لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې عملياتو تندلاري افغانستان ته په اوړيدو مجبور کړي،راپور


اپور کې دافغان چارواکو له خُلې وئيل شوي چې تيره مياشت دائي ايم يو اؤ القاعده سره تړلې 400 کورنۍ افغانستان ته وراوښتي
اپور کې دافغان چارواکو له خُلې وئيل شوي چې تيره مياشت دائي ايم يو اؤ القاعده سره تړلې 400 کورنۍ افغانستان ته وراوښتي

وال سټريټ جرنل پخپل يو راپور کې دافغان چارواکو اؤ سيمه ييزو خلکو له خُلې وئيلي دي چې دپاکستاني پوځ لخوا قبائيلي سيمو شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دروانو عملياتو له امله القاعده، دولت اسلاميه اؤ دازبکستان اسلامي تحريک( ائي ايم يو) افغانستان ته په اوړيدو مجبور شوي دي.

راپور کې دافغان چارواکو له خُلې وئيل شوي چې تيره مياشت دائي ايم يو اؤ القاعده سره تړلې 400 کورنۍ افغانستان ته وراوښتي اؤ ددغه هيواد په هاغو برخو کې دمقامي خلکو کورونو کې اوسيږي چرته چې دقانون واک کمزورى دى.

دهلمند دسنگين اولسوالۍ يو قبائيلي مشر حاجي عبدالعزيزي وال سټريټ جرنل ته وئيلي دي هغه ديوې شپې لپاره يې دعربانو ديوې داسې کورنۍ ميلمستيا کړې چې دعوه يې کوله هغوي دداعش وفادار دي.

دعزيزي ترمخه هغوي شپږ سړي ، اووۀ ښځې اؤ دوه ماشومان وؤ، په هغوي کې ځينو پښتو وئيله اؤ زياته يې کړه چې ددغه ډلې ښځې وسله والې وې اؤ دشپې به يې په وار، وار سره ديوبل څارنه کوله.

هغه وويل دغو خلکو دخپلې خوښې دداسې اسلام نافذولو هڅه کوله چې دمقامي روايتونو سره پۀ ټکر کې ؤ.

افغان چارواکي وائي چې وسله وال خارجيان په غزني،زابل اؤ فراه ولايتونو کې ميشته دي، هغوي دتندلارو داخليدل دپولې پورې غاړې دپاکستان دپوځ لخوا په روانو عملياتو پسي منسوبوي.

قبائيلي مشران وائي چې دغو تندلارو دمقامي طالبانو په مرسته په هاغو کورونو قبضې کړي چې له دې وړاندې به خالي پراتۀ وؤ.

دسلامتۍ په اړه يو سينئر افغان چارواکى وائي چې مرکزي حکومت ددغو تندروه ډلو دموجودگۍ څارنه کوي اؤ په کابل کې دنړيوالو ځواکونو يو وياند وئيلي دي چې هغوي ته په زابل يا غزني کې دبهرنو جنگيالو دهلو ځلو په اړه معلومات نشته.

دخاک سفيد اولسوال عبدالخالق نورزۍ وئيلي دي چې فراه ته ورغلي تندلاري ، چې وئيل کيږي مالداره دي، هغوي ځانونه دداعش دبينر لاندې بدل کړي اؤ سيمه کې يې تربيتي مرکزونه هم جوړ کړي دي.

دفراه څخه يو سينيټر وال سټريټ جرنل ته وئيلي دي چې هغوي دطالبانو يا حکومت خلاف تر دې مهاله جگړه نۀ ده کړې خو هغوي سيمه کې په په تربيه په فعاله توگه بوخت دي

امريکا افغانستان کې اوس محدوده موجودگي لري اؤ په بنيادي توگه دهغوي کردار اوس افغان ځواکونو ته تربيې ورکولو اؤ دالقاعده په ضد عملياتو کې دهغوي مرستې پورې محدود شوى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG