لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال عاصم: قبائيل شمالي وزيرستان ته دترهه گرو بيا ورتگ نۀ غواړي


په ټوئټر خپل يو پيغام کې جنرال عاصم وئيلي چې دشمالي وزيرستان قبائيل نۀ غواړي ترهه گر يوځل بيا دهغوي سيمو ته ورشي اؤ زياته کړې يې ده چې رياست به هم په دغو سيمو کې ترهه گر منظم کيدو ته پرې نۀ ږدي.
په ټوئټر خپل يو پيغام کې جنرال عاصم وئيلي چې دشمالي وزيرستان قبائيل نۀ غواړي ترهه گر يوځل بيا دهغوي سيمو ته ورشي اؤ زياته کړې يې ده چې رياست به هم په دغو سيمو کې ترهه گر منظم کيدو ته پرې نۀ ږدي.

دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال عاصم سليم باجوه وائي چې دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات " ضرب عضب" دمنصوبې سره سم روان دي.

په ټوئټر خپل يو پيغام کې جنرال عاصم وئيلي چې دشمالي وزيرستان قبائيل نۀ غواړي ترهه گر يوځل بيا دهغوي سيمو ته ورشي اؤ زياته کړې يې ده چې رياست به هم په دغو سيمو کې ترهه گر منظم کيدو ته پرې نۀ ږدي.

پاکستان پخپله قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې په ١٥م جون وروستو له هغې پوځي عمليات پيل کړي وؤ چې دپاکستاني طالبانو تحريک دکراچۍ په هوائي ډگر دحملې ذمه واري په غاړه واخسته،په دغه حمله کې خواؤشا ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.

ډي جي ائي ايس پي ار وائي چې دشمالي وزيرستان په عملياتو کې يې تر دې مهاله د٤٠٠ؤ څخه زيات ترهه گر وژلي،١٣٠ ژوبل شوي، دهغوي ١٠٠ ځالې تباه کړل شوي اؤ د٢٠ؤ پوځيانو هم په دغه کارروايۍ کې خپل ژوند دلاسه ورکړى، خو دازادو سرچينو څخه دشمالي وزيرستان په جگړه کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ دى شوى.

تيره ورځ دشمالي وزيرستان دعملياتو په اړه ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال يو پوځي مشر ميجرجنرال ظفرخان وئيلي وؤ که تندروه کمانډر حافظ گل بهادر په نظر ورغلى نو وژني به يې اؤ دعوه يې کړې وه چې دميرانشاه ٨٠ فيصده برخه يې دترهه گرو څخه پاکه کړې ده.

په دغه موقع دپاکستاني پوځ وياند جنرال عاصم باجوه دا هم منلې وه چې دپاکستاني طالبانو گڼ شمير جنگيالي اؤ غيرملکيان دعملياتو څخه دمخه گاونډي هيواد افغانستان ته تښتيدلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG