دنهې په ورځ دپاکستاني طالبانو تحريک کراچۍ کې دسمندري پوځ په اډه دشوې حملې ذمه واري قبوله کړې ده اؤ دعوه يې کړې چې په دغه بريد کې ورته داخلي مرسته ترلاسه وه.
دپاکستان دسمندري ځواکونو يو وياند تيره ورځ پخپله يو بيان کې وئيلي وؤ کراچۍ کې دسمندري پوځ په اډه شوې دغه حمله کې يو افسر اؤ دوه جنګيالي وژل شوي دي.
دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند شاهدالله شاهد ددغه حملې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وويل " مونږ کراچۍ کې په نيوي دشوې حملې ذمه واري قبلوؤ"
هغه وويل " مونږ ته په دغه حمله کې دسمندري ځواکونو داخلي مرسته ترلاسه وه اؤ دغه کارروائي هم ددې ملاتړ په وجه کاميابه شوې، مونږ به په مستقبل کې هم دغه شان امنيتي ځواکونه په نخښه کوؤ"
دکراچۍ دپوليسو ايډيشنل ائي جي غلام قادرتهيبو وئيلي دي چې په شپږم ستمبر دنيوي په ډاکيارډ شوې حمله کې داسسټنټ ائي جي سندهـ علي شير جاکهراني ځوې اويس جاکهراني ککړ ؤ دچا مړى چې تيره ورځ موندل شوى دى.
راپورونه وائي چې داويس جاکهراني مړى دکراچۍ کالا پاني سيمې نه ترلاسه شوى ، دکوم پيژندګلو چې دهغه ورور کړې ده.
اويس جاکهراني څلور مياشتې دمخه دنيوي نه فارغ کړل شوى ؤ اؤ غلام قادر تهيبو وائي چې دهغه تعلق دغيرقانوني تنظيمونو سره ؤ.
بل لوري ته دپاکستان ددفاع وزير خواجه اصف هم منلې ده چې کراچۍ کې په نيوي ډاک يارډ شوې حمله کې دنيوي عسکر ککړ دي چې پوښتنې ترې شروع کړل شوي دي.
پارليمنټ کې دسينيټر رضارباني داعتراض په نکته دځواب ورکولو په مهال خواجه اصف ومنله چې په دغه حمله کې نور کسان هم شامل دي اؤ وې وئيل چې دشورو په ورځ به دتفصيلاتو معلومولو نه پس ايوان خبر کړي.
دپاکستان پوځ په ١٥م جون شمالي وزيرستان کې دمقامي اؤ غيرملکي ترهه گرو خلاف وروستو له هغې په لويه پيمانه عمليات پيل کړي وؤ چې يوه اوونۍ وړاندې دپاکستاني طالبانو تحريک دکراچۍ په هوائي اډه دشوې حملې ذمه واري په غاړه واخسته،دغه حمله کې نزدې ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.