لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دګمنامۍ په تیارو کې ورک پښتون سندرغاړی معین علي مړ هم په ګمنامۍ کې شو


دپښتو نامتو ولسي سندرغاړی معین علي چې په 21م اکتوبر د80ؤ کالو په عمر دپاکستان دپنجاب ایالت په پېنډۍ سیمه کې د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی اؤ هم دغلته خاورو ته سپارل شوی، په مړینه یې زیاتره پښتانه نه دي خبر شوي
دپښتو نامتو ولسي سندرغاړی معین علي چې په 21م اکتوبر د80ؤ کالو په عمر دپاکستان دپنجاب ایالت په پېنډۍ سیمه کې د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی اؤ هم دغلته خاورو ته سپارل شوی، په مړینه یې زیاتره پښتانه نه دي خبر شوي

پښتانه لیکوالان اؤ هنرمندان دپښتو دمهشور ولسي سندرغاړي معین علي مړینه دپښتون کلتور په ځانګړي ډول د سندریزې نړۍ لپاره یو ستر زیان بولي اؤ وایي په دومره ګمنامۍ کې د یو وتلي پښتون هنرمند مړینه چې خپل قام هم ترې خبر نه شو دیوې المیې نه کمه خبره نه ده.

دپښتو نامتو ولسي سندرغاړی معین علي چې په 21م اکتوبر د80ؤ کالو په عمر دپاکستان دپنجاب ایالت په پېنډۍ سیمه کې د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی اؤ هم دغلته خاورو ته سپارل شوی، په مړینه یې زیاتره پښتانه نه دي خبر شوي.

ځوان سندرغاړی اؤ کمپئیر بختیار خټک وي او ای ډیوه ته وایي په ګمنامۍ کې دمعین علي مړینې زیات غمژن کړی اؤ په دې خبره ډیر زیات درد ور رسیدلی چې ددومره لویې هنرمند په مړینه په پاکستان کې نه یوازې میډيا غلې پاتې شوې ده بلکې خپل ولس یې هم په مړینه نه دی خبر شوی اؤ په ټولنیزو رسنیو هم چا دهغه په مړینه ډيرڅه نه دي ویلي .

د ریډیو پاکستان پېښورڅانګې پخوانی مشر اؤ تکړه شاعر لایق زاده لایق وي او اوی ډیوه ته ویلي دمعین مړینه یوه ستره غمیزه ده ځکه چې هغه پښتنو لپاره ډير زیات هنري خدمتونه کړي دي.

دلایق زاده لایق په وینا د سندرغاړي معین علي وړومبی اؤ وروستی ژوند دهغه ترڅنګ تیر شوی دی اؤ دکور اؤ دټول ټبر نه یې واقفیت لري.

دلایق زاده په وینا د معین علي تعلق دخیبر پښتونخوا دکوهاټ سیمې سره ؤ اؤ دهغه بل کشر ورور بهار علي هم یو تکړه سندرغاړی دی.

هغه وایي معین علي دخپل ژوند زیاته برخه دهیواد نه بهر په مسافرۍ کې په متحده عرب اماراتو کې تېره کړې وه اؤ په هرحالت کې یې دخپلې ژبې اؤ هنر سره مینه پاللې وه.

لایق زاده لایق وایي کله چې معین علي دپېښور ريډیو نه دا سندره وویله "پوئ به شي لا پوئ نه ده نادانه ده/ هسې لیونۍ ده په ما ګرانه ده" نو په ټولو پښتنو کې یې شهرت وموندلو خو وایي د زوال ورځې یې وروسته له هغې پیل شوې چې دشهرت په دغه زمانه کې دخپل هیواد نه مسافر شو اؤ دوبۍ کې یې د ژوند یوه اوږده موده تېره کړه.

سندرغاړی بختیار خټک بیا دهغه دګمنامۍ په مړینه حیران دی اؤ اؤ وایي هغه چې خبر شو چې معین علي وفات شوی دی نو باور یې نه کیدلو.

بختیار خټک وایي دوه اوونۍ وړاندې یې وغوښتل چې دمعین علي دخدماتو داعتراف په توګه په هغه یوه د ټي وي خپرونه راجوړه کړي خو کله چې یې دهغه موبایل ته زنګ ووهلو نو هیڅ جواب یې ترلاسه نه کړو.

"داسې دوه درې ورځې پس راپسې هم دمعین علي کاکاجي دهغه نمبر نه زنګ راغلی ، راته یې وویل تاسو دې نمبر ته کال کړی ؤ ، زه دمعین علي ځوئ یم خو دهغه دا قابو یوه نیمه میاشت کیږي چې وفات شوی دی، اؤ په دې اوریدلو زه بیخي بې کوره شوم ځکه چې ما د دومره لویې هنرمند د مړینې خبر نه په ټي وي اوریدلی، نه مې په اخبار یا سوشل میډیا له نظره تېر شوی ؤ"

بختیار خټک وایي" دلته له بده مرغه داسې یوه اداره نه شته چې دخپلو هنرمندانو ډیټا ورسره وي چې زمونږ هنرمندان خاصکر مشران هنرمندان څومره دي اؤ په کوم ځائ یا په کوم حالات کې ژوند کوي همدغه وجه ده چې د دومره لویې هنرمند له مړینې نه یوه نیمه میاشت وروسته مونږ خبریږو اؤ دې ډیر زیات ځورولي یو"

په پېښور کې دموسیقار هنري ټولنې مشر ډاکټر راشد خان یوسفزئ بیا وایي هغوئ په پېښور کې دمعین علي د وفات نه سمدستي وروسته دهغه فاتحه هم اخستې وه اؤ میډیا ته په هم هغه وخت د معین علي دمړینې اؤ جنازې اطلاع هم ورکړې وه خو وایي له بده مرغه دملک میډیا خو څه چې دپېښور ځایي میډیا هم دهغه دمړینې خبر خپور نه کړو.

ډیوه سره خبرو کې ښاغلي راشد خان وویل معین علي دموسیقۍ یو داسې استاذ ؤ چې دکوهاټ په هکله به د موسیقۍ ذکر کیدو نو وړومبی نوم به دمعین علي استاد مخې ته راتلو .

هغه وایي معین علي اؤ دهغه ورور بهار علي دپښتو ګڼ شمیر مشهورې سندرې د ریډیو پاکستان اؤ پي‌ ټي وي نه ریکارډ کړي دي چې تر ننه یې پښتانه اوري اؤ خوند ترې اخلي اؤ دا دواړه وروڼه دخپل وخت ډیر ښه فنکاران پاتې شوي وؤ خو افسوس چې لکه دنورو پښتنو فنکارانو د دوئ‌ هم په ژوند هیڅ درناوی ونه شو.

دهنرمند بختیا خټک په وینا دمعین علي د سندرو سره د وړوکوالي نه اشنا ؤ خو وایي کله چې یې څو کاله وړاندې دمعین علي سره دیو ټي وي چینل لپاره دهغه سره په وړومبي ځل مرکه کوله نو په دغه مرکه کې ورته څرګنده شوه چې معین علي هم لکه دنورو ډیرو پښتنو فنکارانو ډیر اسوده ژوند نه کولو .

"د ریډیو په حواله هم هغه ګیله کوله چې دخلکو مینه راسره ډیره زیاته وه خو دلته په ریډیو کې چې زما کوم حق جوړیدو دهغه معیار مطابق به راته پروګرام نه راکول کیدو اؤ هم دا ګیله یې له ټيلي‌ ويژن هم کوله"

دپښتو تکړه شاعر اؤ صحافي ګل محمد بیتاب چې دمعین علي سره نزدې پاتې شوی، ډیوه ته وایي دې کې شک نشته چې معین علي یو لویې سندرغاړی ؤ اؤ د ریډیو نه دهغه په غږ ویل شوؤ ځېنو کلامونو اوس یوه کلاسیکي بڼه موندلې ده.

هغه وایي دمعین علي کمال داؤ چې هسې خو هغه یو فولک سندرغاړی ؤ خو غزل یې هم بیا ډیر ښه ویلی دی حالانکې زیاتره فولکلوري سندرغاړي په غزل ویلو کې زیات مهارت نه لري.

ګل محمد بیتاب وایي معین علي چې کله هیواد نه دوبۍ ته مسافر شو اؤ دغلته یې څه دپاسه دیرش کاله ژوند وکړو نو تر هغې وروسته په پینډۍ سیمه کې میشت ؤ اؤ دغلته یې دګمنامۍ ژوند کولو اؤ د مړینې نه یې هم زیات خلک خبر نه شول.

معین علي نزدې اتیا کاله عمر درلودو اؤ د تېرې څه مودې راهسې په بیلابیلو ناروغیو اخته ؤ.

دهغه نه په پسمانده ګانو څلور زامن،درې لوڼه اؤ یوه کونډه پاتې شوې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG