لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

امريکا دولت اسلاميه سره دائتلافيانو په ملگرتيا جنگ کوي،صدراوباما

دامريکا صدر براک اوباما وائي په شام اؤ عراق کې ددولت اسلاميه خلاف جنگ يواځې دامريکې جنگ نۀ دى، دخالي په ورځ پخپل اوونيز خطاب کې امريکائي صدر وويل امريکا دغو جنگيالو سره دخپلو شراکت دارانو اؤ ائتلافيانو په مدد سره جنگيږي.

صدر اوباما وويل عراق لپاره چې هغه دکومو امريکائي عسکرو حکم کړى هغه به عراقي اؤ کرد عسکرو ته تربيت ، اؤ په ځمکه ددغو ترهه گرو سره دجنگيدو لپاره هغوي ته پکار انټلي جنس اؤ سازوسامان ورکوي.

دامريکا صدر وويل امريکا دنيغ لارې لارښوونه کوي ځکه دعرب قامونو په گډون " اتحاد" کې نور قامونه شامليږي.

صدر اوباما وويل ددولت اسلاميه دجنگيالو نه دپيښې خطرې خلاف مهم نړۍ ته دامريکائي قيادت غوره مظاهره ښائي.

له دې وړاندې امريکائي صدر دولت اسلاميه نومې ترهه گريزه ډله لويه خطره گرځولې اؤ وئيلي وؤ چې ددغه ډلې دتباه کولو ضرورت دى اؤ دهغه په قول امريکائي جنگي الوتکو ته يې په دغه ډله دبمبارۍ حکم هم کړى.

دامريکا دخفيه ادارې سي ائي اى وينا ده چې عراق اؤ شام کې ددولت اسلاميه دجنگيالو شميره دشلو زرو نه نيولې د٣١٥٠٠ پورې کيدى شي.

See all News Updates of the Day

د نېشل پارټۍ مشر مختار باچا په حق رسېدلی، ملګري يې وايي سياسي ارمان یې نيمګړی پاتې شو

د نېشنل پارټۍ پخوانی صوبايي مشر مختار باچا نن په پېښور کې په حق رسېدلی او د ‏‎50‎‏ کالو نه سېوا مودې سیاسي مبارزه یې سرته رسېدلې. ملګري یې ‏وايي د مختار باچا چې څه ارمان وو، پوره نه شو.‏

د نیشنل پارټۍ پخوانی صوبايي مشر مختار باچا د اقتدار د سیاست په ځای په نظریاتي سیاست یقین لرلو او غوښتل یې ټول کيڼ اړخه يا د لفټ د ‏سیاسي سوچ لرونکي یو شي.

سياسي ملګري يې وايي، د هغه تر مرګه پورې دغه ارمان و خو پوره نه شو او د مختار باچا مړينه د مترقي پښتنو لپاره یو غټ سیاسي تاوان ګڼي. ‏

د مختار باچا یو پخوانی ملګری او سیاسي فعال انور زیب وايي، څنګه چې مختار باچا د ‏‎50‎‏ کالو راهسې سیاسي مبارزه د طالب علمۍ نه شورو کړې ‏وه،په ولسي سیاست یې خاتمه وشوه .هغه تل د ځپلې طبقې غږ پورته کړی، په سياست کې فعال پاتې شوی او غوښتل یې چې مترقي او شعوري سوچ ‏لرونکي راغونډ کړي.‏

‏"د نن دور چې کوم سیاسي حالات دي او کوم سماجي، معاشرتی حالات دي نو هغه خو به ډېر عجیبه غوندې او بې چېنه به و، او دغه کوشش یې و چې ‏کيڼ اړخه يو شي او څه شعوري مرکز یې جوړ شي نو د هغه دا خواهش و".

د مختار باچا یو بل ملګري نظام باچا وويل، اکثر به چې ناست وو سیاسي خبرې اترې به یې کولې. ‏

‏"باچا صېب د اجمل خټک نه ډېر متاثر و د هغه د افکارو نه، د هغه د شاعرۍ نه. او د هغه سره ناستې نه. د هغې نه پس دې دا چپ لاسې سیاسیت ته رجوع ‏وکړه. او کمیونسټ پارټۍ کې باچا صېب و. او کله چې نيپ جوړه شوه نو هم باچا صیب د هغې حصه و. قومي انقلابي پارټۍ کې هم و. د هغې نه پس د ‏نيشل پارټۍ صوبايي صدر و".‏

د مختار باچا کورنۍ د قامپاله سياست سره د ډېر وخت نه مل وه. د هغه پلار ميا ګل جان باچا د باچا خان او بيا د ولي خان د سياسي لارې مل و او باچا خان لا ولي خان چې کله بونېر او بيا د پيربابا سيمې ته راغلي نو د ميا ګل جان باچا مېلمانه پاتې شوي.

د بونېر په مترقي سوچ لرونکو کې مختار باچا د نورو ټولو نه وړومبی ياد شوی او د شوروي اتحاد په وخت کې د مختار باچا او د هغه د نزدې ملګرو په وجه بونېر ته لېټل ماسکو لا وړوکې ماسکو هم ويلی کېده.

د مختار باچا يو بل پخواني او همځولي ملګري فرید خان د هغه په مړينه د خفګان څرګندونه وکړه او وې یې ويل، "بیګانګي دې ملک کې خوره ده دې د لفټ ‏کارکنا نو کې، په دويم مارچ پروګرام و دی ناجوړه هم و باران هم و خو ده په تقریر کې وويل، چې ما د لفټ دکارکنانو رايو ځای کولو هلې ځلې کولې".‏

پښتون سياستوال افراسياب خټک په اېکس (پخواني ټويټر) د مختار باچا په مرينه ليکلي، ‏

‏"د کامرېډ مختار باچا د مړينې سره پاکستان کې د خواريکښ طبقې د مبارزې او ترقي پسند سیاست يو عهد تمام شو. هغه خپل ټول ژوند خپلو نظرياتو ته ‏وقف کړی او په سختو حالاتو کې د خپلې مبارزې څخه نه و په شا شوی، د مختارباچا مبارزه د ملک او سیمې د سياسي تاريخ نه هېرېدونکې برخه ده".‏

د عوامي نيشنل ګوند مشر سېنېټر اېمل ولي خان په خپله اېکس پاڼه ليکلي، ‏

‏"مختار باچه يو ثابت قدمه په مسلسل مبارزه يقين لرونکی سياسي کارکن و، هغه په خپل ټول ژوند نه يوازې د ځپلې طبقې دپاره غږ پورته کړی بلکې په ‏عملي مبارزه کې یې هم برخه اخستې، تکليفونه یې زغملي او په خپلو اصولو یې جوړجاړی نه دی کړی".‏

د تعليم مبارزې ملاله يوسفزۍ پلار ضياالدين يوسفزي په اېکس ویلي، ‏

‏"مختار باچا د طبقاتي جدوجهد یو نه ستړی کیدونکی مبارز و. د محرومه او مظلومه قامونو کلک ملګری و. زمونږ لکونه خلک چې کله په ۲۰۰۹ کې د ‏سوات نه بې کوره‎ ( IDPs) ‎شو، نو مختار باچا او د هغه ملګرو د امن تحریک د پلېټ فارم نه زمونږ د بحالۍ د پاره غږ پورته کړو. د مختار باچا روښانه او ‏سپیځلی کردار به تل ژوندی وي".‏

پاکستان کې د بشري حقونو کېمشن هم د مختار باچا په مړينه د افسوس څرګندونه کړې ده. د مختار باچا نزدې ملګري وايي د هغه جنازه به د جمعې په سهار د پېښور په باغ ناران کې کيږي او بيا به يې مړی خپل کلي پاچا کلي ته د ښخېدو د پاره وړل شي.

د بلوچستان له دوکۍ سیمې اغوا شوي د کولې اووه مزدوران 38 ورځې پس خوشي شوي

د بلوچستان د ډبرو سکرو یا کولې د زېرمو د ګڼ شمېر کانونو لرونکې پښتني سیمې دوکۍ څخه څه باندې یوه میاشت مخکې تښتول شوي اووه کان کیندونکي بیرته را خوشي کړل شوي دي.

د دوکۍ نېشنل لېبر فیډریشن ضلعي صدر امبر خان سواتي په خبره خوشي کړ‎ل شوي مزدوران خپلو کورونه ته رسیدلي دي.

د دوکۍ پوليس چارواکو په وينا دغه مزدوران د دوکۍ د کولې کانونو له سيمې روان کال د مارچ پر 23مه نيټه نامعلومه وسلوالو تښتولي وو او په نامعلوم ځای کې يې بند کړي وو.

پولیس وایي‌ د اپریل پر لومړ‎ۍ نیټه تښتوونکو دغه کارګر د دوکۍ په غرنۍ سیمه زکۍ سورو کې پرېیښي دي.

د امبر خان سواتي په خبرہ یاد کان کیندونکي د وسلوالو بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې بي ایل اې په نامه وسلوالو له بېلابېلو کانونو تښتول ‎ي وو او د ھغوی د را خوشي کولو په بدل یې پیسې طلب کړ‎ې وې.

خو د امبر په وینا، “موږ‎ پیسې نه دي ورکړ‎ې خو دا معلومه نه دہ چې یاد مزدوران یې ولې په رضا خوشي کړي دي”.

په دې اړ‎ہ د بي ایل اې کوم دریځ مخې ته نه دی راغلی خو تر دې مخکې هم داسې پېښې شوې دي چې وسلوالو بلوڅانو په صوبه کې پر کارګرو بریدونه هم کړي او تښتولي یې هم دي.

په را خوشي شویو مزدورانو کې جوهر خان، شاہ خان، باچاخان یوسفزی، غفور باتوزی، همایون جلالزی، شکور میرزی او قایم شیخ شامل دي.

د دوکۍ د ځایي خبریال الله نور ناصر په خبرہ په دغو مزدورانو کې څلور کسان د بلوچستان د قلعه سیف الله، دوه د پښتونخوا د سوات سیمې د شانګلې او یو د دوکۍ سیمې دی.

د را خوشي شوي یوہ مزدور قایم شیخ په وینا، وسلوالو دوی‎ د کولې له کان څخه د وسلې په زور وړي، یوہ شپه او دوې ورځې یې ‎مزل کړی او بیا یې په بېلابېلو غرونو کې پټ ساتلي وو:

“ستړ‎ي ھم او پریشانه ھم وو، نور ښه وو، کوم مشکل مو نه درلود، اغواکارانو ‎ سرہ ښه چلند را سرہ کړ‎ی، خوارک څښاک یې راکاوه، ددوی مطالبه وه چې دا لیز او د دوکۍ کوله دې ټوله بندہ شي یا دې موږ [وسلوالو]‎ ته بته راکول شي، ویل یې دا زموږ‎ حق دی، تاسو یې پنجابي ته ټيکس ورکوئ خو دا حق زموږ‎ دی، موږ‎ د بلوچستان یو، دا به موږ‎ ته راکوئ”.

که څه هم امنیتي ادارو د دغو مزدورانو د تښتوونکو شمېر نه دی ښوولی، خو د را خوشي شوي یوہ بل مزدو شکوراللہ په وینا:

“وسلوال اغواکاران 11 تنه وو چې په بلوڅي او براھوي ژبو یې خبرې سرہ کولې او له موږ‎ مزدورانو سرہ یې په ماته ګوډہ اردو کې خبرې کولې”-

د پاکستان ورکرز فیډریشن بلوچستان د دوکۍ ضلعې مشر شیر محمد کاکړ‎ په وینا، د دغو مزدورانو د اغوا خلاف یې زیات احتجاجونه کړ‎ي وو، له ډپټي کمشنر او له قبایلي مشرانو سرہ یې ملاقاتونه کړ‎ي، “اغوا کارو ددغو مزدورانو له خپلوانو سرہ رابطه کړ‎ې وہ او دوی یې را خلاس کړ‎ي”۔

د صوبایي حکومت وياند شاهد رند په تېرو ورځو کې وي او اې ډيوه ته ويلي وو چې د تښتول شویو د کولې د مزدوانو د را خوشي کېدو لپاره کوششونه روان دي، دوی ضلعي انتظامیې ته د ھغوی د موندنې امر کړی وو.

جنرل عاصم منير: پوځ خپل اييني حدود پېژني

 جنرل عاصم منير
جنرل عاصم منير

د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير ویلي پوځ خپل اييني حدود پېژني او د نورو هم د ايين د سر لوړۍ تمه ساتي.‏

د پاکستان پوځ ويلي، جنرل عاصم منیر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په رسالپور کې د پاکستان د هوايي ځواک کېډټانو پاسنګ اوټ پرېډ ته وينا کې وویل د ‏پاکستان د ايين په ‏‎19‎مه ماده کې د رای د اظهار د ازدۍ حدونه ټاکل شوي او کوم خلک چې په ايين کې د ورکړل شوو حدونو په ښکاره ‏سرغړونه کوي هغوی په نورو ګوتې نه شي پورته کولی.‏

د پاکستان د پوځ مشر د پوځ د اييني حدودو خبره په داسې وخت کې کړې چې پاکستان کې د حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف ‏ويلي، د پوځ او استخباراتي ادارې سره مذاکراتو ته تياره ده.‏

څو ورځې وړاندې د ‏‎ ‎تحریک انصاف ګوند یومرکزي مشر شهریار اپریدي ویلي وو چې ګوند یې يوازې پوځي اسټبلشمنټ سره خبرو ته تیار دی.‏

د هغه په دې بیان حکومتي اتحاد کې شاملو ګوندونو سختې نیوکې کړې وې.‏

وروسته د پي ټي آی مرکزي ویاند روف حسن مطبوعاتو ته ويلي وو، چې پي ټي آی د اسټبلشمنټ پشمول هر چا سره مذاکراتو ته تیاره ده.‏

روف حسن ویلي وو، هر کله چې یې پوځ سره مذاکرات وشول نو دا خبره به کوي چې د پوځ سیاسي کردار دې ختم شي او باید چې هره یوه اداره خپل اییني ‏حد کې دننه فعالیت وکړي.‏

د پاکستان پوځ مدام دا تورونه رد کړي دي چې د کوم سیاسي ګوند حمایت یا مخالفت کوي.

په پاکستان کې د ننه او د ملک نه بهر څېړونکي د ډېر وخت راهسې د هېواد پوځ یوه داسې مضبوطه ادارې بلي چې حکومتونه جوړوي او غورځوي او دا الزام لګوي چې د سیاسي حکومتونو د ختمولو او د اقتدار سمبالولو دلارې پوځ د خپل اییني حد نه تجاوز کوي.

پاکستان کې د ادارو په خپلو حدودو کې دننه پاتې کېدو خبره يواځې سياستوال نه کوي.‏

د جنورۍ په میاشت کې د پاکستان د سپريم کورټ چيف جسټس قاضي فايز عيسا د لادرکه کسانو د يوې مقدمې د اورېدنه کې هم ويلي وو، ‏‎ ‎په زوره د خلکو ‏د بې درکيو مسله د تل دپاره هوارول غواړي خو دغه مسله دې سياسي نه کړل شي، دا سنجيده مسله ده. نوموړي ويلي وو ټولو ادارو له په خپلو حدودو کې ‏پاتې کېدل پکار دي.‏

پاکستان کې د اتمې فرورۍ په عامو انتخاباتو هم تورونه لګي چې درغلۍ پکې شوي او نتيجې بدل کړل شوې وې.‏

د عامو انتخاباتو وروسته پاکستان کې د مذهبي سياسي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان دعوه کړې وه، چې د پخواني پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه، ‏او استخباراتي ادارې (آی اېس آی) پخواني مشر او پېښور پخواني کور کمانډر جنرل فېض حميد په وينا یې د پخواني وزیراعظم عمران خان پرضد د عدم ‏اعتماد يا بې باورۍ تحریک راوړی وو.‏

د پاکستان پوځ د مولانا فضل الرحمان دعوې ته رسمي کوم غبرګون نه وو ویلي.‏

د پاکستان مخکيني پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د ريټايرډ کېدو نه لږه موده وړاندې د کال ‏‎2022‎م د نومبر په ‏‎23‎مه نېټه خپله وروستۍ وينا کې ‏اعتراف کړی وو چې پوځ د ‏‎70‎‏ کالو نه په سياست کې مداخلت کړی خو پوځ فېصله کړې چې نور به په راتلونکې کې په سياست کې لاسوهنه نه کوي.

پاکستان وايي امریکې ته یې پوځي اډې نه دي ورکړي

بلوڅ زیاته کړه چې "پاکستان کوم ملک يا حکومت ته د اډو ورکولو هيڅ اراده نه لري، او پاکستان به خپله خاوره يا فضايي حدود د کوم بل هيواد پرضد د ‏کارېدو اجازه ور نه کړي".‏
بلوڅ زیاته کړه چې "پاکستان کوم ملک يا حکومت ته د اډو ورکولو هيڅ اراده نه لري، او پاکستان به خپله خاوره يا فضايي حدود د کوم بل هيواد پرضد د ‏کارېدو اجازه ور نه کړي".‏

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياندې ممتاز زهره بلوڅ ویلي پاکستان امریکې ته پوځي اډې نه دي ورکړي او په دې اړه اوازو کې هیڅ حقيقت نشته.‏

بلوڅ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خبري غونډې ته وویل پاکستان بل ملک ته اډې نه دي ورکړې. "دغه ډول خبرونه تشې اوازې دي او مونږ یې په کلکه ردوو".‏

بلوڅ زیاته کړه چې "پاکستان کوم ملک يا حکومت ته د اډو ورکولو هيڅ اراده نه لري، او پاکستان به خپله خاوره يا فضايي حدود د کوم بل هيواد پرضد د ‏کارېدو اجازه ور نه کړي".‏

یوه اوونۍ وړاندې په قومي اسمبلۍ کې اپوزيشن ليډر عمر ايوب خان دعوه کړې وه چې پاکستان امریکې ته دوه پوځي اډې ورکړي او غوښتنه یې کړې وه ‏چې حکومت دې واضحه کړي چې دغه پوځي اډې د نګران حکومت که په بل حکومت کې ورکړل شوي دي.‏

په تېرو وختونو کې به هم داسې ګنګوسو کردش کولو چې پاکستان امريکې ته پوځي اډې ورکړې او هغه ډرون چې د پاکستان په قبایلي سیمو او په افغانستان کې د وسله والو په هدفونو حملې کوي هم د دغه خفیه اډو نه پورته کېږي. پاکستان به رسمي ډول دغه خبرې ردولې.

د کال 2022‎ په دوېم اګست د امریکې صدر جوبايډن ويلي اعلان وکړو چې د القاعده مشر اېمن الظواهري د هغه په امر په کابل کې په هواي حمله کې ووژل شو.

که څه هم طالبانو په کابل کې د الظواهري د وژل کېدو په رسمي ډول تصدیق نه دی کړی، وايي په دې اړه تحقیقات کوي، خو د ډرون د برید غندنه يې وکړه.

د کوم ملک نوم د اخیستلو پرته طالبانو دا هم وویل هغه ملکونه چې ډرون ته يې په خپله فضا کې د پرواز اجازت ورکړی "هم په دې جنايت کې ورسره شريک دي."

په کابل کې د ډون حملې وروسته، په څلورم اګست، د پاکستان دبهرنیو چارو د دفتر د هغه وخت وياند عاصم افتخار ویلي وو داسې هیڅ ثبوت نشته چې په کابل کې شوي ډرون ‏برید کې د پاکستان خاوره کارول شوې وه.‏

ممتاز زهره بلوڅ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په خبري غونډه کې د امریکې سره اړيکو په اړه وویل، پاکستان د امریکې سره د اوږدې مودې نه اړيکې لري.‏

هغې زياته کړه، روانه اوونۍ د امریکې يو پلاوي د پاکستان سفر کړی، پاکستان او امریکې د ترهګرۍ د مخنیوي، موسمي بدلون او تعليم سره په نورو ‏چارو خبرې اترې کړي دي.‏

هغې ویلي، پاکستان د امریکې سره اړيکو ته ډېر اهميت ورکوي.‏

د نهې- سه شنبې په ورځ د امریکې د بهرنيو چارو وزارت مرستیال وياند ويدانت پټېل خبري غونډه کې د امریکې او پاکستان د دفاعي مرستو په اړه ‏‏پوښتنې ته په ځواب کې ويلي وو، "د امنيتي چارو په لړ کې د پاکستان سره زمونږ همکارۍ کې د لوړې کچې د ترهګرۍ د مخنيوي بحث يا خبرې اترې، د ترهګرۍ د مخنيوي د ‏توان سېوا ‏کولو مالي مرستې، او د امریکې او پاکستان د ځواکونو په کچه اړيکو ته وده ورکول شامل دي".‏

هم په دغه ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، د امریکې د بهرنيو چارو وزارت د سياسي چارو سرپرست مرستيال جان بس په مشرۍ پلاوی ‏د اسلام اباد ‏په سفر کړی، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست سيکرټري رحيم حيات قرېشي سره یې ليدلي وو.‏

پاکستان ویلي وو، په ليدنه کې په دوه اړخيزه چارو ګټورې خبرې شوي دي. دواړو خواو د تجارت، پانګونې او سيمه ييزه امنیت په برخو کې د مرستو ‏سېوا کولو ‏ژمنه کړې وه

ملګري ملتونه وایي روان کال هم په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې شوې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر «یوناما» د روان کال تر لومړیو درو میاشتو پورې په افغانستان کې بشري حالت ارزولی چې پکې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانانو له بشري حقونو د سرغړونو د دوام یادونه شوې ده.

دا رپوټ د مې په لومړۍ نېټه خپور شوی او په بېلابېلو پېښو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې، د ښځو حقونو، د رسنیو ازادۍ، نیولو، اذیت، ناسم چلند، د پخواني حکومت د کارکوونکو غیرعدالتي وژنو، د طالبانو د عدالتونو په امر بدني سزاګانو او د زندۍ کولو اړوند مسایلو ته ځای ورکړل شوی دی.

د ښځو حقونه:

یوناما په خپل رپوټ کې ویلي په افغانستان کې د نجونو پر زدکړو د طالبانو د بندیز له کبله په مارچ میاشت کې نوی تعلیمي کال یو ځل بیا په سکولونو کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو له موجودګۍ پرته پیل شو.

په رپوټ کې ویل شوي د طالبانو د تعلیم وزارت په کابل کې د نوي تعلیمي کال د پیل په مراسمو کې د ګډون لپاره رسنیو ته کوم بلنلیک استولی وو، د مراسمو په ځای کې د مناسبت ځای د نشتوالي له کبله ښځو په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانو ته امر شوی وو چې په دغو مراسمو کې ګډون ونه کړي.

یوناما ویلي د طالبانو د امربالمعروف ونهی عن المنکر وزارت د حجاب اغوستلو په امر باندې عمل دوام موندلی، خو وایي دا امر په هغه کچه نه دی عملي کړی شوی چې د تېر کال په دسمبر او روان کال په جنورۍ کې یې د عملي کولو په برخه کې له شدت او زوره کار اخیستل کېده.

د تېر 2023م کال په وروستیو کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د پولیسو په ملاتړ د کابل په لوېدیځ او ځینو نورو برخو کې په لسګونو ښځې او ځوانې نجونې د مناسب حجاب نه اغوستو په تور نیولې او په زندان کې اچولې وې.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو تنظیمونو د طالبانو د حکومت دغه اقدامات غندلي وو او د نیول شویو ښځو او نجونو د خوشې کیدو غوښتنې یې کړې وې، خو طالبانو تل د بهرني غبرګون په مقابل کې خپل اقدامات شرعي او قانوني‌ بللي دي.

بدني سزاګانې او زندۍ:

د یوناما د رپوټ له مخې طالبانو د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې درې تنه په غزني او جوزجان ولایتونو کې د عامو خلکو په وړاندې په ښکاره په دار کړي دي. یوناما ویلي د طالبانو درو عدالتونو او د دوی مشر ملا هبت الله اخوندزاده د مرګ دا سزاګانې تایید کړې وې.

یوناما د طالبانو حکومت د 2021م کال په اګست کې له واکمنېدو وروسته د روان کال د مارچ میاشتې تر وروستیو پورې په افغانستان کې خلکو ته په ولسي ځایونو کې د مرګ د سزا پینځه پېښې ریکارډ کړې دي.

رپوټ وایي د طالبانو د عدالتونو په امر د 2022م کال په ستمبر کې یو تن په فراه ولایت کې، د 2023م کال په جون کې یو تن په لغمان ولایت کې، د روان کال د فرورۍ په 22مه دوه تنه په غزني ولایت کې او د فرورۍ پر 26مه په جوزجان ولایت کې زندۍ کړل شوي وو.

د یوناما په دغه رپوټ کې د طالبانو له خوا په ولسي ځایونو کې تورنو کسانو ته په دُرو د وهلو په اړه هم معلومات خپاره شوي او ویل شوي دي چې لږ تر لږه هره اوونۍ تورنو کسانو ته دغسې بدني سزاګانې ورکول کیږي.

د ملکي وګړو مرګ ژوبله:

د یوناما د رپوټ له مخې د روان کال د جنورۍ له شپږمې تر 11مې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له کبله درې چاودنې شوي چې 79 کسان پکې وژل شوي او 68 ژوبل شوي دي. وایي په دغو بریدونو کې د دوو ذمه واري داعش خراسان پر غاړه اخیستې ده.

یوناما په کندهار کې د مارچ پر 21مه د کابل بېنک مخته د طالبانو د پولیسو په منځ کې د ځانمرګي برید ذکر هم کړی او ویلي یې دي چې په دې پیښه کې 25 لوی نارینه کسان وژل شوي او 50 نور نارینه لویان ټپیان شوي دي. داعش ددې برید ذمه واري هم پر غاړه اخیستې وه.

په رپوټ کې پر افغانستان د پاکستان د بریدونو ذکر هم شوی دی، یوناما وایي د مارچ پر 18مه په خوست او پکتیکا باندې د پاکستان په هوايي بریدونو او د سرحدي سیمو په وسلوالو نښتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته تنه ملکي وګړي وژل شوي وو.

د پخواني حکومت له پوځي کارکوونکو غچ اخیستل:

د يوناما دفتر د بشري حقونو څانګې ویلي د طالبانو د مشر د عمومي بخښنې او د طالبانو د چارواکو له پرله پسې ټینګار سره سره په خپلسر د خلکو د نیولو، اذیت، ناوړه چلند او د عدالتونو له پرېکړو پرته د پخواني حکومت د پوځیانو د وژلو په اړه یې رپوټونه تر لاسه کړي دي.

په رپوټ کې ویل شوي د جنورۍ او مارچ تر منځ یې د بشري حقونو د سرغړونو لږ تر لږه د خپلسر نیونو او بندي کولو ۳۸ پېښې ریکارډ کړې، خو په دې کې د نیول شویو کسانو پېژندنه نه ده شوې چې دوی عام خلک دي که فعالان.

رپوټ وایي د اذیت او ناوړه چلند او لفظي ګواښونو یې لږ تر لږه ۱۰ پېښې او د تېر حکومت د لږ تر لږه څلورو چارواکو او افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د کسانو د صحرايي وژنو پېښې ریکارډ کړې دي

د رسنیو ازادي:

د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر په خپل رپوټ کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د رسنیو او افغان خبریالانو د حالت په اړه ویلي، خبریالان او رسنۍ له مختلفو چېلنجونو او خطرونو سره مخ دي.

یوناما ویلي خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو په یو له ستونځو ډک چاپیریال کې خپل فعالیت ته دوام ورکړی، وایي رسنۍ له پام وړ مالي چېلنجونو سره مخ دي او دوی د طالبانو د چارواکو له خوا پر محدودیتونو باوجود د کار په مهال د خپلسره بند له خطر سره مخ دي.

د طالبانو حکومت لا د یوناما دغه رپوټ ته غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې مخکې یې د بشري حقونو په اړه د نړیوالو ادارو رپوټونه له حقیقته لرې او د خپل حکومت خلاف پروپیګنډه بللې ده.

د بشري حقونو د حالت په اړه د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په رپوټ کې چې طالبان په پراخه توګه د بشري حقونو په سرغړونو تورن شوي وو، تېره اوونۍ د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یې په غبرګون کې ویلي وو چې لوېدیځ هیوادونه دې پر افغانانو خپل کلتور نه ور تپي، د ده په وینا د افغانستان خلک مسلمانان دي او حقوق یې د شریعت پر اساس تعریف کیږي.

نور کتل

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG