لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وايي د پاکستان ائين نۀ مني خو خبرو ته تيار دي


US actresses Parker Posey (L) and Emma Stone pose during a photocall for the film "Irrational Man" at the 68th Cannes Film Festival in Cannes, southeastern France.
US actresses Parker Posey (L) and Emma Stone pose during a photocall for the film "Irrational Man" at the 68th Cannes Film Festival in Cannes, southeastern France.
دغيرقانوني ګرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان وياند شاهدالله شاهد دجمعې په ورځ يوځل بيا دپاکستان ائين مسترد کړى خو ددې ترڅنګ دا هم وائي چې حکومت سره مذاکراتو ته تيار دي.
دکوم نامعلوم مقام څخه ميډيا سره خبرو کې شاهدالله شاهد وويل ددې حقيقت پرته چې شمالي وزيرستان کې داوسنۍ بمبارۍ څخه دحکومت دخلوص دنيشتوالي ثابتيدو باوجود هم هغوي مذاکراتو ته تيار دي.
طالب وياند دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې تيره ورځ قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دپاکستاني فضائيې دجنګي الوتکو څخه دتندلارو په شکمنو ځالو اؤ تربيتي مرکزونو شوې بمبارۍ کې دميډيا راپورونو ترمخه د٤٠ؤ څخه زيات جنګيالي وژل شوي چې پکې غيرملکيان هم شامل دي.
خبري ادارې رائيټرز تيره ورځ دعوه کړې وه چې وزيرستان کې دتندلارو په ځالو دفضائي حملو دغه اجازت دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف پخپله ورکړى دى.
وزيرستان کې دتندلارو په ضد دغه ستره کارروائي وروستو له هغې وشوه کله چې تيره اوونۍ دتحريک طالبان پاکستان دمومند ايجنسۍ دڅانګې مشر عمرخالد خراساني په ٢٠١٠م کې دتښتول شوؤ ٢٣ؤ ايف سي دعسکرو څخه دسرونو پرې کولو دعوه وکړه.
شاهدالله شاهد وويل جنګ حکومت شروع کړى اؤ پکار ده چې داوربند لپاره هم ګامونه واخلي.
هغه وويل طالبان دمذاکراتو له لارې دستونزې هوارى غواړي اؤ حکومت خپلې عملدارۍ اؤ دائين سرلوړۍ قائمولو ته پام ګرځولى، دهغه په قول په دغه ائين کې يو هم داسې جز نشته چې داسلامي احکاماتو عکاسي کوي.
دروانې مياشتې په پيل کې هم طالب وياند پخپله يوه مرکه کې وئيلي وؤ چې طالبان دائين څخه بهر مذاکرات کول غواړي ځکه چې هغوي موجوده ائين نۀ مني اؤ زياته کړې يې وه که طالبانو دشريعت پرته بل قانون منلى نو جنګ به هډو کيدو نۀ.
دجمعې په ورځ شاهدالله شاهد وئيلي که څوک يې مني اؤ که نه قران اؤ حديث مکمل ائين دى.
هغه وويل تحريک طالبان پاکستان دخبرو په اړه سنجيده دى اؤ دعوه يې وکړه چې دطالبان مذاکرات کار دهاغو کسانو څخه زيات ازاد دي چې دحکومت استازيتوب کوي.
دهغه وينا وه حکومت خبرو کې سنجيده نۀ دى اؤ طالبان سنجيده دي اؤ ددې ثبوت تيره ورځ شمالي وزيرستان کې شوې بمباري ده ، خو ددې باوجود هغوي دخبرو لپاره چمتو دي.
ميډيا سره خبرو کې دطالبانو دکميټۍ غړي پروفيسر ابراهيم خان وويل ائين په اسلامي احکاماتو بنياد اؤ جمهوري روح لري.
ابراهيم خان وويل په ائين سترو مذهبي شخصياتو لاسليک کړى اؤ زياته يې کړه چې هغه به دشاهدالله شاهد په بيان هاغه صورت کې تبصره کوي چې دغه موضوع دټي ټي پي دسياسي شورا له لوري مخې ته راوړل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG