د پاکستان د پوځ ترجمان ویلي مارشل لا نه لګول کېږي یعنې پوځ اقتدار نه اخلي او د پوځي افسرانو د استعفاګانو په اړه افواګانې یا ګنګوسې يې رد کړې.
مېجرجنرل احمد شریف چودهري وویل پوځ د جنرل عاصم منیر په مشرۍ کې متحد دی.
د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه، جنرل چوهدري جیو ټېلې وژن سره مرکه کې وویل دا خبره واضحه کول غواړي چې د پوځ اعلا قیادت د جمهوریت په تسلسل یقین لري او د مارشل لا د لګېدو یا د پوځ اقتدار د اخیستلو سوال هم نه پېدا کېږي.
د رپورټ ترمخه د جمعې په ورځ په سوشل ميډیا د ځینو پوځي افسرانو د استعفاګانو او د مارشل لا د لګېدو ګنګوسې چورلېدلې.
پوځي ترجمان وویل چې دښمنان پوځ د تقسیمولو کوښښونه کوي چې کامیاب به نشي او وځ د جنرل منیر په مشرۍ کې متحد دی.
د دې نه وړاندې پخواني وزیراعظم عمران خان د وایس اف امریکې سره خبرو کې وویل چې "یوه ذاتي" جګړه جوړه کړی شوې ده چې دلاسه يې د خان په قول د "ملک بېړا غرق کېږي."
عمران خان وویل ورته دې وویل شي چې هغه د چا په حکم رېنجرز اوچت کړی شوی و؟
پخواني وزیراعظم وپوښتل ایا دا د "ده د امر نه بغیر کېدلی شي؟"
وزیراعظم شهبازشریف د عمران خان د بیان غندنه کړې او د وزیراعظم هاوس نه شایع شوی بیان وايي چې د عمران خان بیان د پوځ په اړه د هغه د کم ذهینیت ثبوت دی.د بیان ترمخه، شهبازشریف وویل عمران خان د جنرل منیر نه تکلیف لري ځکه چې کله هغه د ايي اېس ايي مشر و نو د "عمران نیازي،" د هغه د ښځې، فرح ګوګي او د پي ټي ايي د قیادت کرپشن يې څرګند کړی و.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای اردو څانګې نه اخیستل شوي دي