لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : امريکائي فضائي بريد کې دالقاعده لوړپوړى کمانډر وژل شوى


بيان کې وئيل شوي دي چې دغه بريد کې وژل شوؤ دريوؤ تندلارو کې السوډاني هم شامل ؤ اؤ زياتوي چې دالسوډاني دوژنې سره به په نړيواله کچه دالقاعده کارروايۍ نورې هم راکمې شي.
بيان کې وئيل شوي دي چې دغه بريد کې وژل شوؤ دريوؤ تندلارو کې السوډاني هم شامل ؤ اؤ زياتوي چې دالسوډاني دوژنې سره به په نړيواله کچه دالقاعده کارروايۍ نورې هم راکمې شي.

پينټاگان دجمعې په ورځ وئيلي دي افغانستان کې يوه امريکائي فضائي حمله کې دالقاعده دځانمرگي بريدونو مسؤل يو لوړپوړى کمانډر اؤ دوه نور جنگيالي وژل شوي دي.

دخبري ادارې اى ايف پي ترمخه دامريکا ددفاع دوزير ايشټن کارټر سره عراق کې سفر کوونکو خبريالانو ته په جاري کړل شوي يو بيان کې پينټاگون وئيلي دي چې دجولا ئي په ١١مه نيټه دافغانستان په پکتيکا ولايت کې ترسره شوي فضائي بريد کې دابو خليل السوډاني په نوم دالقاعده لوړپوړى اپريشنل کمانډر وژل شوى ؤ.

بيان کې وئيل شوي دي چې دغه بريد کې وژل شوؤ دريوؤ تندلارو کې السوډاني هم شامل ؤ اؤ زياتوي چې دالسوډاني دوژنې سره به په نړيواله کچه دالقاعده کارروايۍ نورې هم راکمې شي.

پينټاگان سوډاني دالقاعده دځانمرگي بريدونو اؤ بارودي کارروائيو مشر اؤ دشورا سينئر غړى بللى اؤ وئيلي يې دي چې هغه دامريکا په ضد نيغ په نيغه دبريدونو منصوبه بندۍ کې ککړ ؤ.

بيان کې وئيل شوي دي چې هغه دائتلاف، افغان اؤ پاکستاني ځواکونو په ضد دکارروائيو امر کړى ؤ اؤ دالقاعده دمشر ايمن الظواهري سره يې نزدې ملگرتيا لرله.

بيان کې دامريکا ددفاع وزير کارټر وئيلي دي دسوډاني وژنه افغانستان کې دنيټو ځواکونو دکمانډر جنرال کيمپبل اؤ دهغه دعسکرو له لوري دالقاعده په ضد جگړه کې ترسره شوى کار په ډاگه کوي.

کارټر دا هم وئيلي دي چې هغوي به سيمه اؤ نړۍ کې دتندلاريتوب مخنيوى دوامداره ساتي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG