لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر پوټن د یوکرین د څلورو علاقو په روس د ضم کېدو اعلان وکړو

صدر پوټن په کرېملن کې یوې دستورې ته وویل په لوهانسک، دونېڅک، کېرسن او ژاپوریژا کې اوسېدونکي خلک د تل دپاره "زمونږ هم وطن جوړېږي."
صدر پوټن په کرېملن کې یوې دستورې ته وویل په لوهانسک، دونېڅک، کېرسن او ژاپوریژا کې اوسېدونکي خلک د تل دپاره "زمونږ هم وطن جوړېږي."

صدر ولادېمير پوټن د جمعې په ورځ د یوکرین د څلورو سیمو په روس کې ضم کېدو اعلامیه جاري کړه. دا په داسې حال کې رپورټونه وايي روسي ځواکونو ته یوکرین په جنګ کې تر ټولو سخت ماتې سره مخامخ شوي دي.

صدر پوټن په کرېملن کې یوې دستورې ته وویل په لوهانسک، دونېڅک، کېرسن او ژاپوریژا کې اوسېدونکي خلک د تل دپاره "زمونږ هم وطن جوړېږي."

د صدر پوټن د اعلان په ځواب کې د اوکراین صدر ولادومېرزېلېنسکي وویل د مغربي ملکونو پوځي اتحاد نېټو کې د شاملېدو دپاره خواست وړاندې کولو کې به د چټکتیا نه کار اخلي.

وایټ هاوس د روس د اقدام غندنه وکړه.

د امریکې صدر جوبایډن په یو بیان کې وویل "روس د عالمي قانون خلاف ورزي کوي. د متحده قومونو منشور د پښو لاندې کوي او هر ځای کې پرامنه ملکونو ته سپکاوی څرګندوي."

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن په خپل بیان کې وویل د روس حکومتي چارواکو، د دوی د کورنیو، د روس پوځي چارواکو، د روس دفاعي ادارو او پوځي اډاڼو په ضد به اضافي بندیزونه لګوي.

بلخوا روسي پوځ د ژاپوريژيا ښار سره نزدې په يوه ولسي قافله بمباري کړي چې پکې ۲۳ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ژوبل شوي دي.

روسي چارواکي د صدر پوټن ګام تاريخي فېصله بلي چې په نتيجه کې به يې د يوکرېن روس مېشته سيمې بېرته د روس سره يوځای شي خو نړۍ او د يوکرېن صدر په دغو سيمو کې دروس لخوا ترسره شوی رېفرنډم يوه ټګي بلي چې په نتيجه کې يې د يوکرېن 15 فیصد برخه د روس سره ورګډېږي.

د متحده قومونو جنرل سېکټري اېنټونيو ګوټرېس د روس لخوا دغه سيمې د ځان سره يوځای کول غېر قانوني ګام بللی او غندنه يې کړې ده.

نوموړي د زيارت په ورځ خبريالانو ته ووېل،"په دې لړ کې د متحده قومونو قانون ډېر واضحه دی چې د يو ملک يا يوې برخې په زور يا دباو د ځان سره شاملول د ملګرو ملتونو د چارټر او نړيوال قانون سرغړونه ده"

په عينې حال کې فنلېنډ هم د روس سره خپله پوله تړلې ده چرته چې د روس نه په ګڼ شمېر کې خلک د روسي پوځ په يوکرېن د پوځي يرغل جاري ساتلو د پاره د متحرک کېدلو وروسته فنلېنډ ته تښتي، روس پخپله پوله داسې مرکزونه هم قايم کړي چې د روس نه د وتونکو خلکو څارنهوکړي.

په دې تصویر کې د متحده قومونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس او د اوکراین صدر ولادمېر زېلېنسکي لیدل کېږي
په دې تصویر کې د متحده قومونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس او د اوکراین صدر ولادمېر زېلېنسکي لیدل کېږي

د يورپي کمېشن صدر اورسولا ون ډر لېين ويلي “يورپي اتحاد پلان لري چې د روس جوړ شیانو په اخستلو په غټه کچه بندېزونه ولګوي او خپل صادرات هم ورته بند کړي چې د کرېملن پوځي کمپلېکس د مهمه ټېکنالوجي نه بې برخې کړي”.

وان ډر لېين په برسلز کې خبريالانو ته د بندېزونو په اړه وويل “دا به روسي مالونه د يورپي مارکيټونو نه لرې وساتي چې روس به د اوه بيلين يوروز د اضافي امدن نه محرومه کړي”.

بلخوا د نيټو اتحاد ويلي چې تر لاسه شوي معلومات ښيي د روس نه يورپ ته د سمندر دننه د غځول شوي ګېس پايپ لاين ځای په ځای د ماتېدو علت غير ذمه داره کار او په اراده ورانکاري ده.

بيان کې ويلي شوي دا پايپ ماتول د انديښنې وړ خبره ده او يورپي اتحاد يې پلټنې کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، روېټرز او ای اېف پي خبري ادارو ترڅنګ د وي او ای خبریالانو مارګرېټ بشیر او کېترین ګېبسن د رپورټونو نه هم اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG