لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف وائي حکومت دمذاکراتو په اړه دشکونو ښکار نۀ دى


هغه وويل چې دمذاکراتو عمل روڼ انده پاتې شوى اؤ په بيلا بيلو موقعو دمذاکراتي کميټو ترمينځ مذاکراتو کې دپرمختگ څخه قام اؤ ميډيا خبر ساتل شوې.
هغه وويل چې دمذاکراتو عمل روڼ انده پاتې شوى اؤ په بيلا بيلو موقعو دمذاکراتي کميټو ترمينځ مذاکراتو کې دپرمختگ څخه قام اؤ ميډيا خبر ساتل شوې.
پيښور_ دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف وئيلي دي چې دامن خبرو اترو لړ کې يې حکومت دڅه رقم شکونو ښکار نۀ دى اؤ دترهه گرۍ دمعاملې دهواري لپاره به دټولو پارليماني مشرانو يوه غونډه رابللى شي.
دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دمذاکراتو عمل وروستو له هغې اودريدو چې دوه اوونۍ دمخه دپاکستاني طالبانو دتحريک دمهمند ايجنسۍ دڅانگې مشر عمرخالد خراساني په ٢٠١٠م کې دتښتول شوؤ ٢٣ؤ ايف سي دعسکرو څخه دسرونو قلمولو دعوه وکړه.
وزيراعظم نواز شريف ددغه پيښې غندنه کړې وه اؤ وئيلي وؤ چې ددې سره به ددواړو خواؤ ترمينځ دمذاکراتو په روان عمل اغيزه وشي.
دطالبانو له لوري دايف سي د٢٣ؤ ايف سي دعسکرو دوژنې دذمه وارۍ قبلولو وروستو دپاکستاني فضائيې دجنگي الوتکو اؤ گن شپ هيلي کاپټرو څخه په قبائيلي سيمو شمالي اؤ جنوبي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دتندلارو په شکمنو ځالو اؤ تربيتي مرکزونو گڼ شمير بريدونه ترسره شوي چې پکې په لسگونو جنگيالي وژل شوي دي.
دشورو په ورځ قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف دمشر سيد خورشيد شاه څرگندونو ته دځواب وئيلو په موقع نواز شريف وويل چې دترهه گرۍ دستونزې په اړه يې حکومت دڅه رقم شکونو ښکار نۀ دى اؤ په دغه اړه به دپارليماني مشرانو څخه تجويزونه غواړي.
وزيراعظم وويل چې دمذاکراتو عمل واضحه اؤ روڼ انده دى، دتندلاريتوب په اړه حکومتي تگلاره کې هيڅ قسمه کنفيوژن نشته اؤ که چرې څوک غواړي چې ددې نور واضحه کيدو ته ضرورت دى ، نو دهغوي تجويزونو ته به هرکلى ويلى شي.
هغه وويل چې دمذاکراتو عمل روڼ انده پاتې شوى اؤ په بيلا بيلو موقعو دمذاکراتي کميټو ترمينځ مذاکراتو کې دپرمختگ څخه قام اؤ ميډيا خبر ساتل شوې.
خو له دې وړاندې دحزب اختلاف مشر سيد خورشيد شاه ايوان ته پخپله وينا کې وئيلي وؤ ورته يواځې دميډيا څخه معلوميږي چې دمذاکراتي کميټو ترمينځ څه روان دي ، خو وزيراعظم داپوزيشن په باور کې داخستو اؤ خبرولو تکليف نۀ دى کړى.
خورشيد شاه دا هم وئيلي وؤ چې دمذاکراتو په اړه دکورنو چارو دوزير وضاحتونو نور شکونه هم پيدا کړي چې حکومت کومه پريکړه نۀ شي کولى اؤ حکومت يې غږ کړى ؤ چې قام دې دشکونو ددلدل څخه وباسي اؤ واضحه تگلاره دې ورکړي.
دکورنو چارو دوزير چوهدري نثار علي خان له لوري دقومي سلامتۍ دجامع تگلارې په تيارۍ وزيراعظم دهغه ستائينه وکړه اؤ وې وئيل چې دا يو غوڅ دستاويز نۀ دى بلکې دحزب اختلاف اؤ حکومتي چوکو څخه پکې گټور تجويزونه شامليدلى شي.
نواز شريف وويل چې دا د کوم سياسي گوند يا حکومت تگلاره نۀ ده بلکې رياستي تگلاره ده اؤ هر چاته پکې دغوره کيدو لپاره خپله برخه پوره کول پکار دي.
پاکستاني وزيراعظم وويل چې دهيواد دټولو ستونزو حل په جمهوريت کې پروت دى.
دقومي سلامتۍ په اړه وزيراعظم وويل چې دغه لړ کې زيات په محنت سره کار شوى کوم چې دستائينې وړ دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG