لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ : دپوليو ډلې په ساتونکو عسکرو چاؤدنه، درې مړۀ


 چارواکي وائي دنهې په ورځ دغه بم چاؤدنه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې د سلارزو تصيل دار صاحبزاده د خپلو ساتونکو ترڅنگ د پوليو کمپين څارنې لپاره روان ؤ چې د سلارزو د چرگو په مقام پرې بمي چاودنه وشوه.
چارواکي وائي دنهې په ورځ دغه بم چاؤدنه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې د سلارزو تصيل دار صاحبزاده د خپلو ساتونکو ترڅنگ د پوليو کمپين څارنې لپاره روان ؤ چې د سلارزو د چرگو په مقام پرې بمي چاودنه وشوه.

چارواکي وائي دپاکستان قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې دنهې په ورځ يوه ريموټ کنټرول بمي چاودنه کې دپوليو دډلې په امنيت مامور درې د ليويز عسکر وژل شوي اؤ دتحصيلدار په گډون درې نور ژوبل شوي دي.

دگل په ورځ باجوړ ايجنسۍ کې دپينځوؤ کلونو نه دکم عمر ددوؤ لکو اؤ څليريشتو زرو ماشومانو ته دپوليو دڅاڅکو اچولو لپاره په سختو امنيتي تدابيرو کې دپوليو درې ورځنى کيمپين پيل شوى ؤ.

دپوليو ضد کيمپئن دپرانستې دستوره دايجنسۍ هيډکوارټر هسپتال کې ترسره شوې وه چې پکې دروغتيا دمحکمې چارواکو، دمقامي انتظاميې ، روغتيا دنړيوالې ادارې(ډبليو ايچ او) استازو ، قبائيلي مشرانو، مذهبي سکالرانو اؤ نورو سياسي مشرانو گډون کړى ؤ.

چارواکي وائي دنهې په ورځ دغه بم چاؤدنه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې د سلارزو تصيل دار صاحبزاده د خپلو ساتونکو ترڅنگ د پوليو کمپين څارنې لپاره روان ؤ چې د سلارزو د چرگو په مقام پرې بمي چاودنه وشوه.

دچارواکو وينا ده چې ددغه چاؤدنې له امله دري د ليويز عسکر ځايي پر ځايي مړۀ او دري ټپيان شول.

ژوبل عسکر د درملني لپاره نزدي روغتون ته رسول شوي .

که هر څو ددغه چاؤدنې مسؤليت تر دې مهاله چا په غاړه نۀ دى اخستى خو له دې وړاندې طالبانو باجوړ ايجنسۍ کې دپوليو کارکوونکو ته دړکه کړې وه چې دپوليو کيمپين کې دې برخه نۀ اخلي گنې دوهم صورت کې به ورته دپيښيدونکو نتيجو هغوي پخپله ذمه وار وي.

دگل په ورځ هم دباجوړ ايجنسۍ په خار تحصيل کې دليويز عسکرو يو کورنى جوړ شوى بم ناکاره کړى ؤ.

ديادونې ده چي قبائيلي سيمه باجوړايجنسۍ کې د تير پوليود کمپين په مهال هم د پوليو د ټيم د امنيت مامورو عسکرو بريد شوى ؤ چي پکې دوه عسکر ټپيان شوي وو.

په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب فوځي عملياتو شروع کيدو وروستو په نورو قبائيلي سيمو کې د وسله والو بريدونه زيات شوي چي پکې امنيتي ځواکونه ،د امن لښکر غړي او د صحت د محکمې کارکونکي په نخښه کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG