لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصاد پوهان وایي پاکستان دسود شرحه نوره هم لوړولی شي چې ورسره به ډالر په بره لاړ شي


تیره میاشت په نومبر کې مرکزي بینک د سود شرحه 16 فیصدي ته زیاته کړې وه او روان کال د جنورۍ راهسې په پاکستان کې د روپۍ په مقابله کې امریکایي ډالر 48 روپۍ ګران شوی دی
تیره میاشت په نومبر کې مرکزي بینک د سود شرحه 16 فیصدي ته زیاته کړې وه او روان کال د جنورۍ راهسې په پاکستان کې د روپۍ په مقابله کې امریکایي ډالر 48 روپۍ ګران شوی دی

پاکستانی مطبوعات وایي امکان لري چې د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف نه د پور د نهم قسط ترلاسه کولو دپاره پاکستان د سود کچه یو فيصدي نوره هم زیاته کړي او د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه د 250 روپو نه هم سيوا شي.

اقتصادي پوهان وایي د ایې ایم ایف سره د پاکستان د پور پروګرام ولاړ دی او د فرورۍ د میاشتې پورې داسې امکان نشته چی پاکستان ته نهم قسط ترلاسه شی .

د پوهانو وینا ده پاکستان ته د ملګرو هیوادونو څخه 13 اربه ډالر ترلاسه کیدل وو خو پاکستان تراوسه په دې رقم ترلاسه کولو کې نه دی کامیاب شوی او د ایي ایم ایف پور چې ترکومې نه وي ترلاسه شوی د پاکستان اقتصادي مشکلات به نور هم زیات شي.

ورځپاڼه ایکسپریس ټریبیون دیوې ځايي څیړنې په حواله وایي د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف نه د پور ترلاسه کولو دپاره امکان لري چې مرکزي بینک د سود شرحه 17 فیصدي ته زیاته کړي او د روپۍ بيعه د ډالر په مقابله کې 250 روپو نه په بره لاړه شي.

تیره میاشت په نومبر کې مرکزي بینک د سود شرحه 16 فیصدي ته زیاته کړې وه او روان کال د جنورۍ راهسې په پاکستان کې د روپۍ په مقابله کې امریکایي ډالر 48 روپۍ ګران شوی دی.

په جنورۍ کې د یو ډالر بيعه 176 روپۍ وه اؤ مرکزي بینک وایي په انټر بینک مارکیټ کې دا وخت د یو ډالر بيعه 225 او 44 پیسې ده خو په پرانستي مارکیټ کې د یو ډالر بيعه 12 فیصدي زیاته ده .

د اقتصاد ماهر طاهر امین وایي دا وخت د ایي ایم ایف نهم قسط د ځنډ ښکار دی اؤ د پاکستان انحصار په سعودي عرب، قطر او متحده عرب اماراتو دی چرته نه چې سټیټ بینک تمه لرله چې 13 اربه ډالره به ترلاسه شي.

هغه وایي دغه هیوادونه او نړیوالې مالیاتي ادارې به هله پاکستان ته پور ورکوي چی ایي ایم ایف نه پور ترلاسه شي.

دطاهر امین په وینا دا وخت پاکستان سره دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره د یوي میاشتي د درامداتو نه هم کمه ده او نړیوال معیار د دریوؤ میاشتو د زرمبادلې ذخیره ښایي نو ددې نه د پاکستان داقتصادي مشکلاتو اندازه لګيدی شي.

تیره اوونۍ د پاکستان دمرکزي بینک ګورنر جمیل احمد اقتصادي کمیټۍ ته ویلي وو چې پاکستان ته روان مالي کال کې په مجموعي ډول 23 اربه ډالره قرضې او واجبات بېرته ستنول دي، په دې کې 6اربه روپۍ قرضه ګرځول شوې ده او د 4 اربو روپو نټیټه غورځول شوې او د 8 اربو روپو قرضو د نیټی غځولو دپاره د چین او سعودی عرب سره خبرې هم روانې دي.

د اقتصاد ماهر سجاد احمد وي او ای ډیوه ته وایي یوازې د نړیوال بینک او ایشیایې پرمختیایي بینک نه پاکستان ته فنډونه ورکړی شوي او د ملګرو هیوادونو له خوا چې کومې ژمنې شوي هغه نه دي پوره شوې.

دسجاد احمد په وینا که پاکستان ته د ایي ایم ایف نهم قسط ترلاسه نه شي او ملګري هېوادونه هم پورونه ورنه کړي نو د پاکستان اقتصادي مشکل به زیات شي او که حکومت خپل ګامونه اخلي نو د هغې به په ولس بدې اغیزې کیږي او پاکستان ته به په وړاندې تلل مشکل وي.

مطبوعات وایي نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف په پاکستان کې په وروستو سیلابونو او مالیاتي خسارې اندېښنې ښودلي اؤ د اقتصادي پوهانو په وینا روان مالي کال کې پاکستان ته د مالیې په مد کې د 800 اربو روپو خساره اټکل شوې ده او مرکزي حکومت د پټرولیم لیوي په مد کې750 اربه روپۍ هدف مقرر کړی چې پوره کیدل یې ګران دي.

اقتصادي پوهان وایي د ایي ایم ایف نه د پور ترلاسه کولو دپاره پاکستان ته به په پټرولو جنرل سیلز ټيکس لګول وي، رعایتونونه به هم ختمول وي اؤ د ګیس او بجلۍ په بیعو کې د زیاتوالی داسې ګامونه به اخستل وي چې د نړیوالې مالیاتي ادارې نه د یو ارب او 20 کروړه ډالره پور ترلاسه کړي.

مطبوعات وایې امکان لري چې پاکستان د سود شرحه کې اضافه وکړي خو دې سره د اقتصادي پرمختیا شرحه 1.78 فیصدي ته د راتلو امکان دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG