لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرمه ايجنسي : چاؤدنه کې ٧ کسان ژوبل شوي


چاؤدنه دکرمې ايجنسۍ دصدې دبازاۍ دسبزۍ په منډۍ کې ترسره شوې
چاؤدنه دکرمې ايجنسۍ دصدې دبازاۍ دسبزۍ په منډۍ کې ترسره شوې
دنهې په ورځ دپاکستان په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې ترسره شوې يوه چاؤدنه کې لږ ترلږه ٧ کسان ژوبل شوي دي.
دغه چاؤدنه دکوزې کرمې ايجنسۍ دسدې دبازار دسبزۍ په يوه منډۍ کې هاغه مهال ترسره شوې ، کله چې دغلته دخلکو گڼه گوڼه وه..
دپوليټيکل انتظاميې دسرچينو ترمخه په دغه چاؤدنه کې ٧ کسان ژوبل شوي ، خو دچاؤدنې نوعيت تر دې مهاله نۀ دى معلوم شوى.
د چاؤدنې څخه سمدستي وروستو مقامي خلکو امدادي هلې ځلې پيل کړې اؤ ژوبل کسان يې يو مقامي روغتون ته دعلاج لپاره ورسول ، چې دهغوي څخه ديو حالت سخت ښودل کيږي.
دچاؤدنې وروستو امنيتي ځواکونو ټوله سيمه پخپله ولقه کې اخستې اؤ دپيښې پلټنې يې پيل کړي دي.
له دې وړاندې دنومبر په ٢٥مه نيټه هم دغه قبائيلي سيمه کې ترسره شوؤ دوؤ بيلا بيلو بمي چاؤدنو کې ددوؤ طالب علمانو پشمول درې کسان وژل شوي وؤ.
دتيرو دوؤ ورځو راهسې دپاکستان په بيلا بيلو قبائيلي سيمو کې دتشدد پيښو کې اضافه راغلې ده چې پکې نزدې ١٥ کسان وژل شوي اؤ يو شمير نور ژوبل شوي دي.
تيره ورځ په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې ترسره شوؤ دوؤ بمي چاؤدنو کې يوولس کسان وژل شوي وؤ اؤ دخيبرپښتونخوا په هنگو سيمه کې په يو سکول ځانمرگي بريد ترسره شوى ؤ چې پکې يو طالب علم وژل شوى ؤ.
که هر څو ددغو پيښو ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې ، خوتيرکال دنومبر په لمړۍ نيټه شمالي وزيرستان کې دډرون په يو بريد کې دپاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود دوژل کيدو وروستو دطالبانو نوي سخت دريځي مشر مولانا فضل الله نۀ يواځې دا چې دخپل مشر دوژل کيدو دانتقام اخستو دړکه کړې بلکې دپاکستان حکومت سره يې دهررقم خبرو اترو څخه انکار کړى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG