لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د امریکې او د هندوستان مشترکه بیان "ګمراه کونکی" بللی


د امریکې صدر جوبایډن د امریکې په سفر د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي سره د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې ولیدل. د ملاقات په اړه وایټ هاوس مشترکه بیان جاري کړو چې په کې په پاکستان ټینکار شوی و  باید دا ډاډ ترلاسه کړي چې خاوره یې د افراطي بریدونو لپاره ونه کارول شي
د امریکې صدر جوبایډن د امریکې په سفر د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي سره د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې ولیدل. د ملاقات په اړه وایټ هاوس مشترکه بیان جاري کړو چې په کې په پاکستان ټینکار شوی و  باید دا ډاډ ترلاسه کړي چې خاوره یې د افراطي بریدونو لپاره ونه کارول شي

پاکستان د امریکې صدر جوبایډن او د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي د ملاقات په اړه په مشترکه بیان کې چې په کې په پاکستان غږ شوی چې ترهګرۍ د مخنیوي دپاره دې ګامونه واخلي،‌ "غیر ضروري، یو اړخیز او ګمراه کونکی" بللی.

د پاکستان خارجه وزارتخارجه وزارت د جمعې په ورځ په خپل وېب سایټ شایع شوي بیان کې دا هم وویل چې د امریکې او هندوستان دغه مشترکه بیان د سفارتي ادابو خلاف ورزي ده او سیاسي مقاصد لري.

د پاکستان د خارجه وزارت بیان وویل "مونږ په دې خبره حېران یوو" ترهګرۍ په مخنیوي کې امریکې سره د پاکستان د همکارۍ باوجود هم د پاکستان ذکر شوی دی.

د پاکستان په بیان کې وېل شوي چې هندوستان د کشمیر ولس او اقلیتونه زوروي خو د ترهګرۍ په شا د دغو ګامونو نه توجه لرې کوي.

د امریکې صدر جوبایډن د امریکې په سفر د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي سره د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې ولیدل.

د ملاقات په اړه وایټ هاوس مشترکه بیان جاري کړو چې په کې په پاکستان ټینکار شوی و باید دا ډاډ ترلاسه کړي چې خاوره یې د افراطي بریدونو لپاره ونه کارول شي.

په اعلامیه کې ویل شوي" هغوي دپولې پورې غاړې نه دکیدونکې ترهګرۍ اؤ دترهګرۍ دپراکسیو داستعم په کلکه غندنه وکړه اؤ دپاکستان نه یې دسمدستي کارروایۍ غوښتنه وکړه ترڅو دا خبره باوري کړي چې دکنټرول لاندې یوه سیمه یې هم دترهګریزو بریدونو لپاره ونه کارول شي"

هند دکلونو راهسې په پاکستان د هغو اسلام پاله وسله والو ډلو د مرستې تورونه لګوي چې د1980م دلسیزې د وروستیو نه دهند د واک لاندې کشمیر کې دهندي ځواکونو پرضد په جګړه بوخت دي.

پاکستان دهند دا تورونه ردوي اؤ وایي هغه یوازې د خپلواکۍ دحق غوښتونکو کشمیریانو سفارتي اؤ اخلاقي مرسته کوي.

دهند لخوا په کال 2019 کې دخپلې برخې دکشمیر دځانګړي حیثیت ختمولو اقدام دپاکستان اؤ هند اړیکې نورې هم ترینګلې کړې دي.

دسپینې ماڼۍ له لوري جاري کړل شوې ګډه اعلامیه کې ویل شوي "صدربایډن اؤ وزیراعظم نریندر مودي د القاعده،داعش،لشکر طیبه،جیش محمد،حزب الاسلام اؤ حزب مجاهدین په ګډون دهغو ټولو ترهګرو ډلو پرضد دکوټلو ګامونو اخستو غوښتنه تکرار کړه چې دملګرو ملتونو په نوملړ کې شاملې دي."

داسلام پاله تندروه ډلې لشکر طیبه باني حافظ سعید په کال 2008م کې دهند په ممبۍ ښار کې دشوؤ ترهګریزو بریدونو ذمه وار ګڼل کیږي چې پکې تر 160 زیات کسان وژل شوي وؤ.

ګډه اعلامیه کې ویل شوي هغوي(صدر بایډن اؤ مودي) د 26/11 دممبۍ اؤ پټهان کوټ دبریدونو دمجرمانو دانصاف محکمې ته د راکش کولو غوښتنه وکړه .

کال 2016م کې دهند په پټهان کوټ هوایي ډګر شوي برید کې دهند اووه امنیتي عسکر وژل شوي وؤ

د امریکې او هند د مشترکه اعلامیې په جواب کې د پاکستان خارجه وزارت د جمعې په ورځ په خپل بیان کې وویل د ترهګرۍ خلاف جنګ کې پاکستان بې مثاله قربانۍ ورکړي دي، ژوندونه یې تللي دي او قانون نافذ کونکو ادارو مثالونه قایم کړي دي. "د پاکستان ولس حقیقي اتلان دي."

د پاکستان بیان وويل نړیوالې ټولنې ترهګرۍ خلاف د پاکستان د همکارۍ ستاینه کړې ده خو د امریکې او د هندوستان مشترکه بیان "ښښي چې د همکارۍ جذبه چې ترهګرۍ ته ماتی دپاره انتهايي ضرروري وي، د جیو پوليټېکل ضرورتونو په قربان ګار قرباني کړی شوه."

د پاکستان خارجه وزارت وویل پاکستان هندوستان ته د مجوزه پوځي ټېکنالوجۍ په انتقال هم تشویش لري او دا ډول ګامونه به "پوځي عدم توازن" نور زیات کړي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG