لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اسرایل برید کونکې فلسطینۍ حماس ډله څه ده؟‌


تېره ورځ د فلسطینۍ وسله والې ډلې حماس لخوا د اسرایل پرضد ناڅافي او حیرانونکی برید د اسرایل او فلسطین تر منځه د لسیزو راهسې روانې لانجې کې تر ټولو بد برید بلل کیږي.

حماس کومه ډله ده؟‌

حماس یا د اسلامي مقاومت تحریک په کال ۱۹۸۷ کې د فلسطینیانو لومړي بغاوت په وخت جوړه شوې. د دغه ډلې تر شاه شیعه پلوه ایران ولاړ وو او د مصر اخوان المسلمین ډلې سره ورته اسلامي نظریات لري.

اخوان المسلیمن ډله په کال ۱۹۲۰م کې په مصر کې جوړه شوې وه.

یاده وسله واله ډله د کال ۲۰۰۷ راهسې په غزه واکمنه شوې کله چې یې د فتح تحریک مشر محمود عباس د ځواکونو پرضد یوه کورنۍ جګړه پېل کړه.

د محمود عباس ډله په غربي غاړه کې فعالیتونه لري او د فلسطین د ازادۍ تحریک (فلسطین لېبرېشن ارمي/ پي اېل او) مشري هم کوي.

په کال ۲۰۰۶م کې شوي پارلیماني ټاکنو کې د حماس ډلې د کامیابۍ یو کال وروسته حماس په غزه کې واکمنه شوه. دغه انتخابات په دغه سیمه کې اخیرۍ ټاکنې وې. حماس ډلې په محمود عباس د سازش تور لګولی وو او محمود عباس بیا د حماس ګامونه یوه کودیتا وبلله.

د دغه وخت راهسې حماس ډلې د اسرایل سره څو وارې نښتې / جګړې شوي چې زیاتره پکې د وسله والې ډلې لخوا د غزه نه په اسرایل راکټي بریدونه شوي او په ځواب کې اسرایل په غزه باندې هوايي بمباري کړې.

حماس د اسرایل ریاست د منلو نه انکار کوي او په کال ۱۹۹۰م کې د پي اېل او او اسرایل تر منځه شوې د اوسلو سولې تړون د تشدد په لار مخالفت کوي.

حماس ډله بیا خپله یوه وسله واله څانګه عزالدین القسام برېګېډ هم لري چا چې وخت په وخت اسرایل ته خپل وسله وال او ځان مرګي لیږلي. حماس ډله خپل دغه وسله وال فعالیتونه د اسرایلي اشغال پرضد مقاومت بلي.

په کال ۱۹۸۸م کې د حماس د بنسټ اېښودو په وخت د دغې په منشور کې د اسرایل د تباهۍ غوښتنه کوله. که څه هم د حماس ډلې مشرانو وخت په وخت د اسرایل سره د اوږدې مودې د ډزبندۍ وړاندېز هم کړی دی. د حماس ډلې مشرانو غوښتل چې په کال ۱۹۶۷ کې د اسرایل د اشغال وړاندې فلسطیني سیمې دې د فلسطیني ریاست برخې وګرځول شي.

خو اسرایل بیا دغه غوښتنې یوه دهوکه/ فریب ګڼي.

حماس ډله د اسرایل، امریکا، اروپايي اتحاد، کېنېډا، مصر او جاپان لخوا ترهګره ډله ګرځول شوې.

یاده ډله بیا د یو سیمه ایز اتحاد ایران، شام او په لبنان کې مېشت شیعه پلوه وسله والې ډلې حزب الله برخه ده. دغه ټول په منځني ختیځ او اسرایل کې د امریکا د پالیسۍ سخت مخالف دي.

که څه هم حماس وسله واله ډله په غزه کې زیات واک لري خو دغه ډله په نورو فلسطیني برخو کې پلویان او په منځني ختیځ او د قطر په شان هیوادونو کې خواره واره مشران هم لري.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG