لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پرويز خټک: داخترخوشحالو کې دې کډوال له پامه ونۀ غورځول شي


د شمالي وزيرستان بې کوره شوؤ خلکو ددې هيواد اؤ اولس د خوشحالو، امن اؤ سوکالۍ دپاره خپل کورونه ،مالونه پريښودي دي اؤ درنې قربانۍ يې ورکړي دي
د شمالي وزيرستان بې کوره شوؤ خلکو ددې هيواد اؤ اولس د خوشحالو، امن اؤ سوکالۍ دپاره خپل کورونه ،مالونه پريښودي دي اؤ درنې قربانۍ يې ورکړي دي

دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک په ټول پاکستان خصوصاً دصوبې په اولس غږ کړى چې د وړوکي اختر په خوشحالو کې د وزيرستان څخه بې کوره شوي خپل روڼه ياد وساتي اؤ خپلې صدقې، فطرانې اؤ نورې مرستې دې ددغو کډوالو سره وکړي.

د وړوکي اختر په مناسبت وائس اف امريکه ډيوه راډيو ته پخپل راليږلي ځانگړي پيغام کې وزيراعلي پرويز خټک وئيلي د شمالي وزيرستان بې کوره شوؤ خلکو ددې هيواد اؤ اولس د خوشحالو، امن اؤ سوکالۍ دپاره خپل کورونه ،مالونه پريښودي دي اؤ درنې قربانۍ يې ورکړي دي.

وزيراعلي زياته کړې ده نن کۀ زمونږ دغه وروڼه پخپله خاوره د مهاجرت ژوند ته مجبور شوي نو مونږ بايد داختر په خوشحالو کې هغوئ دپامه ونۀ غورځوؤ اؤ د هغوئ دپاره د خوشحالۍ هر رقم اسبابو برابرؤلو کې مرسته وکړو.

پخپل دغه پيغام کې ښاغلي پرويز خټک په اولس غږ کړى چې دخپل گيرچاپيره موجودو شکمنو کسانو په تگ راتگ نظر ساتلو سره دې دهيواد په تحفظ، سلامتۍ اؤ بقاء کې داول صف کردار ادا کړي.

پرويز خټک وئيلي " زمونږ په صفونو کې راننوتلي ځينې ورانکاري، دمذهب، ژبې، اؤ فرقه پرستۍ په جامه کې دملک اؤ قام خلاف هلو ځلې کې بوخت دي" اؤ خبردارى يې ورکړى چې ددغو ورانکارو مقصد پاکستان په ټولنيز، اقتصادي اؤ سياسي توگه کمزورى کول اؤ قوت يې ختمول دي.

هغه وئيلي چې " نن چې ددې سيمې خلک دکومو ستونزو سره مخ دي هغه ددې خبرې غوښتنه کوي چې دخپل مينځي يووالي، ورورولۍ، روغې جوړې اؤ امن په ذريعه دې هيواد کې دامن، انسانيت اؤ مذهب ددښمنانو ناپاکې ارادې ناکامه کړل شي. "

وزيراعلي دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دځان ومال په قربانو ورکولو سره اولس، پوځ اؤ دقانون نافذونکو ادارو عسکرو ته پيرزوئينې وړاندې کړي اؤ وئيلي يې دي چې هغوي دخپل يو والي په جذبې سره ثابته کړې چې په دغه هيواد کې دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب لپاره هيڅ ځايې نشته.

وزيراعلي هيواد ته دپيښو چيلنجونو اؤ نازک دور په نظر کې نيولو سره په اولس دبيدار اوسيدو غږ کړى اؤ وئيلي يې دي چې هغوي دې پخپل مينځ کې ديو والي راوستو سره دقام دمختلفو طبقو ترمينځ دبيلتون راوستونکو سازشونه ناکام کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG