لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه وایي روان کال هم په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې شوې


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر «یوناما» د روان کال تر لومړیو درو میاشتو پورې په افغانستان کې بشري حالت ارزولی چې پکې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانانو له بشري حقونو د سرغړونو د دوام یادونه شوې ده.

دا رپوټ د مې په لومړۍ نېټه خپور شوی او په بېلابېلو پېښو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې، د ښځو حقونو، د رسنیو ازادۍ، نیولو، اذیت، ناسم چلند، د پخواني حکومت د کارکوونکو غیرعدالتي وژنو، د طالبانو د عدالتونو په امر بدني سزاګانو او د زندۍ کولو اړوند مسایلو ته ځای ورکړل شوی دی.

د ښځو حقونه:

یوناما په خپل رپوټ کې ویلي په افغانستان کې د نجونو پر زدکړو د طالبانو د بندیز له کبله په مارچ میاشت کې نوی تعلیمي کال یو ځل بیا په سکولونو کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو له موجودګۍ پرته پیل شو.

په رپوټ کې ویل شوي د طالبانو د تعلیم وزارت په کابل کې د نوي تعلیمي کال د پیل په مراسمو کې د ګډون لپاره رسنیو ته کوم بلنلیک استولی وو، د مراسمو په ځای کې د مناسبت ځای د نشتوالي له کبله ښځو په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانو ته امر شوی وو چې په دغو مراسمو کې ګډون ونه کړي.

یوناما ویلي د طالبانو د امربالمعروف ونهی عن المنکر وزارت د حجاب اغوستلو په امر باندې عمل دوام موندلی، خو وایي دا امر په هغه کچه نه دی عملي کړی شوی چې د تېر کال په دسمبر او روان کال په جنورۍ کې یې د عملي کولو په برخه کې له شدت او زوره کار اخیستل کېده.

د تېر 2023م کال په وروستیو کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د پولیسو په ملاتړ د کابل په لوېدیځ او ځینو نورو برخو کې په لسګونو ښځې او ځوانې نجونې د مناسب حجاب نه اغوستو په تور نیولې او په زندان کې اچولې وې.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو تنظیمونو د طالبانو د حکومت دغه اقدامات غندلي وو او د نیول شویو ښځو او نجونو د خوشې کیدو غوښتنې یې کړې وې، خو طالبانو تل د بهرني غبرګون په مقابل کې خپل اقدامات شرعي او قانوني‌ بللي دي.

بدني سزاګانې او زندۍ:

د یوناما د رپوټ له مخې طالبانو د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې درې تنه په غزني او جوزجان ولایتونو کې د عامو خلکو په وړاندې په ښکاره په دار کړي دي. یوناما ویلي د طالبانو درو عدالتونو او د دوی مشر ملا هبت الله اخوندزاده د مرګ دا سزاګانې تایید کړې وې.

یوناما د طالبانو حکومت د 2021م کال په اګست کې له واکمنېدو وروسته د روان کال د مارچ میاشتې تر وروستیو پورې په افغانستان کې خلکو ته په ولسي ځایونو کې د مرګ د سزا پینځه پېښې ریکارډ کړې دي.

رپوټ وایي د طالبانو د عدالتونو په امر د 2022م کال په ستمبر کې یو تن په فراه ولایت کې، د 2023م کال په جون کې یو تن په لغمان ولایت کې، د روان کال د فرورۍ په 22مه دوه تنه په غزني ولایت کې او د فرورۍ پر 26مه په جوزجان ولایت کې زندۍ کړل شوي وو.

د یوناما په دغه رپوټ کې د طالبانو له خوا په ولسي ځایونو کې تورنو کسانو ته په دُرو د وهلو په اړه هم معلومات خپاره شوي او ویل شوي دي چې لږ تر لږه هره اوونۍ تورنو کسانو ته دغسې بدني سزاګانې ورکول کیږي.

د ملکي وګړو مرګ ژوبله:

د یوناما د رپوټ له مخې د روان کال د جنورۍ له شپږمې تر 11مې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له کبله درې چاودنې شوي چې 79 کسان پکې وژل شوي او 68 ژوبل شوي دي. وایي په دغو بریدونو کې د دوو ذمه واري داعش خراسان پر غاړه اخیستې ده.

یوناما په کندهار کې د مارچ پر 21مه د کابل بېنک مخته د طالبانو د پولیسو په منځ کې د ځانمرګي برید ذکر هم کړی او ویلي یې دي چې په دې پیښه کې 25 لوی نارینه کسان وژل شوي او 50 نور نارینه لویان ټپیان شوي دي. داعش ددې برید ذمه واري هم پر غاړه اخیستې وه.

په رپوټ کې پر افغانستان د پاکستان د بریدونو ذکر هم شوی دی، یوناما وایي د مارچ پر 18مه په خوست او پکتیکا باندې د پاکستان په هوايي بریدونو او د سرحدي سیمو په وسلوالو نښتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته تنه ملکي وګړي وژل شوي وو.

د پخواني حکومت له پوځي کارکوونکو غچ اخیستل:

د يوناما دفتر د بشري حقونو څانګې ویلي د طالبانو د مشر د عمومي بخښنې او د طالبانو د چارواکو له پرله پسې ټینګار سره سره په خپلسر د خلکو د نیولو، اذیت، ناوړه چلند او د عدالتونو له پرېکړو پرته د پخواني حکومت د پوځیانو د وژلو په اړه یې رپوټونه تر لاسه کړي دي.

په رپوټ کې ویل شوي د جنورۍ او مارچ تر منځ یې د بشري حقونو د سرغړونو لږ تر لږه د خپلسر نیونو او بندي کولو ۳۸ پېښې ریکارډ کړې، خو په دې کې د نیول شویو کسانو پېژندنه نه ده شوې چې دوی عام خلک دي که فعالان.

رپوټ وایي د اذیت او ناوړه چلند او لفظي ګواښونو یې لږ تر لږه ۱۰ پېښې او د تېر حکومت د لږ تر لږه څلورو چارواکو او افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د کسانو د صحرايي وژنو پېښې ریکارډ کړې دي

د رسنیو ازادي:

د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر په خپل رپوټ کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د رسنیو او افغان خبریالانو د حالت په اړه ویلي، خبریالان او رسنۍ له مختلفو چېلنجونو او خطرونو سره مخ دي.

یوناما ویلي خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو په یو له ستونځو ډک چاپیریال کې خپل فعالیت ته دوام ورکړی، وایي رسنۍ له پام وړ مالي چېلنجونو سره مخ دي او دوی د طالبانو د چارواکو له خوا پر محدودیتونو باوجود د کار په مهال د خپلسره بند له خطر سره مخ دي.

د طالبانو حکومت لا د یوناما دغه رپوټ ته غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې مخکې یې د بشري حقونو په اړه د نړیوالو ادارو رپوټونه له حقیقته لرې او د خپل حکومت خلاف پروپیګنډه بللې ده.

د بشري حقونو د حالت په اړه د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په رپوټ کې چې طالبان په پراخه توګه د بشري حقونو په سرغړونو تورن شوي وو، تېره اوونۍ د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یې په غبرګون کې ویلي وو چې لوېدیځ هیوادونه دې پر افغانانو خپل کلتور نه ور تپي، د ده په وینا د افغانستان خلک مسلمانان دي او حقوق یې د شریعت پر اساس تعریف کیږي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG