لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشامي ياغيانو تربيه به څلورو نه شپږو اوونو کې پيل شي،پينټاگون


دپينټاگون ترمخه ياغيانو ته به په ابتدائي توگه دداعش په ضد جنگيدولپاره تربيت ورکولى شي.
دپينټاگون ترمخه ياغيانو ته به په ابتدائي توگه دداعش په ضد جنگيدولپاره تربيت ورکولى شي.

پينټاگون وئيلي دي دڅو مياشتو دتيارو څخه وروستو ددولت اسلاميه په ضدجنگيدو لپاره دشامي ياغيانو تربيه راتلونکو څلورو نه شپږو اوونو کې پيل کيدى شي.

دپينټاگون ترمخه ياغيانو ته به په ابتدائي توگه دداعش په ضد جنگيدولپاره تربيت ورکولى شي.

يوه اوونۍ دمخه امريکا اؤ ترکي دتربيې په غرض ترکي کې دځايې داستعمالولو لپاره په يو تړون لاسليک کړى ؤ، ترکي په دې خبره اتفاق کړى چې دتربيت لپاره به يو نوى تنصيب ورکوي اؤ دغه تربيت به دامريکا اؤ ترکي دعسکرو لخوا ورکولى شي.

دغه ځايې دهاغو څلورو ځائيونو څخه يو دى چرته چې به امريکا اؤ ائتلافي شراکت داران ددولت اسلاميه په ضد جنگيدو لپاره شامي ياغيانو ته تربيه ورکوي، خبري ادارې رائيټرز ديو امريکائي چارواکو له خُلې وئيلي دي چې اردن، سعودي عرب اؤ قطر هم( دتربيت دمقصد لپاره) دځائيونو ورکولو وړانديز کړى دى.

دپينټاگون دوياند رئير ايډمرل جان کربي ترمخه تربيت کې دبرخې اخستو لپاره امريکائي پوځ دخواؤشا ١٥٠٠ؤ شامي ياغيانو پيژندگلو کړې ده.

دپينټاگون وياند وائي چې دددغه تربيت مقصد تيرکال دشام اؤ عراق په بيلا بيلو ځائيونو دقابضې شوې ډلې دولت اسلاميه دجنگيالو په ضد شامي ياغيان تيارول دي نۀ چې دشامي صدر بشارالاسد لرې کول.

دپينټاگون وياند کربي وائي چې په هره ډله کې به ددوؤ څخه نيولې تر دريوؤ سوؤپورې کسانو ته تربيت ورکولى شي اؤ هر کال به دپينځوؤ زرو څخه پينځه نيمو زرو پورې کسانو ته تربيه ورکولى شي.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې دغه تربيت ترلاسه کوونکي کسان چې هرکله خپلو کورونو ته ستانۀ شي نو امريکا به ورته څه رقم مرسته ورکوي کربي وويل دې لړ کې کومه پريکړه نۀ ده شوې.

دشام اؤ عراق په لويه برخه تندروه ډلې داعش قابضه ده ، دغه ډلې په يادو هيوادونو کې جون ٢٠١٤م کې دخلافت اعلان کړى اؤ د ابوبکرالبغدادي په نوم تن يې خپل مشر مقرر کړى.

دداعش لخوا دخلافت داعلان څخه دمخه ٢٠١١ کې شام کې تاؤتريخوالى پيل شوى ؤ چې پکې ياغيانو دشامي صدر بشارالاسد داقتدار څخه دلرې کولو لپاره وسله والې هلې ځلې پيل کړې وې.

ځانګړې ویډیوګانې

د امریکا په ورجینیا ایالت کې د هندواڼو هولي جشن ولمانځلی شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:31 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG