لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د پاکستان د خزانې وزیر د واشنګټن دوره منسوخ کړه، وايي ملک يې په سیاسي بحران کې ګېر دی


رویټرز وویل ټاکل شوي وه چې اسحاق ډار به په واشنګټن کې د اپرېل د لسمې نېټې نه د ايي اېم اېف د لوړ رتبه چارواکو او نورو قرضو ورکولو ادارو سره ملاقاتونه شروع کول
رویټرز وویل ټاکل شوي وه چې اسحاق ډار به په واشنګټن کې د اپرېل د لسمې نېټې نه د ايي اېم اېف د لوړ رتبه چارواکو او نورو قرضو ورکولو ادارو سره ملاقاتونه شروع کول

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار د نړیوالو مالیاتي ادارو ايي اېم اېف او ورلډ بېنک او د امریکايي چارواکو سره ملاقاتونو دپاره د امریکې سرښا واشګټن ته تلونکی و خو د رویټرز خبري ادارې ترمخه پاکستاني چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې اسحاق ډار خپله دوره منسوخ کړه.

د رپورټ ترمخه پاکستاني مامورینو وویل په پاکستان کې د موجوده سیاسي کړکېچ په سبب اسحاق ډار د واشنګټن سفر منسوخ کړو.

رویټرز وویل ټاکل شوي وه چې اسحاق ډار به په واشنګټن کې د اپرېل د لسمې نېټې نه د ايي اېم اېف د لوړ رتبه چارواکو او نورو قرضو ورکولو ادارو سره ملاقاتونه شروع کول. رپورټ وايي پاکستان دا وخت د سخت اقتصادي مشکل سره مخامخ دی او د ادایګۍ عدم توازن بحران مخه نیولو دپاره مالي مرستې او قرض ته ضرورت لري.

پاکستان د سږ کال د فېبرورۍ د میاشت راهسې د 1.1 بېلین ډالر د قرض قسط اخیستلو دپاره مذاکرات شروع کړي دي. دا قسط د 6.5 بېلین ډالرو هغه قرض برخه ده چې ايي اېم اېف او پاکستان پې په 2019 کې معاهده کړې وه.

رویټرز د دوو حکومتي چارواکو له قوله وویل چې اسحاق ډار په پاکستان کې د سیاسي کړکېچ له امله د واشنګټن دوره منسوخ کړه.

ډار د پاکستان د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې اېکسپرېس ټرېبیون ته هم وویل هغه په ملک کې د سیاسي بحران په سبب واشنګټن ته نه ځي.

د خزانې وزارت په دې د رویټرز پوښتنې نه جواب نه دی ویلی.

رویټرز وايي د عدم اعتماد په نتیجه کې اقتدار نه د لېرې کېدو راهسې پخواني وزیراعظم عمران خان د موجوده وزیراعظم شهبازشریف حکومت ته مشکلات راولاړ کړي دي او په مظاهرو کې د نویو انتخاباتو غوښتنه کوي خو شهبازشریف د عمران خان مطالبه ردوي، وايي انتخابات به هسې هم د سږ کال په اخېره کې کېږي.

واشنګټن ته د اسحاق ډار د سفر د منسوخېدو خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د پاکستان د خزانې وزیرې مملکت عایشه غوث پاشا د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل چې سعودي عرب ايي اېم اېف ته ویلي چې پاکستان سره به مالي امداد کوي. دغه اقدام پاکستان ته د ايي اېم اېف د قرض دپاره ضروري ګڼل کېږي.

سعودي عرب پاکستان ته د دوه بېلین ډالرو مالي مرستې اعلان کړی چې رویټرز وایي چې دیوالیه کېدو نه د پاکستان د بچ کېدو دپاره د ايي اېم اېف حتمي شرط دی.

پاشا په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې داسې ښکاري چې سعودي عرب د ايي اېم اېف سره خبره کړې او ايي اېم اېف پاکستان خبر کړی دی.

په پاکستان کې د ايي اېم اېف نماینده او د سعودي عرب د خزانې وزارت په دې لړ کې د رویټرز پوښتنو ته جواب ن دی ویلی.

رویټرز وايي ايي اېم اېف پاکستان ته ویلي چې په جون کې د موجوده مالي کال د ختمیدو پورې په بجټ کې د ادایګۍ خساره پوره کولو دپاره دې د ملګرو ملتونو او یا د نورو قرض ورکونکو ادارو نه قرض واخلي.

څېړونکي وايي که پاکستان مالي مرسته ترلاسه نه کړی شي نو د ملک د دیوالیه کېدو په څنډه ولاړ دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د رویټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي‌ دي


هېلو وي او اې په ټي وي

د اېچ آر سي پي رپورټ او په پاکستان کې د انساني حقونو وضعیت
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG