لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسپینې ماڼۍ اعلامیې ته غبرګون،ددفاع وزیر وایي پاکستان باید دچین اؤ روس سره خپلې اړیکې ټینګې کړي


خواجه اصف زیاته کړه پاکستان نن هم دترهګرۍ پرضد جګړه کوي اؤ تور یې ولګولو چې سیمه کې دترهګرۍ دتخم په کرلو کې دامریکې هم کردار شته اؤ هندي واکمنان ترهګرۍ ته وده ورکوي
خواجه اصف زیاته کړه پاکستان نن هم دترهګرۍ پرضد جګړه کوي اؤ تور یې ولګولو چې سیمه کې دترهګرۍ دتخم په کرلو کې دامریکې هم کردار شته اؤ هندي واکمنان ترهګرۍ ته وده ورکوي

دامریکایي صدر جوباییډن اؤ د هند وزیراعظم نریندر مودي دملاقات اعلامیې ته پاکستان سخت غبرګون ښودلی اؤ ددفاع وزیر خواجه اصف ویلي پاکستان باید دجغرافیې له لحاظه دچین،روس اؤ نورو ګاونډي هیوادونو سره خپلې اړېکې پیاوړې کړي.

دصدر باییډن اؤ نریندر مودي دملاقات په ګډه اعلامیه کې په پاکستان دترهګرو ډلو پرضد دګامونو اخستو غږ شوی ؤ اؤ ورته ویل شوي وؤ چې خاوره یې یې باید داطرافي بریدونو اؤ دترهګرۍ لپاره ونه کارول شي.

دقامي اسمبلۍ غونډې ته خپله وینا کې دهیواد ددفاع وزیر ښاغلي خواجه اصف وویل،پاکستان ته دترهګرۍ ورثه دامریکې له امله پاتې ده ځکه چې دامریکې پخپله دې سیمه کې دترهګرۍ ناسور پرېښی دی.

ښاغلي اصف وویل امریکې چې دلته کوم دترهګرۍ ناسور پرېښې پاکستان نن هم دهغې سره مخ دی اؤ نن یې هم پکې پوځي ځوانان وژل کیږي.

ددفاع وزیر ویلي امریکایي صدر یا سپینې ماڼۍ ته داعلامیې خپرولو نه مخکې سوچ پکار ؤ.

هغه خپله وینا کې دهند صدر اعظم نریندر مودي په ترهګرۍ تورن کړی اؤ ویلي یې دي پخپله واشنګټن ګجرات کې په دهشت ګردۍ کولو د مودي ویزه بنده کړې وه اؤ نن لسیزې وروسته دهغه په غوښتنه دترهګرۍ دمخنیوي غوښتنه کوي.

خواجه اصف زیاته کړه پاکستان نن هم دترهګرۍ پرضد جګړه کوي اؤ تور یې ولګولو چې سیمه کې دترهګرۍ دتخم په کرلو کې دامریکې هم کردار شته اؤ هندي واکمنان ترهګرۍ ته وده ورکوي.

د امریکې صدر جوباییډن د امریکې په سفر تللي د هندوستان وزیراعظم نریندر مودي سره د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې لیدنه کړې وه اؤ تېره ورځ ددغه لیدنې په ګډه اعلامیه کې په پاکستان ټینکار شوی و باید دا ډاډ ترلاسه کړي چې خاوره یې د افراطي بریدونو لپاره ونه کارول شي.

په اعلامیه کې ویل شوي" هغوي (باییډن اؤ مودي )دپولې پورې غاړې نه دکیدونکې ترهګرۍ اؤ دترهګرۍ دپراکسیو داستعمال په کلکه غندنه وکړه اؤ دپاکستان نه یې دسمدستي کارروایۍ غوښتنه وکړه ترڅو دا خبره باوري کړي چې دکنټرول لاندې یوه سیمه یې هم دترهګریزو بریدونو لپاره ونه کارول شي"

هند دکلونو راهسې په پاکستان د هغو اسلام پاله وسله والو ډلو د مرستې تورونه لګوي چې د1980م دلسیزې د وروستیو نه دهند د واک لاندې کشمیر کې دهندي ځواکونو پرضد په جګړه بوخت دي.

پاکستان دهند دا تورونه ردوي اؤ وایي هغه یوازې د خپلواکۍ دحق غوښتونکو کشمیریانو سفارتي اؤ اخلاقي مرسته کوي.

دهند لخوا په کال 2019 کې دخپلې برخې دکشمیر دځانګړي حیثیت ختمولو اقدام دپاکستان اؤ هند اړیکې نورې هم ترینګلې کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG