د پاکستان تر ټولو ستر صنعتي ښار کراچۍ په گلشن اقبال علاقه کې نامالومو کسانو د يو شخصي سکول نه بهر لاسي بم ويشتی ، او تښتېدلي دي .
د کراچۍ د گلشن اقبال سيمې په بلاک نمبر ۷ کې دغه پېښه نن د نهې په سحر وختي رامنځته شوې ده ، او د لاسي بم په چاؤدنه کې کومه مرگ ژوبله نه ده رامنځته شوې ځکه چې د چاؤدنې په مهال سکول بند ؤ .
د پوليسو په وينا حمله کوؤنکي په موټر سائيکل راغلي او د لاسي بم ويشتو وروستو د موقعې څخه په تېښته کې بريالي شوي دي . او حمله کوؤنکو په دغې ځايې د دهړکې پمفلټې هم غورځولی دی .
د ځايي ميډيا ترمخه د سکول مخې ته غورځول شوی پمفلټ چې په انگرېزۍ او اردو ژبو کې ليکل شوی ، په هغې کې ليکل شوي چي که د تېزندو ورکولو سلسله ونه درول شوه نو په سکولونو به حملې جاري وساتل شي .
د ښار د شرقي زون د پوليس مشرډي ائي جي منېراحمد شېخ د پېښې په ځايې مطبوعاتو سره خبرو کې ووئيل ، لاسي بم په سکول نه دی ويشتل شوی ، بلکې په سړک غورځول شوی او چاؤدلی دی .
د نوموړي په وينا دغه کار د ويرې خورولو دپاره شوی ، او پوليس په دغه ځايې د لگېدلو سي سي ټي وي کېمرو ريکارډ په قبضه کې اخيستی ، او د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي .
د گلشن اقبال په بلاک ۷ کې چې لاسي بم ويشتل شوی دی ، د سړک دواړو خواؤ شخصي سکولونه اباد دي او د پوليس چارواکو په وينا دغلته د سکولونو په حفاظت پوليس په ډيوټۍ کولی شي ، ولې د حملې په مهال سکولونه بند ؤ ځکه پوليس په ډيوټۍ موجود نه وو .
په کراچۍ کې د رېنجر ځواکونو مشر مېجر جنرال بلال اکبر د موقعې دوره کړې ، او د صوبې د تعليم وزير نثارکهوړو د پېښې نوټس اخيستی ، او رپورټ يې طلب کړی دی .
په ۱۶م دسمبر پېښور کې په آرمي پبلک سکول د طالبانو د حملې وروستو د نور ملک په رنگ کراچۍ کې هم سکولونو کې د ژمي ورکړی شوی چهټيانې غځول شوې ، او چارواکو وئيلي ؤ چې د سکولونو د حفاظت دپاره يې گامونه پورته کړي دي .
په کراچۍ ښارنن د سائټ ټاؤن په سيمه کې په يوه بله پېښه کې هم د رېنجرو د گاډي سره نزدې د بارودي موادو چاؤدنه شوې ، او په دغې پېښه کې هم کومه مرگ ژوبله نه ده رامنځته شوې .
په کراچۍ ښار کې دغه پېښې په داسې مهال رامنځته شوي ، چې نن د ښار په مرکزي جېل کې د يوې لاقانونه گرځول شوې ډلې لشکر جهنگوي دوه غړي تېزندي کړی شوي دي .
چارواکي وايي ښار کې سيکيورټي نوره زياته کړې ده .