لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې او د قطر خارجه وزیرانو د افغانستان په تازه صورتحال خبرې کړي دي


د امریکې او قطر د یوې معاهدې دلاندې به قطر په افغانستان کې د امریکې د سفارتي ودانیو پاملرنه کوي
د امریکې او قطر د یوې معاهدې دلاندې به قطر په افغانستان کې د امریکې د سفارتي ودانیو پاملرنه کوي

د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېکن د قطر خارجه وزیر عبدالرحمان الثاني سره په کې په ورستیوحالاتو خبرې کړي اود افغانستان نه د امریکايي شهریانو او په امریکا کې په مستقل ډول مېشته کسانو د راویستلو په لړ کې د قطر د مرستې ستاینه کړې ده.

بلېنکن د اتوار، يکشنبې، په ورځ په ټوېټر خپل پېغام کې وویل چې د قطر خارجه وزیر عبدالرحمان الثاني سره خبرو کې یې افغانستان نه د امریکايي شهریانو او د امریکې مستقل اوسېدوونکو په راوېستلو کې د قطر د همکارۍ ستاینه وکړه.

بلېنکن وویل قطر اوس هم افغانستان نه د راوتلو افغانانو، امریکايي شهریانو او په امریکا کې مستقل مېشتو کسانو په محفوظ ډول نورو ملکونو ته په تګ کې مرستو ته دوام ورکړی دی.

د بلېنکن او د الثاني د خبرو په اړه د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ په یوه اعلامیه کې وویل دواړو مامورینو په افغانستان کې په ورستي حالاتو هم خبرې وکړي.

د اعلاميي ترمخه دواړو خارجه وزیرانو په دوه اړخیزه معاملاتو او د ایران په شمول په سیمه اییزو مسلو هم خبرې وکړې.

په افغانستان کې د امن په لړ کې قطر د امریکې نژدې همکار ملک پاتې شوی دی.

د امریکې او د طالبانو امن مذاکرات هم د قطر په مرسته شروع شوي وو او د دواړو فریقېنو د سولې لوظنامه هم په قطر کې لاس لیک شوي ده.

د امریکې او قطر د یوې معاهدې دلاندې به قطر په افغانستان کې د امریکې د سفارتي ودانیو پاملرنه کوي.

مولوي امیر خان متقي
مولوي امیر خان متقي

بلخوا د طالبانو موقتي خارجه وزیر مولوي امیر خان متقي ویلي طالبان د امریکې او د نورو پخوانیو مخالفینو سره ښه تعلقات غواړي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې سره مرکه کې متقي د واشنګټن او د نورو ملکونونه غوښتنه وکړه چې د 10 بېلین ډالرو نه زیاتې هغه پېسې دې افغانستان ته ورکړي چې د اګست په میاشت کې په افغانستان طالبانو د واکمنېدو نه پس امریکې او نورو مغربي ملکونو منجمد کړي دي.

ای پي وویل د اتوار، يکشنبې، په ورځ په کابل کې په خارجه وزیرات کې د خبري ادارې سره مرکه کې مقتي د طالبانو په ضد د پابندیو مخالفت وکړو او زیاته یې کړه چې په افغانستان بندیزونه به هېڅ ګټه ونلري.

د مقتي په قول "افغانستان بې ثباته کول او یا داسې افغانستان چې حکومت یې کمزوری وي، د هېڅ چا په مفاد کې نه دی."

په افغانستان د واکمنېدو نه پس مغربي ملکونو په طالبانو پابندۍ لګولي دي.

نړیوالې ټولنې د طالبانو په کابینه کې د مېرمنو په نشتوالي او د جینکو په تعلیم په قدغنونو تشویش څرګند کړی دی.

د ای پي سره مرکه کې متقي وویل طالبان ژمن دي چې د جېنکو تعلیم او مېرمنو د کار روزګار دپاره حالات برابر کړي.

ای پي وویل د طالبانو د واکمنېدو نه پس د افغانستان په زیاترو برخو کې د اووم نه تر د دولسو ټولګي پورې جېنکۍ سکولونو ته نشي تللی او د حکومت ښځینه کارکوونکو ته په کور ت کښېناستلو وېل شوي دي.طالبانو ویلي په دې لړ کې به مېرمنو دپاره د دوی د شریعت د تشریح سره سم حالات برابروي.

د نونسوه شپږ نوي نه تر دوه زره يو پورې په افغانستان د طالبانو په مخکنۍ واکمنۍ کې د مېرمنو په تعلیم او کار روزګار پابندي وه.

ای پي وايي مقتي ورته په مرکه کې وویل چې طالبان د وړاندې نه بدل شوي دي او د واکمنۍ انتظام په چلولو، په سیاست، د قوم او نړۍ سره په تعلقاتو کې یې پرمختګ کړی دی. د متقي په قول "هره ورځ چې تېرېږي مونږ نوره تجربه او پرمختګ ترلاسه کوو."

متقي وویل په لسو ولایتونو کې تر دولسم ټولګي پورې جینکۍ سکولونو ته ځي، غیر حکومتي سکولونه او یونېورسټۍ خلاصې دي او د صحت د محکمې سل په سله ښځې کارمندانې کار ته ستنې شوي دي.

په عین حال کې په کابل کې د مېرمنو يوې ډلې غوښتنه وکړه چې د مېرمنو د تعلیم او روزګار د حق احترام دې وکړی شي.

د وي اوای اشنا څانګې د رپورټ ترمخه، د مېرمنو په ضد تشدد د مخنیوي په اړه د شپاړس ورځني کېمپېن د ختمېدو په موقع په کابل کې خبري غونډې ته د وېنا په وخت دغو مېرمنو فعالانو غوښتنه وکړه چې مېرمنې دې د بنیادي حقونو نه محرومې نه کړی شي.

د اشانه څانګې د رپورټ ترمخه طالبانو ویلي زر به په کابل کې د مېرمنو د حقونو په اړه د ټول افغانستان نه د رابلل شوو عالمانو یوه غوڼده کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG