دافغانستان له لوري په پوله دتاؤتريخوالي په پيښه کابل کې دپاکستاني سفير دراغوښتل کيدو وروستو پاکستان هم اسلام اباد کې دافغانستان سفير جانان موسي زى خارجه دفتر ته غوښتى اؤپه پاک افغان پوله دډزو په رامينځته شوې پيښه يې ورته احتجاج کړى دى.
جانان موسي زي ته دپاکستان له لوري دافغانستان لخوا دپاکستاني قونصليټ دچارواکي په نيول کيدو يوه احتجاجي مراسله هم سپارل شوې ده.
دپاکستان دخارجه دفتر وياند قاضي خليل الله په دغه اړه وئيلي دي چې دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان لوري ته دانگور اډې په دروازه دافغان ځواکونو له لوري دډزو په هاغه پيښه هم افغان سفير ته دسختې انديښنې څرگندونه شوې چې پکې دوه پاکستاني عسکر ژوبل شوي وؤ.
قاضي خليل الله وئيلي دي چې قندهار کې نيول شوى پاکستانى چارواکى دهغوي له لوري دسختو هڅو کيدو څخه وروستو په کابل کې پاکستاني سفارت خانې ته سپارل شوى دى.
دخارجه دفتر وياند وئيلي دي چې دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ داوسنو ښو شوؤ اړيکو په نظر کې نيولو سره په دې خبره ټينگار شوى چې دغه رقم پيښې نۀ دي رامينځته کيدل پکار.
افغان سفير جانان موسي زي پاکستان ته باور ورکړى چې کابل کې به لوړپوړي چارواکي په دغه اړه دهغوي دانديښنو څخه خبروي.
تيره ورځ افغانستان کابل کې دپاکستان سفير سيد ابرار حسين غوښتى ؤ اؤ هغه ته يې دپاکستان اؤ افغانستان په گډه پوله دانگور اډې سيمې سره نزدې دپاکستاني ځواکونو له لوري دډزو په پيښه احتجاج کړى ؤ.
دافغانستان دبهرنو چارودوزارت ترمخه پاکستاني سفير ته داحتجاج کولو په مهال وئيل شوي چې دغه شان پيښې به ددواړو هيوادونو ترمينځ داړيکو دښه والي لپاره کيدونکو هڅو لپاره زيانمنې ثابتې شي.
ددواړوهيوادونو دپوځونو ترمينځ دغه پيښه دپاکستان اؤ افغانستان په گډه پوله دپاکستان دجنوبي وزيرستان دانگوراډې سيمې سره نزدې رامينځته شوې وه چرته چې دپاکستاني پوځ ترمخه دهغوي پوځيان په تعميراتي کار کې بوخت وؤ.
دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې ائي ايس پي ار ترمخه هغوي دډزو ځواب ورکړى اؤ هاغه ځائيونه يې په نخښه کړي وؤ دکومو څخه چې پرې ډزې شوې وې.
دافغانستان دکورنو چارو دوزارت دوياند صديق صديقي ترمخه دغه نښته کې يو افغان پوليس وژل شوى ؤ.
دپاکستاني ميډيا راپورونو ترمخه نښتو کې تر پينځوؤ پاکستاني پوځيان هم ژوبل شوي وؤ، خو ځينو راپورنو کې دغه شميره دوه ښودل شوې.
افغان چارواکي تور لگوي په انگوره اډه دپاکستاني پوځيانو له لوري تعميراتي کار دخپل مينځي رايې داتفاق خلاف ورزي وه.
خو دپاکستان دبهرنو چارو دوزارت وياند قاضي خليل الله تيره ورځ ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال دعوه کړې وه چې دانگور اډې سره نزدې دروازه دپاکستان په حدودو کې جوړول کيده.
افغانستان کې دصدر اشرف غني دحکومت دجوړيدو راپديخوا ددواړو هيوادونو ترمينځ اړيکو کې اوسنو مياشتو کې ښه والى ليدل شوى ؤ اؤ په دغه مهال ددواړو هيوادونو لوړپوړو سياسي اؤ عسکري چارواکو رابطې تُندې کړې وې، خو دتيرو څو اوونو راهسې ددواړو هيوادونو اړيکې يوځل بيا دتاؤتريخوالي ښکار شوي دي.
تيره اوونۍ دافغانستان استخباراتي ادارې دپاکستان دخفيه ادارې ائي ايس ائي يو افسر په افغان پارلمان ترسره شوي بريد کې هم ککړ بللى ؤ،خو پاکستان دافغانستان دغه تور رد کړى ؤ.
که هر څو پاکستان افغانستان کې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ دجوړجاړي اؤ امن دعمل لپاره دملاتړ څرگندونه کوي خو افغان چارواکي پاکستان څخه غوښتنه کوي چې دغه لړ کې يواځې لفظي دعوې کافي نۀ دي بلکې پاکستان ته به دې لړ کې دخپل خلوص ثابتولو لپاره عملي گامونه اخستل وي.
خو پاکستان بيا دريځ لري چې هغوي دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ دجوړجاړي راوستو هڅو کې اسانتيا خو ورکولى شي خو دغه لړ کې به مرکزي کردار پخپله افغان حکومت ته ادا کول وي.
څيړونکي باور کوي چې د١٩٩٠ء په لسيزه کې افغانستان کې دطالبانو حکومت سره دښو اړيکو لرلو له امله پاکستان افغان طالبان خبرو اترو ته اماده کولى شي خو پاکستان وائي اوس په دغه ډله هيڅ رقم اثرورسوخ نۀ لري.