لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: د امنيتي ځواکونو په کاروان ځانمرګي بريد کې درې عسکر او يو ملکي تن وژل شوی


د امنیتي چارواکو سرچينې ويلي، دا د امنیتي عسکرو د معمول کاروان د ميرانشا نه بنو ته روان و او د پتسي اډې سره چې کاروان تېرېدو نو ورسره په رکشه کې چاودنه وشوه
د امنیتي چارواکو سرچينې ويلي، دا د امنیتي عسکرو د معمول کاروان د ميرانشا نه بنو ته روان و او د پتسي اډې سره چې کاروان تېرېدو نو ورسره په رکشه کې چاودنه وشوه

د خېبرپښتونخوا په شمالي وزيرستان ضلع کې د امنیتي ځواکونو په کاروان ځانمرګي برید کې د درېو عسکرو په ګډون څلور تنه وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

دا پېښه د ګل/ دوشنبې په ورځ [8 اګست] د شمالي وزيرستان د ميرعلي په پتسي اډې سيمه کې شوې ده.
امنيتي چارواکو او پوليسو دغه پېښه تاييد کړې ده. د شمالي وزيرستان د پوليس دفتر ويلي، د ابتدايي معلوماتو ترمخه دا ځانمرګی بريد وو.

د امنیتي چارواکو سرچينې ويلي، دا د امنیتي عسکرو د معمول کاروان د ميرانشا نه بنو ته روان و او د پتسي اډې سره چې کاروان تېرېدو نو ورسره په رکشه کې چاودنه وشوه.

د سرچينې په وېنا دا نه ده معلومه چې په رکشه کې چاودېدونکي مواد اېښودل شوي وو که دا ځانمرګی بريد دی.

ويل شوي په پېښه کې مړي او ژوبل په ميرعلي کې د اېف سي روغتون ته وړل شوي دي.

په سمدستي توګه د دې پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

د روغتون سرچینو وي او اې ډیوه ته تاييد کړې چې روغتون ته څلور مړي او څلور ژوبل راوړل شوي دي.
ويل شوي په مړو کې يو پوځي او دوه د ملېشې عسکر او يو عام تن شامل دی.

د میرعلي پولیسو په وېنا د پېښې سمدست وروسته موقعې ته په ګڼ شمېر کې پوليس لېږل شوي، علاقه په ګېره کې اخستل شوې او د لټون عملیات پېل کړی شوي دي.

په څلورمه جولايۍپه شمالي وزيرستان کې د پوځ په ګاډي ځانمرګی بريد شوی چې د لومړو معلوماتو ترمخه پکې 15 پوځيان ژوبل شوي وو او هم په دغه ورځ په ټانک کې په پوليسو وسله وال بريد کې دوه پوليس وژل شوي وو.

د دغه بريد زمه واري چا نه وه منلې.

په شمالي وزیرستان کې دا تازه او وخت په وخت بريدونه په داسې حال کې کيږي چې د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ ډز بندي روانه ده.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

د اېچ آر سي پي رپورټ او په پاکستان کې د انساني حقونو وضعیت
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG