روس د جمعې په ورځ تصدیق وکړو چې پاکستان ته يې د تېلوبرامدات شروع کړي خو ویې وېل پاکستان ته تېل په رعایتي نرخ نه دي ورکړی شوي.
روس دا وضاحت هم وکړو چې پاکستان به د تېلو قیمت د چین په یوان نومې کرنسۍ کې کوي.
د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف د اتوار، یکشنبې، په ورځ اعلان وکړو چې د روس د رعایتي تېلو لومړبۍ برخه د کراچۍ بندر ته رارسېدلې ده.
شریف وویل د روس نه د تېلو درامدات د ماسکو او اسلام اباد په تعلقاتو کې نوي شروعات دي.
د پاکستان د پېټرولیم وزیر وروسته وویل چې پاکستان روس ته د تېلو ادایګي د چین په یوان نومې کرنسۍ کې کړې ده.
د روس د توانای وزیر نیکولای شولګینوف وویل پاکستان ته تېل په کم قیمت نه دي ورکړی شوي.
شولګینوف وویل پاکستان ته د تېلو رسد شروع شوی خو پاکستان ته څه خصوصي ریاعت نه دی ورکړی او پاکستان د نورو خریدارانو په شان په یو قیمت تېل ورکول کېږي.
شولګینوف پاکستان ته د تېلو د برامداتو په اړه دغه خبره د روس په سېنټ پیټرز برګ ښار کې د اقتصاد په موضوع د یوې نړیوالې کانفرنس په موقع وکړه.
د وي او ای رپورټ وايي د شولګینوف خبرو د پاکستاني چارواکو دا وېنا د پوښتنو دلاندې راوستي چې سږ کال د دواړو ملکونو ترمنځ شوي معاهدې دلاندې به روس پاکستان ته په رعایتي قیمت تېل ورکوي.
شولګینوف د پاکستاني چاروکو د دې خبرې تصدیق وکړو چې اسلام اباد د روس د تېلو قیمت په یوان یا چینايي کرنسۍ ادا کړی او ویې وېل دواړه ملکونه متفق شوي وو چې پاکستان به روس ته د تېلو پېسې د ملګرو ملکو په کرنسۍ کې ورکوي.
روسي وزیر پاکستان سره د بارټر ټرېډ یا د مال په بدل کې د مال د تجارت تصدیق هم وکړو خو ویې وېل په اړه له څه فېصله نه ده شوې.
شولګینوف وویل پاکستان او روس د اېل اېن جی یا د قدرتي مایع ګېس په تجارت هم خبرې کړي خو په دې لړ کې اوږد مهاله معاهده نه ده شوې.
د پاکستان د تېلو وزیر مصدق ملک د دې هفتې په شروع کې وویل چې پاکستان روس نه ۱۰۰۰۰۰ مېټرک خام تېل اخیستي او د دې لومړۍ برخه ۴۵۰۰۰ مېټرک ټن پاکستان ته رسېدلي دي.
ملک خبریالانو ته د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل پاکستان روس ته د تېلو ادایګي يه یوان کې کړې ده. خو هغه د دې خبرې تصدیق و نه کړو چې ایا پاکستان ته څه رعایت ورکړی شوی او که نا؟ هغه دا هم و نه وېل چې روس پاکستان ته په څه قیمت تېل ورکړي دي؟
په داسې حال کې چې پاکستان د ذرمبادلې د سخت کمي سره مخامخ دی، د وي او ای رپورټ وايي په یوان کې د برامداتو ادایګي په یو داسې بازار کې اهم پرمختګ دی چې امریکايي ډالر پې غلبه لري.
یادونه: د دې خبر معلومات اسلام اباد نه د وي او ای د انګریزۍ څانګې خبریال ایاز ګل د رپورټ نه اخیستل شوي دي