لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصاد پوهان: د پاکستان ونډو بازار ختلی، خو باثباته اقتصاد د ملکي سیاست او آی اېم اېف سره تړلی دی


د پاکستان د ونډو بازار [سټاک اېکسچېنج] د وېب پاڼې ترمخه د لوی اختر د رخصتيانو وروسته نن کاروباري اوونۍ پېل شوه، د سر د 100 کمپنيانو پواينټونه 41452 وو خو وروسته پکې د 2465 پواينټونو پورې اضافه شوې او ماسپښين خواوشا دوه بجې دغه اضافه 2344 پواينټونه وه
د پاکستان د ونډو بازار [سټاک اېکسچېنج] د وېب پاڼې ترمخه د لوی اختر د رخصتيانو وروسته نن کاروباري اوونۍ پېل شوه، د سر د 100 کمپنيانو پواينټونه 41452 وو خو وروسته پکې د 2465 پواينټونو پورې اضافه شوې او ماسپښين خواوشا دوه بجې دغه اضافه 2344 پواينټونه وه

پاکستان کې اقتصاد پوهان وايي، د پاکستان د ونډو بازار نن د کاروباري اوونۍ په لومړۍ ورځ د 2000 پواينټونو زیات بره تللی او علت یې د نړیوالې مالياتي ادارې [آی اېم اېف] پاکستان سره د درېو اربو ډالرو تړون دی خو د پاکستان باثباته اقتصاد د ملکي سياسي ماحول د آی اېم اېف د پروګرام سره تړلی دی.

د پاکستان د ونډو بازار [سټاک اېکسچېنج] د وېب پاڼې ترمخه د لوی اختر د رخصتيانو وروسته نن کاروباري اوونۍ پېل شوه، د سر د 100 کمپنيانو پواينټونه 41452 وو خو وروسته پکې د 2465 پواينټونو پورې اضافه شوې او ماسپښين خواوشا دوه بجې دغه اضافه 2344 پواينټونه وه.

پاکستان کې د پېسو بدلوونکو د اتحادیې جنرل سيکرټري ظفر پراچه وايي، نن بېنکونه بند دي خو د آی اېم اېف سره د تړون وروسته سبا ښايي چې ډالر څلور يا پينځه روپۍ ارزان شي.

د پاکستان د سرکاري بېنک [سټېټ بېنک] ترمخه، په 27 جون انټربېنک کې يو امريکايي ډالر په 285.99 روپۍ وو.

ظفر پراچه وايي، داسې نه ښکاري چې د اوږدې مودې دپاره روپۍ په ځای وساتل شي يا ډالر د 25 روپو پورې ارزان شي، ځکه چې د ملک مجموعي اقتصادي حالات ډېر ښه نه دي که څه هم د آی اېم اېف نه به پېسې مېلاو شي ځکه په ملک کې ډالر نه نشته او روپۍ به د فشار سره مخ وي.

اقتصاد پوهه جرنلسټ مهتاب حېدر وايي، آی اېم اېف سره سټاف لېول تړون شوی خو اوس به پاکستان له د آی اېم اېف پروګرام سر ته رسول او سياسي ماحول سمول وي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د آی اېم اېف د درې اربه ډالرو شوی تړون په درېو حکومتونو کې راځي لکه روان د پي ډي اېم حکومت چې موده یې په اګست کې ختميږي، بيا پسې د نګران حکومت موده ده او بيا پسې د نوي حکومت راتلل دي.

هغه وویل، پاکستان کې به سیاسي حکومت په اييني او سمه طریقه بدل شي؟ دا مهمه پوښتنه ده، او بيا پسې د آی اېم اېف د پروګرام دپاره سختې فېصلې کول دي، د هغې وروسته به پروګرام پوره کيږي. نو دا به کتل وي، د هغې وروسته بیا د پاکستان اقتصاد باثباته کېدل امکان لري.

اقتصاد پوهه خرم شهزاد وايي، د آی اېم اېف د پروګرام سره د پانګه والو اعتماد په ښه کېدو ښکاري ځکه د ونډو بازار په بره لاړو، وړاندې حالات ګډوډ وو او هیڅ درک نه کېدو.

وي او اې ډیوه سره خبرو کې هغه وويل، که د آی اېم اېف سره تړون نه وی شوی د ملک ديواليه کېدو خطره وه پانګه وال په ويره کې وو، اوس د شپږو نه د نهه مياشتو دپاره موقع ترلاسه شوې، بهرنۍ پانګونو ته اړتیا ده.

او بل اقتصاد پوهه جرنلسټ وکیل الرحمان وايي، د آی اېم اېف د پاکستان سره تړون يو مثبت پرمختګ دی، نن چې څنګه د ونډو بازار په بره لاړو او د ډالر په مقابله کې روپۍ ښه کېدو پله ځي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، اوس به دا کتل وي چې د ونډو بازار په ځای وساتل شي او روپۍ بې قدره نه شي. هغه زیاته کړه په راروانو میاشتو کې ښکاري چې د پاکستان اقتصادي مسلې به ډېرې نه وي خو ګراني به په خپل ځای وي.

د نوموړي په خبره د ملک د اقتصاد راتلونکی به په راتلونکي حکومت وي چې څنګه پاليسيانو جوړوي.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي وو، د نړیوالې مالیاتي ادارې [آی اېم اېف] سره د سټاف لېول تړون شوی، په 12 جولايۍ به د بورډ غونډه کيږي او د هغې وروسته به پاکستان ته پېسې راتلل پېل شي.

د جمعې په ورځ د خزانې وزیر اسحاق ډار او نورو وزیرانو سره ګډ خبري کانفرنس ته نوموړي ويلي وو، "اوسنی پروګرام د درې اربه ډالرو د نهه مياشتو مودې دی او سټېنډ بای اېګريمنټ شوی دی".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG