لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ:د وسله والو په ډزو کې دوه وروڼه وژل شوي،یو تن ژوبل


سرچینې وایي مولانا نور محمد په عنایت کلي بازار کې د کارپټ دوکان لرلو اؤ هغه که هرڅو په نظریاتي توګه دجمعیت علماء اسلام ګوند پلوي وؤ خو په سیاست کې یې کوم فعال رول نه درلودو
سرچینې وایي مولانا نور محمد په عنایت کلي بازار کې د کارپټ دوکان لرلو اؤ هغه که هرڅو په نظریاتي توګه دجمعیت علماء اسلام ګوند پلوي وؤ خو په سیاست کې یې کوم فعال رول نه درلودو

دافغانستان سره په پوله پرته دخېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه باجوړ کې دنامعلومو وسله والو په ډزو دمذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام یو غړی مولانا نور محمد اؤ دهغه ورور زبېر وژل شوي اؤ د قاري سراج په نوم یو بل تن سخت ژوبل شوی دی.

دسیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي،دا پېښه دجمعې په سهار دباجوړ دعنایت کلي بازار کې رامنځته شوې ده.

سرچینې وایي دغلته په موټر سایکل سورو نامعلومو وسله والو دمذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام دیو سیمه ییز فعال مولانا نور محمد په موټر ناتاره ډزې کړي چې مولانا نور محمد اؤ دهغه کشر ورور زبېر پکې وژل شوي اؤ دقاري سراج په نوم دریم تن پکې ژوبل شوي دي.

سرچینې وایي مولانا نور محمد په عنایت کلي بازار کې د کارپټ دوکان لرلو اؤ هغه که هرڅو په نظریاتي توګه دجمعیت علماء اسلام ګوند پلوي وؤ خو په سیاست کې یې کوم فعال رول نه درلودو.

له پېښې وروسته ملزمان له موقعې تښتیدلي اؤ پولیس وایي دهغوي دمعلومولو اؤ نیولو لپاره یې هڅې پیل کړې دي.

دپولیس سرچینې وایي دابتدایي پلټنو نه دا دهدفي‌ وژنې پېښه ښکاري خو وایي په بشپړه پلټنو کې به معلومه شي چې د وژنو تر شا دچا لاس دی اؤ ولې یې دا دواړه وروڼه وژلي دي؟

تر دې وړاندې هم په نزدې وختونو کې باجوړ کې په دې وروستیو کې ګڼ شمیر دترهګرۍ اؤ هدفي وژنو پېښې رامخته شوي چې هغې کې هم زیاتره د جمعیت عماء اسلام ګوند سره تړاؤ لرونکي سیمه ییز مشران اؤ فعالین وژل شوي دي.

په دغو پېښو کې د زیاترو ذمه واري داعش خراسان په غاړه اخستې ده خو په عنایت کلي بازار کې د رامنځته شوې دې تازه پېښې ذمه واري له هیچا نه ده قبوله کړې .

د روانې میاشتې په شپږمه نیټه د ملاکنډ ډويژن دترهګرۍ ضد دپولیسو یو لوړ پوړي مشر یا اېس پي امجد خان خبريالانو ته ويلي، سي ټي ډي ته مطلوب د داعش اهم کمانډر سبحان عرف عثمان په باجوړ کې په عملیاتو کې وژل شوی دی.

تر دغې پېښې وړاندې د مئ په 18مه دباجوړ په لوی سم علاقه کې دپوځ اؤ د ترهګرو ترمنځ نښته شوې وه چې پوځ پکې دخپل عسکر شفیق الرحمان د وژل کیدو پخلی کړی ؤ.

په دې وروستیو کې دباجوړ خلکو سیمه کې دترهګرۍ دپېښو پرضد احتجاجي مظاهرې او پرلتونه هم کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG