لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجنرل راحيل لخوا شپږو ترهه گرو ته دمرگ دسزا ورکولو پخلى

دائي ايس پي ار ترمخه دپوځي عدالتونو څخه دمرگ سزا موندونکي شپږ ترهه گر دترهه گرۍ په سختو پيښو، دبې گناه انسانانو په وژلو، خودکش حملو اؤ انساني ځان ومال ته زيان رسولو کې ککړ وؤ
دائي ايس پي ار ترمخه دپوځي عدالتونو څخه دمرگ سزا موندونکي شپږ ترهه گر دترهه گرۍ په سختو پيښو، دبې گناه انسانانو په وژلو، خودکش حملو اؤ انساني ځان ومال ته زيان رسولو کې ککړ وؤ

دزيارت په ورځ دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې( ائي ايس پي ار) له لوري جاري شوي يو بيان ترمخه دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف اوس اوس هيواد کې په جوړو کړل شوؤ پوځي عدالتونو کې په شپږو ترهه گرو د مقدمو د چليدلو اؤ ور ته دمرگ دسزا دورکولو پخلى کړى دى.

دائي ايس پي ار ترمخه دپوځي عدالتونو څخه دمرگ سزا موندونکي شپږ ترهه گر دترهه گرۍ په سختو پيښو، دبې گناه انسانانو په وژلو، خودکش حملو اؤ انساني ځان ومال ته زيان رسولو کې ککړ وؤ، دپوځ سرلښکر دشپږو واړو ترهه گرو دمرگ دسزا پخلى کړى دى.

دپوځي وياند ميجر جنرل عاصم باجوه ترمخه پوځي عدالتونو څخه سزا موندونکي شپږ ترهه گر دپوځي عدالت دفيصلې خلاف داپيل کولو عدالت ته دمراجعې کولو حق لري.

که هر څو پاکستان کې دپوځي عدالتونو څخه دمرگ دسزا موندونکو دغو کسانو پيژندگلو نۀ ده په ډاگه شوې خو دا لمړى ځل دى چې تيرکال په ١٦م دسمبر پيښور کې په ارمي پبلک سکول دحملې څخه وروستو جوړو کړل شوؤ پوځي عدالتونو کومو مجرمانو ته دمرگ سزا ورکړې ده.

پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي ارمي پبلک سکول تيرکال په ١٦م دسمبر دشوې حملې څخه وروستو دپاکستان حکومت هيواد کې دشپږو کلونو راهسې په تيزندۍ لگيدلى بنديز ختم کړو اؤ تردې مهاله دپاکستان په مختلفو ښارونو کې خواؤشا ٦٠ کسان تيزندي کړى شوي دي.

پاکستان کې دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره تيرکال پيښور کې دطالبانو لخوا په سکول دحملې څخه وروستو سياسي اؤ مذهبي گوندونو دقومي ايکشن پلان په نوم تگلاره جوړه کړې وه اؤ وروستو په ائين کې د٢١م بدلون اؤ ارمي ايکټ کې بدلون کولو سره ددوؤ کلونو دمودې لپاره پوځي عدالتونه هم جوړ کړى شول.

ددغو عدالتونو په جوړيدو دوکيلانو دتنظيمونو په گډون دمختلفو حلقو له لوري دانديښنو څرگندونه شوې وه ، دا يې يو متوازي نظام عدل گرځولى اؤ ددې مخالفت يې کړى ؤ.

دې لړ کې سپريم کورټ کې هم خواستونه جمع کړل شوي چې پکې دپوځي عدالتونو په طريقه کار پوښتنې راولاړې کړل شوي اؤ ددغو عدالتونو په کارروائيو کې يې دبشري حقونو دخلاف ورزۍ انديښنه څرگنده کړې ده.

دبشري حقونو ډلو، اروپائي اتحاديې اؤ ملگرو ملتونو پاکستان څخه غوښتنه کړې چې دمرگ په سزا دې عمل درامد اودروي خو دوزيراعظم نواز شريف حکومت دريځ لري چې هيواد يې دغيرمعمولي حالاتو سره مخ دى کوم چې غيرمعمولي گامونو ته اړتيا لري.

XS
SM
MD
LG