لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د پاکستان سره د 33 مېلین ډالرو مرسته د ډاکټر شکيل اپريدي د خوشي کولو سره مشروط کړي


تير کال ډاکټر شکيل اپريدى ورور جميل اپريدی وايي ډاکټر شکيل د پنجاب د ساهیوال په زندان کې په يو شمير رنځونو اخته دی خو صوبايي حکومت یې د علاج د اسانیو نه محرومه ساتي
تير کال ډاکټر شکيل اپريدى ورور جميل اپريدی وايي ډاکټر شکيل د پنجاب د ساهیوال په زندان کې په يو شمير رنځونو اخته دی خو صوبايي حکومت یې د علاج د اسانیو نه محرومه ساتي

د امریکې سېنېټ د حکومت اخراجاتو دپاره1.7 ټريلين ډالرو قانوني مسوده منظوره کړې، او د پاکستان دپاره پکې هم مرستې ځانګړی کړی شوی دي.

د وي او اې اردو په خبر کې ويل شوي، په دغه قانوني مسوده کې د پاکستان دپاره اقتصادي مرستې هم اېښودی شوي او د پاکستان په ټولو مرستو کې 33 مېلین ډالر د هغې وخته پورې ودرول شوي تر څو پورې چې د امريکې د بهرنيو چارو اړونده کمېټۍ دا رپورټ نه وي ورکړی چې د القاعده د مشر اسامه بن لادن په معلومولو تورن ډاکټر شکيل اپريدی نه وی خوشی کړی شوی.

د ډاکټر شکيل اپريدي وکیل قمر نديم اېډوکېټ وي او اې ډيوه ته وويل، د ډاکټر شکيل قضيه د پېښور په هايکورټ کې د تيرو درېو کالو راهسې روانه ده، څو اورېدنې پکې شوي خو کومې نتيجې يې مخې ته نه دي راغلي.

هغه وويل د دغه قضيې اورېدنې دپاره د درې ججانو بنچ جوړ شوی او د روانې مياشتې په دويمه نېټه ياد بنچ د قضيې اورېدنه کړې او دوی اوس فېصلې ته په انتظار دي.

قمر نديم اېډوکېټ وويل، شکيل اپريدی په بند کې دی دوی پرې حال نه لري او د هغه د صحت په اړوند اندېښنې لري چې ډېر ښه نه دی.

هغه زياته کړه د امريکا د تازه اعلان په اړوند هم کوم معلومات نه لري.

د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن په مالومولو کې د امريکايي استخباراتي ادارې سي ايې اې سره په مرسته کولو تورن شکيل اپريدي ته په کال 2012 کې د پخوانۍ خېبر ايجنسۍ (اوسنۍ خېبرضلعې) اسټنټ پوليټيکل ايجينټ د يو لاقانونه ګرځول شوي تنظيم سره د اړيکو په سر د 33 کالو د قيد سزا اورولې وه خو وروسته بيا د هغه د وکيلانو په اپيل دغه سزا تر 23 کالو راکمه شوې وه.

د ډاکټر شکيل افريدي د وکيلانو په وېنا د کال 2014 راهسې د نوموړي د پوره سزا ختمولو اپيل په پخواني فاټا ټريبيونل کې د ځنډ ښکار وو او بيا چې پخوانۍ فاټا په صوبه کې ورګډه شوه دا مقدمه هم د پېښور هایکورټ ته منتقل کړی شوې وه.

یو بل وکيل طارق افغان وايي، پاکستان دا وخت د اقتصادي مشکلاتو ښکار دی او د امداد مشروط کول به د ډاکټر شکيل اپريدي د خوشي کولو لاره هواره کړي.

پاکستان تراوسه پورې په رسمي ډول دغه بيان ته کوم غبرګون نه دی ویلی.

تير کال ډاکټر شکيل اپريدى ورور جميل اپريدی وايي ډاکټر شکيل د پنجاب د ساهیوال په زندان کې په يو شمير رنځونو اخته دی خو صوبايي حکومت یې د علاج د اسانیو نه محرومه ساتي.

د هغه وخت د پنجاب حکومت د دغه تور په اړوند هم د ځواب کولو نه ډډه کړې وه.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG