راپورونه وايي د پاکستان په قبائيلي سيمه خېبرايجنسۍ کې نامعلومو وسله والو د حکومت پلوه امن کميټۍ پينځه غړي په ډزو وژلي دي .
ځايي ميډيا د امنيتي سرچينو له قوله وايي چې دغه پېښه د خېبرايجنسۍ په قمبرخېل علاقه کې رامنځته شوې ده ، او مشکوکو وسله والو اول د باړې امن کميټۍ غړي تښتولي او بيا يې په ډزو وژلي دي .
سرچيني وايي د وسله والو تعلق د لاقانونه ګرځول شوې ډلې لشکر اسلام سره دی . او امنيتي ځواکونو د پېښې وروستو په علاقه کې د لټون عمليات پېل کړي دي .
له دې وړاندې هم د خېبرايجنسۍ او نورو قبائيلي سيمو سره د خيبرپښتونخوا په سوات ضلع کې هم د امن کميټو غړي په هدف کړی شوي دي .
د افغانستان سره په پوله پرتو د پاکستان په قبائيلي سيمو شمالي وزيرستان او خېبرايجنسۍ کې د پوځ لخوا د وسله والو جنګيالو په ضد عمليات روان دي .
او د ګل په ورځ هم پوځ ادعا کړې ده چې د خېبرايجنسۍ په شوال سيمه کې يې د پاکستان د خپلې جوړې بې پائيلټه ډرون الوتکي بريد کړی او درې مهم ترهګر يې پکې وژلي دي .