لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور:په امام باړه دترهه گرو حمله،١٩ کسان مړۀ،٦٠ ژوبل


تر دې مهاله ددغه حملې ذمه واري چا په غاړه نۀ ده اخستې
تر دې مهاله ددغه حملې ذمه واري چا په غاړه نۀ ده اخستې

پوليس وائي چې دجمعې په ورځ دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار په حيات اباد سيمه کې ديوې امام باړې سره نزدې خودکش حمله، دلاسي بمونو چاؤدنو اؤ وسله والو ناتاره ډزو کې ١٩ کسان وژل شوي اؤ ٦٠ نور ژوبل شوي دي.

دتحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) څخه جلا شوې يوې تندروه ډلې جندالله پخپل يو بيان کې ددغه حملې ذمه واري په غاړه اخستې اؤ وئيلي يې دي چې دا ددسمبر په مياشت کې دتيزندي کړل شوي دډاکټر عثمان دمرگ بدل ؤ.

بيان کې وئيل شوي دي دا دوينې په بدل کې دوينې اخستو لړۍ ده کومه چې به روانه وي، حکومت ته دنورو سختو ځوابونو توقعو کول پکار دي

دچاؤدنې اؤ ډزو وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې پوليس عسکر، دامدادي ادارو غړي رسيدلي اؤ ټوله سيمه يې پخپله ولقه کې اخستې .

ژوبل کسان دښار ليډي ريډنگ، حيات اباد ميډيکل کمپليکس اؤ نورو هسپتالونو ته رسول کيږي.

ژوبل شوؤ کې هم دزياترو حالت نازک ښودل کيږي چې له دې امله دمړو شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.

ايس ايس پي اپريشنز ډاکټر ميا سعيد پيښور کې ميډيا سره دخبرو په مهال وويل چې دغه پيښه کې دريوؤ خودکش حمله کوونکو برخه اخستې وه چې پکې يو خودکش دځان په الوځولو کې بريالى شوى.

هغه پيښه کې د١٣ؤ کسانو دوژل کيدو اؤ ٥٠ؤ څخه دزياتو دژوبل کيدو پخلى کړى دى.

دهسپتال سرچينو هم پيښه کې د١٠ؤ کسانو دوژل کيدو اؤ ٦٠ؤ دژوبل کيدو پخلى کړى دى.

عيني شاهدان وائي چې دجمعې دنمونځ په مهال امام مسجد امام باړه کې درې چاؤدنې شوي دي خو پوليسو په شيعه عبادت خانه کې دچاؤدنې پخلى تر دې مهاله نۀ دى کړى.

عيني شاهدانو دعوه کړې چې دجمعې نمونځ ادا کيدو چې په دغه مهال دپينځوؤ څخه تر شپږو پورې وسله وال چې دامنيتي ځواکونو يونيفارم يې اغوستى ؤ وؤ امام باړې ته ورننوتل اؤ دغلته په تعينات عسکرو يې لاسي بمونه وغورځول اؤ ډزې يې پرې وکړې.

عيني شاهدان دا هم وائي چې وسله والو کې يوتن چې په ځان پسي يې خودکش جيکټ تړلى ؤ، ځان يې دامام باړې دننه الوځولى اؤ دهغه نورو ملگرو ناتاره ډزې شروع کړي ، پيښه کې ١٠ کسان وژل شوي اؤ ٦٠ نور ژوبل شوي دي.

پيښور کې په امام باړه دغه حمله داسې حال کې ترسره شوې چې تيرکال په ١٦م دسمبر پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي يو سکول دحملې څخه وروستو پاکستان کې خطرناکو مجرمانو ته دتيزندۍ ورکولو په سزا عمل درامد بحال شوى اؤ ددې ترڅنگ وسله والو پوځونو دهيواد په قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد عملياتو کې چټکتيا راوستې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG