لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناتایده رپورټونه وايي د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله وژل شوی دی


د امریکې خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ د مارچ په میاشت کې د فضل الله په سر د پنځه مېلنه ډالرو انعام اعلان کړو. هم دغه میاشت پاکستاني سرچینو ویلي وو چې د امریکايي ډرون په حمله کې د فضل الله یو زوی وژل شوی دی
د امریکې خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ د مارچ په میاشت کې د فضل الله په سر د پنځه مېلنه ډالرو انعام اعلان کړو. هم دغه میاشت پاکستاني سرچینو ویلي وو چې د امریکايي ډرون په حمله کې د فضل الله یو زوی وژل شوی دی

د امریکايي ځواکونو ډرون یا بې پایلټه هوايي جهاز په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو په مشر ملا فضل الله حمله کړې ده. ناتایده رپورټونه وايي فضل الله وژل شوی دی.

یو امریکايي پوځي چارواکي د وايس اف امریکا خبریالې کارله بیب ته د نوم نه څرگندولو په شرط وویل چې په فضل الله حمله د شورو، چاشنبې، په ورځ ناوخته وشوه.

ددې نه وړاندې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یو ترجمان لېفټېننټ کرنل مارټن اوډانل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وي او ای ته وویل چې د جون د میاشت په ١٣ مه نېټه امریکايي ځواکونو د افغانستان په کونړ ولایت کې د پاکستان د پولې سره نژدې د ترهگرو خلاف عملیات ترسره کړل.

کرنل اوډانل وویل په کونړ کې د دغه عملیاتو هدف د یو ترهگر تنظیم مشر وو. هغه دا وه نه ویل چې د عملیاتو هدف ملا فضل الله و.

د امریکې د دفاع وزارت یا پېنټگان مامورینو دا هم دا په ډاگه نکړه ایا د کونړ عملیات کامیاب وو او که نه؟

امریکايي مامورین وايي په کال ٢٠١٣ م کې د پاکستاني طالبانو د مشر جوړېدو راهسې ملا فضل الله په امریکايي او پاکستان هدفونو گڼ شمیر حملې کړې دي.

فضل الله په کال ٢٠١۴ م کې د پېښور په ارمې پبلک سکول د حملې ذمه واري هم په غاړه اخیستې ده. په دغه حمله کې ١٣٠ د سکول ماشومان وژل شوي دي.

امریکايي مامورین وايي فضل الله د سوات په ملاله یوسفزۍ د حملې په سازش هم کې هم ککړ دی.

ملاله په دغه حمله کې ژوندې ووتله. ددې ورسته جینکو د تعلیم او د امن دپاره د ملاله یوسفزۍ په کوښښونو هغې ته د امن نوبل انعام هم وکړی شوی دی.

د امریکې خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ د مارچ په میاشت کې د فضل الله په سر د پنځه مېلنه ډالرو انعام اعلان کړو. هم دغه میاشت پاکستاني سرچینو ویلي وو چې د امریکايي ډرون په حمله کې د فضل الله یو زوی وژل شوی دی.

په کونړ کې د فضل الله خلاف د حملې خبر په داسې مهال رامنځته شوی دی چې افغان حکومت او طالبانو د اختر دپاره د ډز بندۍ اعلان کړی دی.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرل جان نکلسن ویلي امریکايي ځواکونه به په افغانستان کې د ډزبندۍ پابندي کوي خو د افغان طالبانو نه علاوه نورې ترهگرې ډلې په ډزبندۍ کې نه دې شاملې.

جنرل نکلسن وویل ډبندۍ کې د القاعده، داعش او د نورو سیمه ایزو او نړيوالو ډلې خلاف عملیات نه دي شامل او چې د حملې په صورت کې به امریکايي ځواکونه خپله دفاع کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG