لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ کې وسله والوسکول په بارودي موادو الوزولى


 چارواکي وائي د سکول وداني په مکمله توگه ړنگه شوې اؤ ددغه پيښې سره ايجنسۍ کې دوسله والو لخوا د ړنگو شوو سکولونو شميره ۱۰۸ ؤ ته رسيدلې ده.
چارواکي وائي د سکول وداني په مکمله توگه ړنگه شوې اؤ ددغه پيښې سره ايجنسۍ کې دوسله والو لخوا د ړنگو شوو سکولونو شميره ۱۰۸ ؤ ته رسيدلې ده.

چارواکي وائي دافغانستان پولې ته نزدې د پاکستان په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې نامعلومه وسله والو بيگاه د شپې د هلکانو پرائمري سکول په بارودي موادو الوزولى دى.

چارواکي وائي د سکول وداني په مکمله توگه ړنگه شوې اؤ ددغه پيښې سره ايجنسۍ کې دوسله والو لخوا د ړنگو شوو سکولونو شميره ۱۰۸ ؤ ته رسيدلې ده.

د باجوړ ايجنسۍ دتعليم د محکمې مشر سعيد گل ډيوه ريډيو ته ددغه پيښې په اړه وئيلي دي چې پيښه د ماموند تحصيل په خړۍ کمانگره سيمه کې رامينځته شوي ده.

هغه وويل " د سکول وداني په دوو کمرو مشتمله وه او چاودنې سره په مکمله توگه تباه شوي، دغه سکولونوکې د شپې او ورځې خپل چوکيداران موجود وي خو لرې پرتو سيمو کې ترهگر بيا هم په دغسې وراني کولو کې بريالي شي "

سعيد گل زياتوي چي په ايجنسۍ کې ړنگ شوي ۸۹ سکولونه د محکمه تعليم،پاک فوځ او مرستندويه ادارو په کومک يي بيا جوړ کړي او ماشومانو پکې تعليم لړۍ جاري کړى او چي کوم اوس هم وران دي نو هغه سکولونو ته يي خيمې ورکړي يا د ځايي مشرانو په حجرو کې د ماشومانو زده کړې روانې دي۔

ديادونې وړ ده چي په تيرو وختونو کې باجوړ ايجنسي د وسله والو تر مضبوط واک لاندې پاتې شوې خو بيا د فوځي عملياتو وروستو دغه سيمه د وسله والو څخه پاکه گرځول شوې وه، اوس هم دغلته وخت په وخت سرکاري ودانۍ،عسکري ځواکونه او د امن لښکرو غړي د وسله لخوا په نخښه کيږي۔

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG