لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیس وايي په خېبر ضلع کې د ځانمرګي برید کوونکي د سهولت کار يې نیولي


سي ټي ډي په خبر پاڼه کې دعوه کړې، خودکش 22 يا 23 کلن انصار نومېده تعلق یې د افغانستان سره وو، او ځايي سهولت کار یې، چې دا وخت په افغانستان کې دي د هغو په مرسته په غېر قانونه لاره پاکستان ته راغلی وو
سي ټي ډي په خبر پاڼه کې دعوه کړې، خودکش 22 يا 23 کلن انصار نومېده تعلق یې د افغانستان سره وو، او ځايي سهولت کار یې، چې دا وخت په افغانستان کې دي د هغو په مرسته په غېر قانونه لاره پاکستان ته راغلی وو

د خېبرپښتونخوا سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې د افغانستان سره په پوله پرتې خېبر ضلعه کې په 25 جولايۍ شوي ځانمرګي برید کوونکي سهولت کاریې نيولي او د ځانمرګي برید کوونکي تعلق د افغانستان سره وو.

د سي ټي ډي پوليس اډيشنل ايي جي سهېل خالد پرون په يوه خبري غونډه کې دعوه کړې، د خېبر د علي مسجد په پېښه کې ډیر پرمختګ شوی او په دغه پېښه کې ککړ ټول ګروپ او سهولت کار نيول شوي دي.

هغه وویل، د ځانمرګي بريد کوونکي پېژندګلو شوې تعلق یې د افغانستان سره وو.

سي ټي ډي په خبر پاڼه کې دعوه کړې، خودکش 22 يا 23 کلن انصار نومېده تعلق یې د افغانستان سره وو، او ځايي سهولت کار یې، چې دا وخت په افغانستان کې دي د هغو په مرسته په غېر قانونه لاره پاکستان ته راغلی وو.

په 25مه جولايۍ خېبر کې يو ځانمرګی چاودنه کړې هغه خت پوليسو ويلي وو د جمرود په سړه چینه کلي کې د جوړېدونکي جومات په ودانۍ کې ځانمرګی حمله کوونکی پټ شوی، کله چې پولیس د مشکوک وسله والو نیولو دپاره د عملیاتو په مهال جومات ته ورغلل نو هغه چاودېدونکي مواد خلاص کړل.

په چاودنه کې اېډېشنل اېس اېچ او ووژل شوی وو، د وژل شوي پولیس افسر شناخت د عدنان اپریدي په نوم شوې وه.

تحریک طالبان پاکستان مطبوعاتو سره په شريک کړي بيان کې د ياد ځانمرګي برید څخه د لا تعلقۍ ويلي وو.

خو سي ټي ډي په خبر پاڼه کې ويلي، ټي ټي پي د دغه بريد څخه د لاتعلقۍ اعلان کړی خو دغه اعلان یې دروغ ثابت شوی او په برید کې د ټي ټي پي د شورا پورې د ککړتيا ناقابل ترديد تکنيکي شواهد ترلاسه شوي دي.

سي ټي ډي ويلي د يادې حملې په تړاو پاکستان کې سهولت کار او ټي ټي پي غړي معلوم کړی شوي او اته ملزمان نيول شوي دي.

په خبرپاڼه کې د نيول شوو کسانو تفصيل ويل شوی د هغو نه د وسلې، افغان تذکرو، بمونونو جوړولو سامان، افغان سيم، مېموري کارډ او جهادي پمفلټ او نورو سامانونو په ولقه کې اخستو دعوه هم شوې ده.

د سي ټي ډي مشر په خبري غونډه کې ويلي، د داعش او ټي ټي پي باجوړ يو شريک نېټ ورک دی په شريکه کار کوي وړاندی دوی ټول په ټي ټي پي باجوړ کې وو او وروسته داعش ته تللي وو او د باجوړ ځانمرګی بريد دوی په شريکه کړی وو.

په 30مه جولايۍ د افغانستان سره په پوله باجوړ کې د يوې سياسي غونډې په مهال ځانمرګی بريد شوی د 63 پورې کسان پکې وژل شوي وو. داعش د دغه بريد زمه واري منلې وه.

اسلام اباد کې د پاکستان انسټيتیوټ فار کنفلکټ اېنډ سیکيورټي سټدیز نومې غېر دولتي ادارې د رپورټ ترمخه په پاکستان کې ترهګري په سېوا کیدو ده او د تېر کال په مقابله کې د روان کال په لومړو اووه مياشتو کې 18 ځانمرګي بريدونه شوي، زياتره یې خېبرپښتونخوا کې شوي وو.

د ادارې د رپورټ ترمخه د ترهګرۍ دغو پېښو کې د 200 نه زیات کسان وژل شوي او 450 نه زیات ژوبل شوي دي. ويل شوي په 18 ځانمرګو بريدونو کې نیم په قبایلي ضلعو، څلور د خېبرپښتونخوا په نورو سيمو، څلور په بلوچستان او يو په سيند صوبه کې شوی دی.

د رپورټ ترمخه تېر کال په ګرد هېواد کې د ځانمرګو بریدونو شمېره 15 وه.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG