د اسلام اباد هائيکورټ نن د گل په ورځ د پنجاب وژل شوي گورنر سلمان تاثير وژونکي ممتاز قادري د مرگ د سزا اپيل خارج کړی او د تعزيرات پاکستان د دفعې ۳۰۲ لاندې يې د هغه د مرگ سزا برقراره ساتلې ده .
د اسلام اباد هائيکورټ د دوه کسيزه ججانو بينچ چې جسټس نورالحق قرېشي او جسټس شوکت صديقي باندې مشتمل دی ، بينچ د ممتاز قادري په اپيل باندې په ۱۱م فرورۍ فېصله محفوظ کړې ، او نن يې د هغه اپيل خارج کړو .
نن د فېصلې اورولو په وخت د اسلام اباد هائيکورټ نه چاپېره سخت امنيتي گامونه پورته کړی شوي وو .
د راپورونو ترمخه د اسلام اباد هائيکورټ د قادري د مرگ سزا برقراره ساتلي ، ولې د هغه په ضد لگول شوې د ترهگرۍ سيکشن ۷م دفعه يې ختمه کړی ده .
د قادري وکيلانو وئيلي چې د اسلام اباد هائيکورټ لخوا د قادري په ضد د مرگ سزا برقرارساتلو فېصله به په ستره محکمه کې چېلنج کوي .
ممتاز قادري د کال ۲۰۱۱م د جنورۍ په څلورمه نېټه د اسلام اباد په يو مارکيټ کې په سلمان تاثير ډزې کړې او وژلی يې ؤ ، ممتاز قادري د سلمان تاثير په سرکاري ساتونکو کې شامل ؤ .
ممتاز قادري د ترهگرۍ د مخنيوي عدالت ته وړاندې د جرم اعتراف کړی او وئيلي يي ؤ چې گورنر يې د ناموس رسالت په اېکټ کې د بدلون د ملاتړ په خبره وژلی ؤ .