هغه تور دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسو کې یې "د ریاستي ادارو خلاف" خبرې کړې دي او "خلک یې "د پاکستان په ضد" پارولي دي خو د هغه وکیل دا تورونه رد کړي دي.

د علي وزير په اړوند پښتون ژغورنې غورځنګ هم له دې وړاندې په سيند صوبه کې د پاکستان پيپلز ګوند په صوبايي حکومت نیوکې کړي دي.

تېر کال چې د سيند صوبايي اسمبلۍ مخې ته پي ټي اېم د علي وزیر د خوشي کولو دپاره احتجاجي پرلت کولو هغه وخت په سيند صوبه کې د واکمنه ګوند پاکستان پيپلز پارټۍ مشر او د پاکستان موجوده خارجه وزیر بلاول بټو زرداري ويلي وو هغه د وړومبۍ ورځې نه په هر ځای کې د علي وزير او د هغه د ملګرو دپاره غږ پورته کړی دی، او په راتلونکې کې يې هم دغه اراده ده.

هغه ويلي وو، په وړومبۍ مقدمه کې يې د علي وزير دپاره وکیل لېږلی، په جېل کې ورته اسانتیاوې ورکړی شوي، او د ملي امنیت په کمېټۍ کې هغه په خپله د علي وزير د خوشي کولو غوښتنه کړې ده او زياته کړې یې وه "زما سره کوم جادو نشته چې علي وزير خوشي کړم".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG