لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي : جرگه کې خودکش حمله،پينځه کسان مړۀ


 دغه خودکش حمله کې د٧ؤ کسانو دژوبل کيدو اطلاعات هم ترلاسه شوي دي.
دغه خودکش حمله کې د٧ؤ کسانو دژوبل کيدو اطلاعات هم ترلاسه شوي دي.

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې په يوه جرگه کې شوې خودکش حمله کې لږ ترلږه پينځه کسان وژل شوي دي.

دخيبرايجنسۍ دپوليټيکل انتظاميې ترمخه دشورو په ورځ دايجنسۍ لرې پرتې سيمې تيراه په پيرميله علاقه کې دخلکو يوه جرگه روانه وه چې په دغه مهال يو خودکش ورغلى اؤ په ځان پسي تړلي بارود يې والوځول.

دغه خودکش حمله کې د٧ؤ کسانو دژوبل کيدو اطلاعات هم ترلاسه شوي دي.

باور کيږي دخيبرايجنسۍ بيلا بيلو سيمو کې القاعده سره تړلو پاکستاني طالبانو خپلې خوندي ځالې جوړې کړي اؤ دغلته په تيرو وختونو کې دپاکستان پوځ کارروايۍ ترسره کړي چې پکې يې دلسگونو جنگيالو دوژلو دعوه کړې.

دخيبرايجنسۍ دتيراه سيمې پولې دوؤ قبائيلي علاقو کرمې اؤ اورکزو ايجنسۍ سره لگيدلي اؤ زياترو برخو کې يې ځنگلونه دي.

تيراه علاقه په عسکري لحاظ سره هم زياته مهمه سيمه ده ځکه چې کرمه اؤ اورکزو ايجنسۍ کې موجودو پوځيانو ته دسازوسامان رسولو لپاره کومې لارې استعمالولى شي دهغې محفوظولو لپاره دتيراه په څوکو دپوځ کنټرول ضروري دي.

بل لوري ته دمهمندو ايجنسۍ په صافي تحصيل کې دوسله والو په يوه حمله کې دمقامي امن کميټۍ يو غړى وژل شوى، چارواکي وائي چې دغه حمله دنهې په شپه دامن کميټۍ په چوکۍ شوې ده.

مهمند ايجنسۍ کې دامن کميټۍ کارکوونکو گڼې چوکۍ جوړې کړي اؤ له دې وړاندې هم دغه قبائيلي علاقه کې دامن کميټۍ په غړو، دپوليو دمخنيوي په کارکوونکو اؤ امنيتي ځواکونو حملې شوي دي.

همدغه شان دخيبرپښتونخوا په جنوبي ضلع هنگو کې دلټونې دعملياتو په مهال دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ نښته شوې چې پکې ددوؤ جنگيالو دوژلکيدو اطلاعات ترلاسه شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG