لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي ځواکونو د افغانستان نه وتل پېل کړي دي


په افغانستان کې د امريکايي او اتحادي نېټو ځواکونو مشر ويلي د افغانستان نه د ټولو امریکايي سرتيرو د وتلو عمل د وړاندې نه پېل کړی شوی دی.

د اتوار/ يکشنبې په ورځ (25 اپرېل) په کابل کې خبريالانو سره په خبرو کې جنرل سکاټ ميلر وویل، د هغه حکمنامې ترمخه چې هغه ته ترلاسه شوې، دوی اوس د افغانستان نه د بیرته وتلو تيارۍ کوي.

دوه اوونۍ وړاندې د امریکا صدر جو بايډن د لومړۍ مې څخه د افغانستان نه د امریکايي سرتيرو د ويستلو اعلان کړی وو.

د نېټو اتحاد هم د افغانستان نه د خپلو اووه زره سرتيرو د ويستلو ويلي دي.

ميلر ویلي، "مونږ به د افغانستان نه په منظم ډول ووځو، اډې او سامانونه به افغان ځواکونو ته ورکړو".

هغه زياته کړې د بيرته وتلو په وخت يې که په سرتيرو بريد کيږي ځواب به ورته ورکوي او د افغان ځواکونو ملاتړ به کوي.

سکاټ میلر چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر د لوظنامې په وخت په امریکايي پلاوي کې شامل وو، طالبانو ته د سياسي خبرو لارې ته د راتلو او تشدد پرېښودو مشوره ورکړې ده.

"ماته دغه موقع په لاس راغلې وه د طالب غړو او سياسي کمېشن سره مې خبرې شوي دوی ته مې ویلي که تشدد ته بيرته راځي، په زوره د پوځي پرېکړې هڅه کوي دا به د افغانستان او افغانستان د خلکو دپاره غميزه وي".

هغه ويلي طالبان د امریکا سره د لوظنامې لاندې پابند دي چې د القاعده سره اړیکې پرې کړي او يقيني کړي چې افغانستان به بيا د ترهګرو ځاله جوړه نه شي.

د روان کال په جنورۍ کې ملګرو ملتونو ويلي وو په افغانستان کې القاعده 500 غړي لري او د طالبانو سره یې اړیکې دي خو طالبان دغه خبره رد کړې چې د القاعده سره یې اړيکې دي.

تيره اوونۍ په خپور شوي يو امریکايي رپورټ کې ویل شوي په افغان جګړه کې چې په کال 2001 کې پېل شوي تراوسه پورې د يوې اندازې ترمخه دوه لکه 41زره کسان وژل شوي او دوه اعشاريه څلور ټريلينه ډالره پرې لګېدلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG