دپاکستان وزیراعظم میا نوازشریف اؤ د پوځ سرلښکر جنرال راحیل شریف دیني مدرسو ته ډاګیزه کرښه راښکلې چې د تندلاریتوب اؤ ورانکارۍ فعالیتونه به یې په یو قیمت هم ونه منل شي.
د ګل په ورځ د پاکستان ددیني مدرسو دتنظم اتحادالمدارس یوې ډلې وزیراعظم نوازشریف اؤ د پوځ سرلښکر جنرال راحیل شریف سره لیدلي اؤ ورسره یې ددیني مدرسو د رجسټریشن اؤ نورو معاملو په هکله خبرې اترې کړي دي.
په دغه غونډه کې د برخه لرونکو له قوله د پاکستان د انګریزۍ ژبې یوې ورځپاڼې ډان پخپل راپور کې وئیلي وزیراعظم نوازشریف اؤ د پوځ مشر راحیل شریف د تنظیم اتحادالمدارس د ډلې جائزو اندیښنو اوریدو ته اماده ښکاره شول.
خو ولې دواړو مشرانو ډيرو په پاکو ټکو کې د غونډې برخه والو ته وویل چې هغه مدرسې به بیخي نه پریښودل کیږي چې د تندلاریتوب یا ترهګرۍ مربوط څه رقم فعالیتونه کوي.
د وزیراعظم اؤ ارمي چیف سره له لیدو مخکې دغه ډلې د پاکستان د کورنو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان سره هم لیدلي وؤ اؤ هغه یې په نیشنل ایکشن پلان د عمل لړ کې د مدرسو په ضد په وهل کیدونکو چاپو د خپلو اندیښنو څخه خبر کړی ؤ.
د مدرسو په رجسټریشن کې د بې کچه فعال رول اداکوونکي یو سرکاري چارواکي وینا ده چې وزیراعظم ، پوځي سرلښکر اؤ د کورنو چارو وزیر په دغه لیدنه کې ددیني مدرسو د تنظیم مشرانو ته پاکه کړې ده چې حکومت د هافو مدرسو په ضد پرته د کوم مخ ملازې څخه عملیات پیل کړي چې چې په شکمن ډول ترهګرو سره اړیکې لري.
دغه چارواکي وویل د غونډې په مهال په یوه موقعه وزیراعظم د غونډې برخه والو ته وویل که څوک دا ګڼي چې حکومت به پنجاب کې مدرسو سره سختي نه کوي نو هغوئ په غلطه دي.
د غونډې برخه وال صاحب زاده عبدالمصطفی هزاروي وئیلي د هغوئ تنظیم د مدرسو په رجسټریشن اؤ غیرمحتاطه چاپو اندیښنې لري.
هغه وویل وزیراعظم اؤ د پوځ سرلښکر باور ورکړی چې راتلونکي کې به دغه رقم چاپې نه وهل کیږي.
خو هغه وویل د پوځ سرلښکر ورته دا هم په ډاګه کړې ده چې کومې مدرسې د قومي ایکشن پلان څخه سرغړونه کوي د هغې مشرانو ته به نتیجې زغمل وي.
هغه وویل د غونډې برخه والو ته وویل شول چې صوبایي حکومتونه دغه چاپې پخپله وهي خو که راتلونکي کې دداسې چاپو ضرورت پیښیدو نو مرکزي حکومت به پکې د یو رابطه کار کردار ادا کوي.
دغونډې یو بل برخه وال ډاکټر سید محمد نجفي هم وئیلي چې د جنرال پرویزمشرف اؤ د پیپلز پارټۍ د حکومتونو په پرتله دا ځل پوځي اؤ سول قیادت د مدرسو رجسټریشن ته زیات سنجیده دی.