چارواکي وائي چې دافغانستان دشمالي ولايت بلخ په سرښار مزارشريف کې يوه زنانه خبرياله په چاړۀ وهل شوې اؤ قتل کړل شوې ده.
دنهې په ورځ دحضرت علي دروضې سره نزدې په بلخ کې دبيان شمال ريډيو سټيشن لپاره کارکوونکې خبرياله پلوشه توخي ميرانزئ پخپل کور کې دننه ددغه بريد لاندې راغلې ده.
دسيمه ييزو پوليسو يو وياند کرنل عبدالرازق قادري دپيښې په اړه ميډيا ته وئيلي چې په چاړې سره دپلوشې دقتلولو وروستو نامعلومو حمله کوونکي په تيښته کې بريالي شوي دي.
دبيان ريډيو ډائريکټر حافظ ماجدي ددغه پيښې پخلى کړى خو وئيلي يې دي چې پلوشې دهغوي سره تر شپږو کلونو کار کړى ؤ خو په ٢٠١٢م کې يې دخپل ماسټر کولو لپاره کار پريښودى ؤ.
هغه وويل چې حمله کوونکو پلوشې ته ديو وادۀ په دستوره کې دگډون دبلنې ورکولو بهانه کړې وه،هرکله چې هغې دخپل کور دروازه پرانسته نو دغو خلکو پرې په سر اؤ سينه دچړې گزارونه وکړل اؤ وې وژله.
دماجدي وينا ده چې دقتلولو نه يوه ورځ مخکې پلوشې ته دمرگ دړکه شوې وه.