لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غني وائي افغانستان به دپردې تر شا جگړو لپاره کارول کيدو ته پرې نږدي


مونږ خپله خاوره دخپل کوم گاونډي خلاف داستعمالولو اجازت ورنۀ کړو
مونږ خپله خاوره دخپل کوم گاونډي خلاف داستعمالولو اجازت ورنۀ کړو

دپاکستان اؤ انډيا ترمينځ درقابت دافغانستان تر پولو پورې دغځيدو دگنگوسو وروستو دافغانستان نوي صدر اشرف غني دشورو په ورځ په ډاگه کړې ده چې هغه به چاته پخپل ملک کې دپردې تر شا دجگړې کولو اجازت ورنۀ کړي.

گاونډي هيوادونه پاکستان اؤ هند افغانستان کې داثرورسوخ ترلاسه کولو لپاره يو بل دپردې تر شا په جگړې تورنوي.

خو دسږکال په اخره کې افغانستان نه دبهرنو ځواکونو دوتلو سره دا انديښنې سيوا شوي چې دهغوي رقابت به نور هم سيوا چې ورسره افغانستان نور بې ثباته کيدى شي.

په نيپال کې دجنوبي ايشياء دمشرانو په يوه غونډه کې ( چې پکې دانډيا وزيراعظم نريندر مودي اؤ دپاکستان وزيراعظم نواز شريف هم موجود دي) دافغانستان صدر اشرف غني وويل مونږ به خپله خاوره دخپل کوم گاونډي خلاف داستعمالولو اجازت ورنۀ کړو خو چاته به دا اجازت هم ورنۀ کړو چې زمونږ خاوره دپردې تر شا جگړو لپاره استعمال کړي

داشرف غني پيش رو حامد کرزي به اکثره په اسلام اباد تور لگولو طالب جنگيالو ته په خوندي ځالو ورکولو سره دافغانستان دبې ثباته کولو هڅه کوي.

پاکستان دهاغو دريوؤ ملکونو څخه يو ؤ چې د٢٠٠١ء نه يې وړاندې دطالبانو واکمني منلې وه.

دپاکستان دنوم ديادولو پرته غني وويل چې دغيررياستي عناصرو رياستي ملاتړ تباه کوونکې اغيزې لرلى شي دا په ډاگه کيدل پکار دي چې داسې گامونه دعکس العمل اغيزې لري چې رياستي نظام تباه کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG