د امریکې په کلوراډو ریاست کې ځايي او د وفاقي حکومت مامورینو د ۲۱ کلن احمد العلیوي العیسې نومې تن په اړه تحقیقات شروع کړي دي چې په یو سپر مارکېټ کې په ډزو د لسو کسانو د وژلو په لړ کې نیول شوی دی.
العیسی د ګل، دوشنبې، په ورځ د کلوراډو په بولډر ښار کې په کنګ سوپر مارکېټ کې د ډزو نه وروسته ونیول شو. دغه ځای د هغه په ارواډا ښار کې د هغه د کور نه ۲۵ کلومټر لېری.
پولیس ویلي مشکوک تن د پېښې د ځای نه یو واسکټ، رایفل، شاټ ګن، جینز پتلون او قمیص لېرې کړی دی او په موقع ډیره وینا پرته وه.
د ګرفتارۍ نه پس مشکوک تن په پښه د ډزې د زخم د علاج دپاره هسپتال ته انتقال کړی شوی و. چارواي وايي العیسی یو روګر ډول تماچه په سپر مارکېټ کې د ډزو نه شپږ ورځې وړاندې اخیستې وه.
د العیسی د کورنۍ یوې غړي تحقیق کوونکو ته ویلي چې د ډزو نه څو ورځې وړاندې یې العیسی د مشین ګن ډول ټوپک سره په لوبو لیدلی و.
اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ته قانون نافد کوونکي یو افسر ویلي د العیسی د کورنۍ خیال کوي چې نیول شوی تن د ذهني ناروغۍ ښکار شوی دی. د هغه یو ورور سي اېن اېن ټیلې وژن ته ویلي العیسی به داسې محسوسول چې ګنې څوک یې تعقب کوي.
د العیسی کورنۍ د شام نه امریکې ته هجرت کړی دی او ټول عمر یې په امریکا کې تېر کړی دی.
په ارواډا ښار کې پولیس ویلي په تېرو څو کلونو کې د العیسی پولیس سره څو وارې رابطه شوي ده چې پکې د موټر په تیز رفتارۍ د چلولو ټکټ او په هايي سکول کی یو تن په څوک وهل دي.
العیسی به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ عدالت ته پېش کولی شي.