د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمينځ د سولې د خبرو په لړ کې دويم پړاؤ به هم راتلونکې اوونۍ کې بيا په پاکستان کې کيږي .
دغه خبره يو پاکستاني چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وايس اف امريکا سره په خبرو کې کړې ده . له دې وړاندې د افغانستان د سولې دعالي شورا لخوا وئيل شوي ؤ چې د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ خبرې به د چين په شمال لوئيديز ښار اړمچي کې ترسره کيږي .
پاکستاني چارواکي په دې خبره زور راوړی چې د خبرو اترو دويم پړاؤ د جولائۍ د مياشتې په ۳۱م نېټه کېدونکی دی چې د جمعې ورځ به وي .
نوموړي هيله څرګند کړې چې د پاکستان وزارت خارجه به په دغه لړ کې باضابطه بيان جاري کوي .
د پاکستاني چارواکي په خيال د افغانستان په مطبوعاتو داسې خبرونه خپرېدل چې د خبرو اترو عمل به په چين کې ترسره کيږي ، دا د مذاکراتو په عمل د تُندۍ او ګټور ماحول ته د زيان رسولو يوه هڅه ده ، د کومو خبرو تاريخي پېل چې د جولائۍ د مياشتې په اوومه نېټه د پاکستان په زريعه شوی ؤ او کوربه توب يې هم پاکستان کړی ؤ .
د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ نېغ په نېغه ۱۴ کاله پس دغه ابتدائي خبرې د پاکستان د سېلګرۍ په ځايې مري کې شوې وې ، چې پکې د امريکا او چين استازي هم موجود وو .
افغان صدارتي وياند سيد ظفرهاشمي د خالي په ورځ وايس اف امريکا ته وئيلي په دې لړ کې لا خبرې روانې دي ، چې پکې به د راتلونکې اوونۍ د لېدنې دپاره د ځايې او پلاوي ټاکلو پرېکړه کيږي .
د افغانستان د مرستيال خارجه وزير حکمت خليل کرزي په مشرۍ يو لوړ پوړې پلاوي د طالبانو د استازو سره لمړۍ خبرې کړې وې ، او د څو ساعتو په دغه ليدنه کې دواړه فريقه په دې صلاح شوي وو چې ډېر زر به بيا ليدنه کوي .
په داسې مهال چې د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ خبرې کيږي ، په افغانستان کې اوس هم د تشدد پښې دوام لري .