لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې امريکائي وگړو ته دبيدار اوسيدو خبردارى


اسلام اباد کې دامريکائي سفارت د يو بيان ترمخه ټولو امريکائي وگړو ته وئيل شوي چې هغوي دې داحتجاجي لارو اؤ علاقو نه لرې اوسي اؤ په اجتماع گانو کې دې دگډون نه ډده وکړي.
اسلام اباد کې دامريکائي سفارت د يو بيان ترمخه ټولو امريکائي وگړو ته وئيل شوي چې هغوي دې داحتجاجي لارو اؤ علاقو نه لرې اوسي اؤ په اجتماع گانو کې دې دگډون نه ډده وکړي.

امريکا اسلام اباد اؤ لاهور کې داحتجاجي مظاهرو په تناظر کې خپلو وگړو ته دپاکستان دغيرضروري سفر څخه دډډې کولو مشوره ورکړې ده.

اسلام اباد کې دامريکائي سفارت د يو بيان ترمخه ټولو امريکائي وگړو ته وئيل شوي چې هغوي دې داحتجاجي لارو اؤ علاقو نه لرې اوسي اؤ په اجتماع گانو کې دې دگډون نه ډده وکړي.

دبيان ترمخه که هر څو وئيل کيږي چې دغه مظاهرې به پرامنه وي خو پکې په ممکنه توگه تاؤتريخوالى پيدا کيدى شي.

امريکائي وگړو ته وئيل شوي چې دپاکستان په اړه دې دميډيا په کوريج نظر ساتي اؤ ځان دې دخواؤشا دصورتحال نه خبر وساتي.

بيان کې وئيل شوي چې غيراعلانيه مظاهرې دټريفک اؤ سړکونو دبنديدو وجه جوړيدى شي.

سفارت خانې امريکائي وگړو ته وئيل چې دخپل سفر لپاره دې متبادلې لارې وټاکي اؤ دخپل تگ راتگ په اړه دې داحتياط نه کار واخلي ترڅو دهغوي په اړه چاته دوړاندې نه معلومات ونۀ لري.

دامريکا دخارجه وزارت په ويب سائټ دجاري شوي بيان ترمخه اسلام اباد کې دامريکا سفارت خانې اؤ کراچۍ کې قونصل خانې پاکستان کې ټولو امريکائي وگړو ته سفارتي مرسته ورکوي.

خو په پيښور کې امريکائي قونصليټ نه اوس سفارتي اسانتيا نۀ ورکول کيږي اؤ لاهور کې امريکائي قونصليټ په عارضي توگه بند دى.

تحريک انصاف په ١٤م اگست اسلام اباد کې دلانگ مارچ اعلان کړى اؤ لاهور کې دپاکستان عوامي تحريک مشر طاهرالقادري دحکومت خلاف احتجاج کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG