پوليس وايي د امريکې په جنوبي رياست ټېکساس کې دوه حمله کوؤنکي وژل شوي دي ، د پوليسو په وينا حمله کوؤنکو د پېغمبر اسلام (ص) د تصويري خاکو جوړلو په مهال د يو سکول نه بهر په ساتونکو اهلکارو ډزې کړې وې .
دغه پېښه د اتوار په ماښام ناوخته د ډېلس ښار سره نزدې گارلېنډ کې رامنځته شوې ده . راپورونه وايي په ډزو کې يو ساتونکی اهلکار ژوبل شوی خو حالت يې د خطرې نه بهر دی .
د گارلېنډ ښار چاوراکو وئيلي د ډزو کوؤنکو په گاډي کې د ممکنه بم د موجودگۍ تلاشي کوي او د دواړو کسانو پېژندگلو نه ده شوې .
د دغه تصويري مقابلې تابيا د "امريکن فريډم ډيفنس انيشټيو" نومې تنظيم کړې وه ، او د مقابلې د گټونکي دپاره د ۱۰زره ډالره ورکولو وئيل شوي وو.
د تنظيم په ويب پاڼه وئيل شوي چې دغې مقابلې ته ۳۵۰ خاکې لېږل شوې وې ، کومې به چې د اظهار رائې د ازادۍ علامت وي او دا به ښکاره کړي چې د امريکې اولس به د متشدده اسلام پالو په ويره کې رانه شي .
د هالېنډ سره تعلق لرونکی اسلام مخالفه سياستدان هېرټ ولډرز د دغې مقابلې مشر مېلمه ؤ ، هغه تېره شپه وئيلي ؤ چې امريکې ته په غېرقانونه مسلمانانو بندېز لگول پکار دي ، هغه په ټويټر باندې د ډزو د پېښې وئيلي او زياته کړې يې ده هغه د خپلې وينا وروستو د وداني نه وتی دی .
مسلمانان د پېغمبراسلام (ص) تصويري خاکې جوړول د مذهب سپکاوی گڼي .
د روان کال جنورۍ په مياشت کې دوه انتهاپسندو د فرانس طنزيه رسالې "چارلي اېبډ" باندې حمله کړې وه ، چې پکې د پېغمبر اسلام (ص) خاکې خپرې شوې وې .
په دغه حمله کې ۱۲ کسان وژل شوي وو . تېره اوونۍ د "چارلي ايبډو" کارټونسټ (کارټون جوړؤنکي) رينلډلوزيئر وئيلي ؤ چې هغه به اوس د پېغمبر اسلام (ص) خاکې نه جوړوي ، ځکه هغه ته اوس د دغې موضوع سره دلچسپي نشته .