لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ديمن بحران دسيمې امن لپاره خطره ده، نوازشريف


 دترکي وزيراعظم سره انقره کې شريک پريس کانفرنس ته دخطاب په وخت پاکستاني وزيراعظم وويل ديمن صورتحال ډير سخت دى اؤ دا ټوله سيمه پخپله غيږه کې اخستى شي.
دترکي وزيراعظم سره انقره کې شريک پريس کانفرنس ته دخطاب په وخت پاکستاني وزيراعظم وويل ديمن صورتحال ډير سخت دى اؤ دا ټوله سيمه پخپله غيږه کې اخستى شي.

پاکستان اؤ ترکي ديمن صورتحال انديښمن گرځولى اؤ ددغه شخړې هواري لپاره يې په گډو هڅو اتفاق کړى دى.

دپاکستان وزيراعظم نواز شريف دجمعې په ورځ يمن کې دجگړې له امله سيمه کې په بدليدونکي صورتحال خبرو اترو لپاره دترکي يو ورځنۍ دوره کړې ده اؤ دغلته يې دترکي صدر رجب طيب اردگان اؤ خپل ترک سيال احمد داؤد اوغلو سره ليدنو کې ددوه اړخيزو چارو ترڅنگ په ځانگړې توگه ديمن په صورتحال خبرې اترې کړي دي.

يمن کې شيعه حوثي ياغيانو دپلازمينې صنعاء په گډون په مختلفو سيمو قبضه کړې اؤ دحکومت عملداري تقريباً ختمه شوې، ي ، حکومتي ځواکونو اؤ نورو قبائيلو سره دياغيانو دجگړو له امله يمن دخانه جنگۍ پشان صورتحال سره مخ دى.

دترکي وزيراعظم سره انقره کې شريک پريس کانفرنس ته دخطاب په وخت پاکستاني وزيراعظم وويل ديمن صورتحال ډير سخت دى اؤ دا ټوله سيمه پخپله غيږه کې اخستى شي.

نواز شريف وويل پاکستان اؤ ترکي دغيررياستي عناصرو له لوري ديمن دجائز حکومت په لرې کولو انديښنه لري اؤ دواړه په دې خبره متفق دي چې دا شخړه په پرامنه توگه هواريدل پکار دي.

نواز شريف وويل سعودي عرب دپاکستان اؤ ترکي نزدې ملگرى دى اؤ دواړه هيوادونه دخپل دغه ملگري خپلواکۍ اؤ سلامتۍ ته دپيښو خطرو مخنيوي لپاره ژمن دي.

ترک وزيراعظم داؤد اوغلو وويل چې ديمن دشخړې له امله دپيدا شوي صورتحال ښه کولو لپاره دټولو هڅو دپکار راوستو ضرورت دى.

هغه وويل سعودي عرب اؤ ايران سره رابطه کې دي اؤ خارجه وزير به يې راتلونکو څو ورځو کې دپاکستان دوره کوي، هغه وويل چې سيمه کې فرقه وارانه جگړه په فوري توگه ختميدل پکار دي اؤ ددې دمخنيوي لپاره هڅې پکار دي.

سعودي عرب دريځ لري چې شيعه حوثي ياغيانو ته دايران ملاتړ ترلاسه دى خو تهران وائي ياغيانو ته دوسلې په ورکړه کې يې کوم کردار نۀ دى ادا کړى اؤ هغوي هم دا معامله په پرامنه توگه هوارولو ته ليواله دي.

يمن کې تيره اوونۍ دسعودي عرب په مشرۍ ائتلافي هيوادونو دحکومت مخالفه شيعه حوثي ياغيانو په ضد فضائي کارروايۍ پيل کړې وې اؤ سعودي عرب دې عملياتو کې دپاکستان په گډون بيلا بيلو هيوادونو ته دشامليدو خواست کړى دى.

پاکستان دريځ لري چې دسعودي عرب دسيمه ييز سالميت اؤ خپلواکۍ ته دستونزو پيښيدو صورت کې به سخت ځواب وائي خو تر دې مهاله يې سعودي ته دپوځيانو ليږلو پريکړه نۀ ده کړې.

په دغه معامله دصلاح مشورې لپاره تيره ورځ دوزيراعظم نواز شريف په مشرۍ دلوړې کچې يوه غونډه کې پريکړه شوې وه چې په شپږم اپريل به دپارليمان گډه غونډه رابللى شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG