لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپيښور دسانحې يوه مياشت پوره


 گڼو استاذانو دمعصومو بچو دژوند بچ کولو په مهال هم خپل ژوند دلاسه ورکړى ؤ.
گڼو استاذانو دمعصومو بچو دژوند بچ کولو په مهال هم خپل ژوند دلاسه ورکړى ؤ.

دپاکسان دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي ارمي پبلک سکول دطالبانو لخوا دشوې خونړۍ يوه مياشت پوره شوې ده.

په 16 دسمبر،2014م کې 7 وسله وال ترهه گر دپيښور په ورسک روډ موقعيت لرونکي ارمي پبلک سکول ته ورننوتلي وؤ اؤ ددغه سکول په مختلفو کمرو کې يې د130ؤ نه دزياتو ماشومانو په گډون 150 کسان په بې دردۍ سره وژلي وؤ.

گڼو استاذانو دمعصومو بچو دژوند بچ کولو په مهال هم خپل ژوند دلاسه ورکړى ؤ.

پاکستاني پوځيانو ياد شوى سکول په گيره کې اخستى ؤ نښته کې ٧ واړه ترهه گر وژل شوي وؤ.

دحملې ذمه واري وروستو پاکستاني طالبانو په غاړه اخستې وه.

دامريکا، هند، افغانستان، ملگرو ملتونو، جرمني په گډون گڼو هيوادونو، نړيوالو شخصياتو اؤ ادارو ددغه پيښې غندنه اؤ دوژل شوؤ ماشومانو دکورنو دغړو سره ديو والي څرگندونه کړې وه.

ددغه بريد وروستو دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف هيواد کې دترهه گرو دمرگ په سزا عمل درامد بحال کړى ؤ اؤ دترهه گرۍ دمخنيوي دملي تگلارې لاندې پارليمان څخه دترهه گرۍ په اړه دمقدمو پوځي عدالتونو کې دچلول کيدو لپاره د٢١م ائيني بدلون منظوري ورکړل شوه.

راپورونه وائي چې دپيښور په سکول شوې حمله کې په باالواسطه توگه ککړ پينځه مجرمان هم افغانستان څخه نيول شوي دي.

دپيښور دحملې څخه يوه ورځ وروستو دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرل(ر) شريف اؤ ډي جي ائي ايس ائي ميجر جنرل رضوان اختر دکابل ناڅاپي سفر کړى ؤ راپورونه وائي چې هغوي په افغان چارواکودمُلا فضل الله دوفا دارو جنگيالو په ضد دکارروائيو کولو غوښتنه کړې وه.

ددې ترڅنگ دپيښور دسانحې څخه وروستو دپاکستان پوځ شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسو کې روانو عملياتو ضرب عضب اؤ خيبرون کې چټکتيا راوستې اؤ پوځ دعوه کوي چې دشمالي وزيرستان عملياتو کې يې تر دې مهاله ٢٠٠٠ ترهه گر وژلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG