لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : ټريفکي پيښو کې ١٦ کسان مړۀ شوي


 دسيمه ييزو پوليسو ترمخه دغه پيښه په ريلوى کراسنگ دپهاټک يا څه رقم خنډ دنشتوالي په وجه رامينځته شوې ده.
دسيمه ييزو پوليسو ترمخه دغه پيښه په ريلوى کراسنگ دپهاټک يا څه رقم خنډ دنشتوالي په وجه رامينځته شوې ده.

پاکستان کې بيلا بيلو ټريفکي پيښو کې لږ ترلږه ١٦ کسان مړۀ شوي دي.

دسندهـ صوبې په مټياري سيمه کې دريلوى لا ئن څخه داوښتو په مهال په يو گاډي ريلى گاډى ورختلى چې له امله يې گاډي کې سوارۀ شپږ کسان مړۀ شوي دي، دمړو شوؤ کسانو تعلق ديوې کورنۍ سره ښودل کيږي.

دسيمه ييزو پوليسو ترمخه دغه پيښه په ريلوى کراسنگ دپهاټک يا څه رقم خنډ دنشتوالي په وجه رامينځته شوې ده.

ددغه پيښې څخه وروستو پاريدلو کسانو په ريلوى کراسنگ دپهاټک دنشتوالي له امله احتجاج هم کړى دى،دهغوي په قول دمخه هم دغلته دغسې پيښې رامينځته شوي دي.

دروانې مياشتې په پيل کې هم دسندهـ څخه پنجاب ته روان يو ځانگړى ريل گاډى دوزيراباد سيمې سره نزدې نهر ته پريوتلى ؤ چې پکې لږ ترلږه ١٨ کسان مړۀ شوي وؤ. دغه ريل گاډي کې دپاکستاني پوځ عسکر هم سپارۀ وؤ.

دسوات دچارباغ دپوليس چارواکو ترمخه دچارباغ دگلي باغ سيمې سره نزدې يو تيزرفتاره دمسافرو گاډى اوړيدلى چې له امله يې څلور کسان مړۀ شوي اؤ ١٢ نور ژوبل شوي دي.

مړو شوؤ کې نويد خان، سميع الله، قيوم خان اؤ غامد خان شامل دي.

دپاکستان د انتظام لاندې کشمير په ميرپور سيمه کې يو گاډى تيزو اوبو لاهو کړي چې له امله يې ديوې کورنۍ شپږ کسان مړۀ شوي دي.

دخيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې يوه ټريفکي پيښه کې څلور کسان مړۀ شوي دي.

په پاکستان کې دتيرې څه مودې راهسې په ټريفکي پيښو کې تر ډيره حده اضافه شوې اؤ دسړک په دغه حادثو کې په زرگونو کسانو تر دې مهاله خپل ژوند دلاسه ورکړى اؤ يا هم ژوبل شوي دي.

څيړونکي په پاکستان کې دټريفک حادثو کې دبې کچې اضافې سبب ددغه هيواد مات گوډ اؤ تنگ سړکونه اؤ دټريفک په قوانينو عمل نۀ کول ښائي.

په پاکستان کې حتي په تيره موده کې مطبوعاتو داسې راپورونه هم ورکړي وؤ چې ددغه هيواد دډرائيونگ لا ئسنس جاري کوونکې ادارې دپيسو په بدل کې ړندو يا نابينا خلکو ته هم لا ئسنسونه جاري کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG